په کومو شیانو کې اول یو؟؛ د افغانستان شل کلنې لاسته راوړنې

نن سبا، د ځینو افغانانو له خبرو داسې معلومیږي، چې افغانستان په ‌دغه شلو کلونو کې خورا زیات پرمختګ کړی دی، او ډېرې لاسته راوړنې لري. لېکن، ځینې افغانان بیا له دغه خبرې سره باالکل مخالف دي.
زه غواړم پدې هکله، لومړی یوه کلیوالي کیسه درته وړاندې کړم.

په یوه کلي کې، یو غریب عسکر نامزد شوی و، او کله چې په لومړي ځل یې، له خپلې کوزدنې (نامزدې) سره ولیدل، نو دواړو د چای چښلو په وخت کې، یو او بل ته خپلې کیسي کولې. په پای کې یې کوزدنې ترې پوښتنه وکړه، چې ته په قطار کې چېرته ولاړ وې!؟ عاجز نامزد یې په ځواب کې ورته وویل: چې کله ظابط صاحب ووایي، چې شاګېرس! نو زه اول وم.
اوسنی افغانستان هم متأسفانه، په ځینو ښو کارونو کې د نړیوال قطار په آخرینۍ برخه کې قرار لري، او په ځینو بدو کارونو کې یې بیا متأسفانه، لومړنی مقام ترلاسه کړی دی.

غواړم، زه خپل نظر په لاندې ډول سره وړاندې کړم.

لومړی – د افغانستان پاسپورت، په ټوله نړۍ کې متأسفانه، تر ټولو پاسپورتونو، بې ارزښته پاسپورت شوی دی. دا پدې معنٰی، چې د افغانستان قدرمن وګړي، نشي کولای، چي په آسانۍ سره نورو ملکونو ته سفر وکړي.
همدارنګه، ملي سوداګر هم نشي کولای، چې بهرنیو ملکونو ته په آسانۍ سره، د خپلې سوداګرۍ په هکله، تګ او راتګ وکړي.
د لوړو زده کړو په هکله هم، زیاتره افغانانو ته ډېرې ستونزې شته. افغانان نشي کولای چې په آسانۍ سره، بهرني ملکونو ته، د لوړو زده کړو لپاره، ویزه ترلاسه کړي.

دویم – په بې امنیتۍ کې هم متأسفانه، افغانستان په نړۍ کې تر ټولو بې امنه ځای دی. یا په بل عبارت، د امنیت له درکه، افغانستان د نړیوال قطار په آخر کې ځای لري، او په اوسني افغانستان کې متأسفانه، هېڅوک هم خپل ځان، مال، او عزت مصىٔون نه ګڼي. د بې امنیتۍ نښې او نښانې، هره ورځ افغانان پخپلو سترګو ویني.

your ads

درېیم – په اداري فساد کې بیا متأسفانه، افغانستان په نړۍ کې لومړی مقام لري. اداري فساد، په افغانستان کې متأسفانه، په یوه ساري ناروغۍ، او یوه شرمناک عادت بدل شوی، او زیاتره ادارو ته یې سرایت کړی، او نیږدې ده، چې خدای مکړه، دغه اداري فساد، د افغاني کلتور یوه برخه شي.
د اوسني اداري فساد په نتیجه کې، د ملک ورځنۍ چارې، په سمه توګه سرته نه رسیږي. د یوه کمکي کار، اجراء کول هم، ډېر ستونزمن کار دی.

څلورم – نېشه یي توکي هم، د افغانانو دپاره ستره ستونزه ده، او پدغه برخه کې هم شاید، افغانستان په نړۍ کې لومړی مقام ولري.

پنځم – په بېکارۍ کې هم، ډېر لوړ مقام لري. زیاتره د پوهنتون فارغین، بېکاره ګرزي، او خپلو ځانو ته دندې نشي پیدا کولی، چې په نتیجه کې یې ځینې، له رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پام وړ ټکي!
د افغانستان اوسنی حالت هېڅ بادرده افغان ته د منلو وړ نه دی، او نه باید وي. په اوسني افغانستان کې، نه پوره امنیت شته، نه خلک په نس ماړه دي، نه برېښنا شته، نه ښه سرکونه شته، نه د سرطان د تداوۍ دپاره، یو روغتون شته، نه د زراعتي توکو دپاره مناسب مارکټ شته، نه د بې واسطه افغانانو دپاره کار، او نه روزګار شته.
لېکن، غلاوې، وژنه، بېوزلي، لوږه، بې کوري، او ډار، باالکل پرېمانه شتون لري.
ترکومه پورې به د نورو د ګټو دپاره، قرباني کیږو، او ترکومه پورې به یو او بل په کاڼو سره ولو.
راځئ! د الله(ج) په خاطر، لاسونه سره یو کړو، او په ګډه، د یوه سوچه اسلامي نظام، د راوستلو لپاره، هلې ځلې وکړو. زمونږه ټولو عزت په اسلام کې دی، او په نورو لارو کې به یې هېڅکله پیدا نکړو.
هیله ده، چې په اسلام او وطن مین افغانان، سره متحد شي، او پدغه حساس وخت کې، افغانستان له دغه وژونکي ناورین څخه خلاص کړي.

عبدالله وردک – انګلستان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب