په کومو حالاتو کې تیمم روا ګڼل شوی دی؟

له درنو مینه والو څخه یوې خور په خپله پوښتنه کې مونږ ته لیکلي ؤ چې: که چېرې اوبه نه وي؛ نو آیا د حدثِ أکبر (ډکو متیازو) د نجاست د له منځه وړلو لپاره یوازې په تیمم باندې اکتفاء کېدلی شي ؛ او که به په حتمي ډول اوبه کاروو؟

د قدرمنې خور د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې:
په اسلامي فقه کې په څو صورتونو کې تیمم روا ګڼل شوی دی؛ او یو له هغو څخه دادی چې:
که چېرې یو انسان د اوداسه او یا هم د غسل د ترسره کولو څخه عاجز پاتې شي او ونشي کولی چې اودس یا غسل تر سره کړي؛ نو په دې صورت کې اسلامي شریعت ددې عاجز شخص لپاره تیمم روا ګڼلی دی، تر څو په دې توګه سره وکولی شي هغه نجاست چې د حَدَثِ أصغر (د تشو متیازو) او یا هم د حدثِ أکبر (د ډکو متیازو) په نتیجه کې رامنځ ته شوې دی، له منځه یوسي.

دلته دا خبره هم باید ستاسو په پام کې وي چې:
هر هغه عبادت او نېک عمل چې په اسلام کې د بې اودسۍ په حالت کې ناروا ګڼل شوی دی؛ د بې تیممه شخص لپاره یې ترسره کول هم ناروا ګڼل شوی دی، ځکه چې تیمم په اصل کې د اوداسه په مقابل کې رامنځ ته شوې دی. [یعنې بې اودسي او د تیمم نشتوالی یو حکم لري، له همدې کبله خو تیمم د اوداسه قائم مقام ګڼل شوی دی]، همداراز هر هغه کردار او عمل چې د یو جُنب انسان لپاره یې تر سره کول جواز نلري؛ او یا هم د یوې حیض او نفاس لرونکې مېرمنې لپاره یې ترسره کول روا نه وي؛ نو د بې تیممه انسان لپاره یې هم ترسره کول جواز نلري ، ځکه چې تیمم په اصل کې په اسلامي شریعت کې د غسل څخه د عاجز پاتې کېدلو په صورت کې روا ګڼل کېږي.

فقهای کرام په دې اړه دا خبره هم کوي او وايي چې: پر هر هغه چا باندې چې غسل واجب ګرځول شوی وي؛ [لکه: دجنابت له کبله، یا هم دحیض او یا هم د نفاس څخه د پاکېدلو له کبله]، او دا شخص د غسل کولو څخه عاجز او ناتوانه وي؛ نو په دې صورت کې به تیمم ترسره کوي، او دا تیمم ورته لکه څرنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، د غسل او اوداسه پر ځای قائم مقام ورته ګرځول کېږی. حضرت عمروبن العاص(رضي الله عنه) چې یو جلیل القدره صحابي دی، په دې اړه مونږ ته د بانډه چیانو او کوچیانو یوه تاریخي کيسه را په زړه کوي او وايي چې: دې کوچیانو به په میاشتو میاشتو په دښتو او بېدیاو کې ژوند کاوه او هیڅ اوبه به یې نه موندلی، چې دې کیسې ته به لږ وروسته په بشپړ تفصیل سره اشاره وکړو.

اسلامي فقها په دې اړه دا هم وايي چې: که چېرې د یو تن نیم بدن جوړ او نیم نور یې ناجوړ (معیوب او شل) وي؛ نو په دې صورت کې به دا شخص د وجود سالمه او روغه برخه په اوبو پرېمینځي او ناجوړه برخه چې مینځل یې ورته ستونزمن وي، یوازې تیمم به پرې کوي.

your ads

د غسل په اړه د یو صحابي کیسه:
حضرت عمروبن العاص(رضي الله عنه) چې یو جلیل القدره صحابي دی، د احتلام او غسل واجبېدو په اړه مونږ ته د بانډه چیانو او کوچیانو یوه تاریخي کيسه را په زړه کوي او وايي چې: یو ځل د یو صحابي سر سخت زخمي شو، د ورپېښ شوي زخم له کبله خورا ناکراره او په تکلیف کې ؤ، په دې صورت کې احتلام (دجنابت غسل) هم پرې واجب شو؛ نو دې صحابي له یو بل صحابي څخه د جنابت دغسل په اړه پوښتنه وکړه او د خپل زخمي سر په اړه یې له هغه سره سلا مشوره وکړه؛ تر څو ددې مشکل په اړه مناسبه د حل لاره ورته څرګنده شي، او ورته یې وویل: سر مې زخمي شوی دی؛ نو آیا په دې صورت کې دا زما لپاره روا دي چې د غسل پر ځای یوازې تیمم تر سره کړم او غسل ونکړم؟ هغه ورته وویل: چې نه، زه ستا لپاره په دې مسئله کې هیڅکله هم دا روا نه ګڼم چې ته دې تیمم تر سره کړې، (او غسل ونکړی) په داسې حال کې چې ته د اوبو د استعمالولو توان هم لری؛ نو ته ولاړ شه او سمدلاسه غسل ترسره کړه.

دغه مبارک صحابي د همدې بل صحابي د فتوی او پرېکړې په نتیجه کې ولاړ او غسل یې ترسره کړ، ددې کار نتیجه داسې کېږي چې د همدې غسل له کبله یې صحت ته خورا زیان رسیږي، او بالآخره نوموړی د همدې غسل کولو له کبله وفتت کېږي، او خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ نو کله چې نبي ــ علیهم السلام ــ د دې کېسې څخه خبريږي، نو دا خبره پرې خورا سخته او درنده تمامیږي، او تأدییاً (د أدب ښودلو لپاره یې) د دوی دا کار په کلکه توګه غندي، او بیا دوی ته وايي: ((د هغه زخمي شوي صحابي لپاره یوازې همدومره بس ؤ چې تیمم یې تر سره کړی وای، او یا یې هم پر خپل زخمي شوي ځای باندې جبیره (پټۍ) لګولی وای، بیا له دې وروسته یې (پر خپل زخم باندې) مسح کړي وای؛ او نور ټول بدن یې وینځلی وای)).

دا پورتنې روایت د حدیثو یو لړ مشهورو امامانو؛ لکه: امام أبو داؤود، امام ابنِ ماجه او اِمام دار قُطني او بیهقي (رحمهم الله) د روایت کړی دی ، او امام ابن السکن هم دا پورتنۍ کیسه صحیحه او درسته ګڼلې ده.
د پورتنۍ مسئلې په اړه علماوو او فقهاوو داسې هم ویلي دي چې: که چېرې څوک ومري او اوبه شتون ونلري؛ نو پدې صورت کې به مُتوفی(مړي) ته یوازې تیمم ورکول کېږي، او بس.
و الله أعلمْ

لیکنه: فضل الله ممتاز

ژباړه: محمد خالد ملکزی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب