په کوم نیت زکات ادا کېږي؟‌ په کوم نیت نه ادا کېږي؟

د زکات ادا کولو او نیت اړوند مسایل

  1. مسكين (بې وسه ) ته دمال د وركولو پر مهال دې په زړه كې هرو مرو دا ور وګرځوي چې زه دا مال دزكات په بڼه وركوم , كه يې داسې نيت نه وي كړى او هسې يې مال فقير ته وركړى وي نو بيا زكات نه ادا كېږي له سره يې ادا كول اړين بلل كېږي ، البته دوركړل شوي مال به ځانته اجر او ثواب وركول كېږي .
  2. كه يې مسكين ته دمال دوركولو پر مهال نيت نه وو كړى نو تر كومه مهاله چې هغه مال دفقير په لاس كې وي تر هغو دزكات وركوونكي له لورې نيت پكې سم ( صحیح ) دى او كه يې اوس نيت وكړ هم زكات ادا كېږي ,خو كه فقير هغه مال خرڅ (مصرف ) كړى وي نو بيا دنيت كولو هيڅ اعتبار هم نشته بلكې له نوي سره به زكات وركوي.
  3. كه چا له خپله ماله يوه برخه فقيرته دزكات په نيت له نوره ماله را جلا كړه او ويې ويل چې فقير ته به یې دزكات په بڼه وركوم بيا يې هغه كوم فقيرته وركړخو هغه مهال يې نيت هير شو نو بيا هم زكات ادا شو , البته كه يې د جلا كولو پر مهال دزكات نيت په هغه مال كې نه و كړى نو بيا يې زكات هم نه ادا كيده .
  4. زكات وركوونكي چاته دساري په توګه دوه روپۍ وركړې ، خو هغه چا بعينه دزكات وركوونكي له لورې وركړل شوې روپۍ مسكين ته ورنه كړې بلكې له خپله ځانه يې نورې دوه روپۍ مسكين ته وركړې او له ځانه سره يې وويل چې هغه دزكات وركوونكي دوه روپۍ به زه ځانته راوګرځوم نو پدې صورت كې زكات ادا كېږي خو پدې شرط چې دزكات وركوونكي دوه روپۍ به له نوموړي سړي سره موجودې وي او هغه به دخپلو دوو روپیو په بدل كې دزكات وركوونكي ددوو روپو د اخیستلو نيت هم كړى وي ، ليكن كه چېرې دزكات وركوونكي دوه روپۍ له هغه سړي نه دزكات تر وركولو د مخه مصرف شوې وې او له هغه وروسته يې غريب ته خپلي روپۍ وركړې نو پدې صورت كي زكات نه ادا كيږي . همداراز كه يې دخپلو روپو دوركړې پر مهال دا نيت هم نه وو چې دى به دزكات وركوونكي دوه روپۍ ځانته ورګرځوي نو بيا هم زكات نه ادا كيږي . اوس به هغه له سره نورې دوه روپۍ په زكات كې وركوي .
  5. كه چېرې زكات وركوونكي د زكات د وركړې په اړه هيچا ته هم څه نه وو ويلي مګر بيا هم كوم دخدای بنده راولاړ شو اود زكات وركوونكي له اجازې پرته يې دهغه له لورې زكات اداكړ نو دا زكات نه ادا كېږي ،كه چېرې دزكات له وركولو وروسته زكات وركوونكي هغه ته اجازه هم وكړه بيا هم دا زكات نه ادا كېږي ، او هغه روپۍ چې نوموړي سړي دزكات وركوونكي له لوري اداكړې نو د هغو دغوښتلو حق شرعاً دوى له زكات وركوونكي څخه نشي كولای .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب