په کیسه کې سل نصیحتونه حتما یې ولولئ!

يو سړى ابراهيم بن ادهم ته راغى او ورته ويې ويل: اې شيخه! نفس مې دګناهونو خواته كشوي، تاته راغلم ترڅو نصيحت راته وكړې او پند درڅخه واخلم.

ابراهيم بن ادهم ورته وويل: باك نه لري، كه دې نفس ګناه ته هڅوي ويې كړه، خو زه درته پنځه شرطونه وړاندي كوم، هركله دې چې دا پنځه واړه شرطونه پوره كړل، نو بيا كولاى شې چې ګناه وكړې.

سړې وويل: سهي ده خو هغه شرطونه كوم دي؟

ابراهيم بن ادهم ورته وويل: كه چېرته غواړي ګناه وكړې نو په داسې يوه ځاى كې يې وكړه چې خداى پاك دې ونه ويني.

سړي وويل: سبحان الله (پاكي ده الله لره)، څنګه له هغه ذات څخه پټېدلاى شم، په داسې حال كې چې له هغه ذات څخه هېڅ شى نشې پټېدلاى او هغه ذات هرڅه په هر حال كې ويني.

نو ابراهيم ورته وويل: نو بيا تا ته حياء او شرم نه درځي چې هغه ذات تا ويني او بيا دهغه په وړاندې ګناه كوې؟.

سړى غلى شو.. او ويې ويل: يو څه نور….

ابراهيم بن ادهم ورته وويل: كه غواړې دخداى په وړاندې ګناه وكړې دهغه په ځمكه يې مه كوه.

سړي وويل: سبحان الله، نو چيرته لاړشم، په داسې حال كې چې ځمكه هغه پيداكړې او دهم هغه ذات ده، چې دا ټول كائنات يې پيداكړي دي.

نو ابراهيم ورته وويل: ته نه شرمېږې چې دخداى (ج) نافرماني كوي، په داسې حال كې چې دهغه په ځمكه كې اوسې؟.

سړى يو څه نور هم چوپ شو او بيايې وويل: يو څه نور…

ابراهيم بن ادهم ورته وويل: كه دخداى پاك دنافرمانۍ اراده دې وكړه نو دهغه له رزق څخه څه مه خوره.

سړي وويل: سبحان الله، نو څنګه ژوند وكړم، په داسې حال كې چې ټول نعمتونه دهغه له خوا دي.

نو ابراهيم ورته وويل: تاته حيا نه درځي چې دخداى پاك نافرمانې وكړې په داسې حال كې چې همغه ذات درته خوراك او څښاك برابروي او ته پرې ژوندى يې.

په سړې خولې راماتې شوې او ويې ويل: يو څه نور…

ابراهيم بن ادهم ورته وويل: كله دې چې ګناه وكړه او بيا دې له مرك څخه وروسته پرښتې دوزخ ته كشوي، نو له هغوى سره دوزخ ته مه ځه.

سړي وويل: سبحان الله، په ما كې كله دومره زور شته دى چې دهغوى ممانعت وكړم، هغوى خو ډېرې غښتلې او زورورې دي، كه وغواړي ما به هرومرو ورواچوي.

بيا نو ابراهيم بن ادهم ورته پنځم شرط هم وړاندې كړ او ورته ويې ويل: اې سړيه! كله دې چې خپله عمل نامه كې ګناهونه وليدل، ترې انكار وكړه او ووايه چې دا ګناهونه او جرمونه ما نه دي كړي.

سړي وويل: سبحان الله، دا كار كله زه كولاى شم، په داسې حال كې چې پر اوږو ناستې پرښتې زما هره كړنه او هره وينا له ځان سره ليكي او بيا به يې دحساب په ورځ راښكاره كوي او آن دبدن هر غړى به مې پر خپلو ګناهونو اعتراف وكړي او نارې به وهي چې پر ما دې دغه بد كار سرته رسولى دی.

سړي چې دا پنځه شرطونه واورېدل، ډېر يې وژړل او همدا الفاظ به يې له ځان سره تل ويل چې: زما دبدن هر غړى به زما پر هرې ګناه اعتراف وكړي او هغه ليكونكې پرښتې به مې ټولې كړنې او ويناوې رابرسېره كوي.

له لوستلو وروسته تبصره کې ولیکئ ولوستل شوه. مننه

مسرور درمل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب