په کوم وخت کې اوبه څښل ډیر ګټه لري؟

دا خبره نن سبا د خلکو ترمنځ عامه ده چې د ډېرو اوبو څښل د روغتیا له پاره ګڼې فایدې لري. خو دا هم مهمه ده چې کوم وخت اوبه وڅښل شي چې د روغتیا لپاره ګټه یقیني شي.

دلته درسره هغه څو وختونه شریکوو چې د روغیتايي کارکونکو په باور اوبه څښل په کې ستاسو روغتیا ته تر نورو وختونو ډیر ښه دي.

۱. سهار وختي

څیړنې وايي: کله چې سهار له خوبه پورته شوئ؛ مخکې تر دې چې څه خواړه وخورئ؛ دوه ګیلاسه اوبه په نهره وڅښئ.

د څېړنې په باور، سهار وختي د اوبو څښل ستاسو جسم تازه ساتي او د معدې فعالیت هم ورسره ښه کیږي.

۲. له خوړو ۳۰ دقیقې مخکې

د غرمنۍ یا ماښامنۍ تر خوړو لږ تر لږه نیم ساعت وړاندې د اوبو څښلو سره معده یو څه ډکیږي چې له امله يې انسان لږ خواړه خوري؛ چې دا چاره د وزن کمولو تر څنګ روغتیا ته نورې فایدې هم لري.

۳. له لمبا کولو وړاندې

د لمبولو پر وخت د انسان د وینې فشار لوړیږي. خو که تر لمبا وړاندې اوبه وڅښل شي د لمبولو پر وخت د وینې فشار نورمال وي.

نو بل ځل مو پام وي چې تر لمبا وړاندې اوبه وڅښئ او د وینې د فشار د لوړیدو مخه ونیسئ!

۴. د ماښامنیو او غرمنیو خوړو ترمنځ

د غرمې او شپې خوړو ترمنځ چې کابو ۶ یا ۷ ساعته وقفه راځي که په دې وخت کې تاسو په مناسبه اندازه اوبه وڅښئ، نو ورسره ستاسو د وجود اوبه پوره کیږي او معده مو په ښه ډول خپل کار کوي.

څېړنې ټينګار کوي چې دا چاره ستاسو د معدې د ښه ساتلو تر څنګ صحت ته نورې فایدې هم لري.

۵. د ماښامنۍ خوړو مخکې

د شپې ډوډۍ تر خوړلو نیم ساعت مخکې باید اوبه وڅښل شي. دا چاره مو معده ارامه ساتي او خپل کار په ښه ډول سره کوي.

د څېړنو په باور، که چېرته تاسو د ورځې په اوږدو کې اته ګېلاسه اوبه څښلي وي نو دا ډېره ښه خبره ځکه ده چې ستاسو د وجود د اوبو ضرورت پوره شوی دی.

۶. د شپې تر ویده کیدو مخکې

روغتیايي کارکونکي سپارښتنه کوي، که تر ویده کیدو وړاندې یو ګیلاس اوبه وڅښل شي، نو د ګوزڼ (فلج) او د زړه د حملې په مخنیوي کې ډېره مرسته کوکۍ.

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب