په ګرمو ورځو کې د نعناع چای وڅښئ

 په ګرمو ورځو او کله چې د تودوښې درجه لوړه وي له یخ لرونکو څښاکو پر ځای د نعناع له ګرم چايو څخه استفاده وکړئ. د نعناع چای تنده ختموي او د بدن د تعادل په ساتلو کې مرسته کوي او د جل وهل کیدو مخه نیسي.

د نعناع د پاڼې چای نه یوازې خوندور، بلکې ډیرې ګټې هم لري. د بیلګې په توګه دا چای د دوبي په ګرمو ورځو کې د انسان بدل له داخل څخه سړوي یا یخ یې ساتي. آلماني داکتران سپارښتنه کوي چې په ګرمو ورځو کې د نعناع یو یا دوه پیالې چای وڅښئ.

په داسې ورځو کې د بدن د تعادل ساتلو له پاره انسان په کافي اندازه مايعاتو ته اړتیا لري. د آلمان په پلازمېنه برلين کې د هلیوس کلینیک د تخصصي څانکې پروفیسور فرانک کولیکس، سپارښتنه کوي چې په دې ورځو کې اوبه، د نعناع چای او د میوې رقیق اوبه یا جوس وڅښې او له ډيرو سړو یا یخو مشروباتو له څښلو څخه ډډه وکړئ.

پروفیسور کولیکس هغو کسانو ته چې د ګرمۍ په موسم کې ښه خوب نه لري، سپارښتنه کوي چې له هغو خواړو له خوړلو څخه ډډه وکړي چې په سختۍ سره هضمیږي او د ماښام په ډوډۍ کې دې له سلاد، سبزیجاتو او ماستو څخه استفاده وکړي او تر بیدیدو مخکې دې په معتدلو اوبو ولامبي.

د پاخه عمر او ډیر وزن لرونکي کسان باید کوښښ وکړئ چې په مستقیم ډول د لمر له وړانګو ځان وساتي. د نعناع چای د پاره کافي ده چې د نعناع پاڼې تر واړه کولو وروسته له ۵ څخه تر ۱۰ دقیقو پورې په جوشو اوبو کې دم ورکړای شي.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب