په کم عمر کې د دېن اړخ ته پاملرنه

ماشومان په ډېر غور او پوهې سره وساتئ. د دوى د روزنې له پاره عمده او صحيح لاره و ټاکئ. هغه دا ده چې پلار خپل وخت او شته هغه ته په پاملرنه کې خرڅ کړي، هغوى ته ډېر ښه ادب ور زده کړي، د عمده اسلامي اخلاقو او ديني ژوند د تېرولو تمرين ورکړي. داسې چې هغه خپل مال او وخت د هغه په جامه، اسانتيا او ارام باندې خرڅوي.

په روزنه کې والدين بايد په خپلو ماشومانو کې د ديني جذبې کښت وکري، هغوى ته اسلامي خويونو، ادبونه او د شريعت احکام ور زده کړي، څو-څو ځله د هغوى په غوږونو کې د الله تعالى او رسول صلى الله عليه وسلم مينه واچوي تر څو چې په دې کې پوخ شي. هغوى ته د الله تعالى نعمتونو وشمېرئ…د الله تعالى د رحمت او د هغې خبرې پند هم وکړل شي چې ژوند، مرګ او د انساني غرض په ټولو کائناتو کې تصرف يوازې د الله جل جلاله دى. د حلال او حرام تر منځ توپير هم ور وښودل شي. ځينې عامې خبرې د بېلګې په توګه رسول الله صلى الله عليه وسلم چېري او څه وخت پيدا شو؟ ستا د پلار، مور، نيکه، اکا او رضاعي مور څه نوم دى؟ دا خبرې هم ور زده کړل شي. پلار خپل زوى سره يو ځاى مسجد ته لاړ شي، ديني غونډو او عبادت ځايونو ته خپل زوى تر لاس نيولى بوزي، د قران کريم د يادونې خوا ته يې ليوال او لار ښوونه ور ته وکړي؛ د حديثو شريفو ويناوې، د سيرت خبرې، د اصحابوو احوال، د خلفايي راشدينو احوال او نورې …داسې خبرې هم د فريضې د مسئوليت برخه ده. تر څو  هغه پر سيده لاره روان او نېک اولاد ترې جوړ شي، د مور او پلار په عمل نامه کې د اجر او ثواب ليکوونکى شي، له مرګ څخه وروسته هم د پلار او مور اړخ ته د بچي له اړخه خير او نېکي ورسېږي. ځکه رسول الله صلى الله عيله وسلم فرمايلي دي: ((اذا مات ابن ادم انقطع عمله الا من ثلث: صدقة جارية، و علم ينتفع به، و ولد صالح يدعو له)). [بخاري].

ژباړه: ((کله چې انسان مړ شي نو د هغه د کړنو لړۍ ختمېږي، ليکن د دريو شيانو ثواب همېشه ورسېږي: صدقه جاريه، هغه علم چې د هغه څخه ګټه اخېستل کېږي او نېک اولاد چې د هغه له پاره دعا کوي.

د روزنې له پاره د عمر لحاظ:

پلار ته ضروري ده چې د عمر په اعتبار د خپلو بچيانو سره د معاملې لارې-چارې بدلوي. له نرمۍ او شفقت سره څنګه کې کله-کله د سختۍ څخه هم کار واخلي او په کرار-کرا ر نېکې ستاينې په هغوى کې ځاى پر ځاى کړي. په غور سره د هغوى د نفس غوښتنې، بدني ضرورتونه او فکري اصلاح په نظر کې ونيسي. په ځانکړې توګه کله چې په هغوى کې د بلوغ اغېزې ښکاره وي نو د بشپړ برابروالي سره ټينګ پاتېدل، بردبادۍ او حلم څخه کار واخلي. د کور د کوم وړوکي يا ځوان اړختوب او طرفداري و نه کړي، ځکه چې د دې به خورا بده اغېزه وي.

د بزرګانو څخه اورېدل شوي چې تر اوو کلونو پورې له خپلو بچيانو سره لوبې وکړئ، تر اوو کلونو پورې هغوى ته ادب ور زده کړئ او تر اوو کلونو پورې د هغوى څارنه وکړئ. بيا وروسته رسۍ د هغوى په غاړه کې واچوئ يانې د هغو څخه بې پروا شئ. هم دا رنګه مور هم د خپلو بچيانو سره د روزنې معامله وساتي. په ځانګړې  توګه کله چې هغوى بالغ شي.

your ads

مور او پلار ته د روزنې د اصولو پوره خيال ساتل په کار دي. د هغې روزنې شروع بايد په مينه، رېښتنولى، صراحت او افهام سره وشي. له دې سره په څنګ کې بايد د اولاد د حالاتو او وړتيا خيال هم وساتي، په پوه سره بايد د هغوى علاج وشي، ښې-ښې خبرې ور زده کړل شي؛ د سلامتۍ لاره ور وښودل شي. د ځينو مور او پلار په دننه کې عصې او درد ځاى نيولى وي، هغوى په اولاد باندې داسې احکام صادروي ته چې وايي د کوم جنګ په ميدان کې دي چې په پايله کې اولاد ډارن کېږي. په کورنۍ کې د حکم تطبيقول او د بچيان توجه خپل اړخ ته اړولو نظم باقي پاتېږي. په اولار کې د قناعت او وقار وړتياوې په ټپه درېږي. په داسې حالاتو کې خو اولاد په ښکاره توګه د والدينو خبره مني هم، ليکن د هغوى په زړونو کې د د سختۍ جذبات پټ وي، د لوبو او تماشو له پاره د فرصت په لټه کې وي، د نورو ماشومانو په اشاره سره وځي او په پايله کې د بربادۍ او تباهۍ پر لاره روانېدلو څخه پرته بل شي نه پاتېږي. موږ وايو چې په دې لاره کې بايد لارښود قدمونه اوچت شي. د خولې په خبرو او خالي وينا سره کار نه کېږي. دا چې پلار فقط په خوله سره ووايي: لمونځ کوه، تلاوت کوه، د الله تعالى څخه ووېرېږه، د الله تعالى سره تړاو وساته، ځکه چې نژدې دښمن شيطان امت ته غلطې لارې ښکاره کړې. هغه د دين او سپڅلتيا سر مشر جوړ شوى، د مسلمانو زامن او ځوانان يې د خپلو شيطاني کړنو اړخ ته متوجه کړي، د هغه دغه غلطه لاره، پر غلطه لاره تګ، غلطې پرېکړې، بده کړنلاره او ډول-ډول خباثت به متوجه وي. له هم دې امله دغه ټولې تخريب کارۍ بايد په ډېره باريک بينۍ، پوه او غور سره له منځه يوړل شي، ځکه چې د اوسپنې له پاره د اوسپنې اله کار کوي او د دومره ستر دښمن له پاره بايد ښه خواري او هڅه کول په کار دي.

ليكنه: د-وهبة الزهيلي

ژباړه: ع-ن-مرستيال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب