په2010 كې د اسلامي نړۍ 10 ستر وفات شوي علماء

هغه علماء چې په2010 م  كال كې وفات شوي دي د شميرې له مخې كيداى شي له زرو څخه هم واوړي مګر ددوى په منځ كې هغه مهم10 تنه يې مونږ په دې ليكنه كې انتخاب كړي دي، يقينا ددغو ټولو علماوو مړينه د  اسلامي امت لپاره يوه ستره ضايعه وه الله تعالى دې ددوى ځاى تش نه پريږدي او پر ځاى دې  تر دوى ستر علماء اسلامي امت ته په برخه كړي تر څو د هدايت لار پيدا كړي او د زوال له لوري د عروج خواته روان شي.
غواړم چې د دغو علماو سوانح په لنډ ډول د لوستونكو مخې ته كيږدم.

1_ محمد سيد طنطاوي:

شيخ محمد طنطاوي، چې د خپل ژوند په وروستيو كې يې د ازهر پوهنتون د رئيس په صفت خپله دنده سرته رسوله، پخوا هم ډيرې مهمې دندې ترسره كړې دي.
طنطاوي د حديث او تفسير په رشته كې خپله دكتورا په ممتازه درجه په  1966م كال لاس ته راوړې ده  د دكتورا له رسالې ليكلو وروسته د اصول الدين په پوهنځي كې د استاد په توګه دنده سرته رسوله او وروسته د څلورو كلونو لپاره د ليبيا هيواد ته د علم د خدمت لپاره په  سفر ولاړ.
طنطاوي د مدينې منورې په اسلامي پوهنتون كې د لوړو زده كړو د رياست دنده سرته رسولې او په 1986 م كال د مصر د ستر مفتي په څوكۍ كيناست او وروسته بيا په 1996 كال  د ازهر شريف رئيس وټاكل شو.
د 2010/10/03 كله يې چې د ملك فيصل د جوايزو د تقسيم په مراسمو كې ګډون درلود، په ناڅاپي ډول برې د زړه حمله راغله او لدې فاني نړۍ نه يې سترګې پټې كړې.

2_ مولانا مرغوب الرحمن:

د ديوبند سترې ديني مدرسې مشر حضرت مولانا مرغوب الرحمن  د چارشنبې په ورځ د1432 ه ق كال د محرم الحرام مياشت په دوهمه نيټه د 96 كلونو په عمر له فاني نړۍ نه سترګې پټې كړې او خپل روح يې د ارواحو څښتن ته وسپاره.
مولانا مرغوب الرحمن د هند لويې وچې له سترو علماوو څخه وو چې د علم او تدريس په ډګر كې يې نه هيريدونكي كوښښونه كړي دي، نوموړى درې لسيزې د دارالعلوم مشر وو خو د عمر د ډيروالي او بدن د كمزورۍ له امله د ژوند په وروستيو كلونو كې په خپل كلي (( بجنور )) كې ميشت شو.
مولانا مرغوب الرحمن په1353 ه ق كال له ديوبند دارالعلوم نه د فراغت سند ترلاسه كړ، په1382 ه ق  كې د نوموړي دارالعلوم د مشورتي جرګې غړى شو، وروسته په1981 م كال هغه مهال چې د ديوبند دارالعلوم د100 كليزې په مناسبت غونډه جوړه شوې وه نوموړى دارالعلوم د مرستيال او بيا په1982 م كال د رئيس په توګه وټاكل شو، چې تقريبا30 كاله په دغه دنده پاتې شو، د مرحوم مولانا مرغوب الرحمن د رياست دوره د دارالعلوم په تاريخ كې يوه ځلانده او ښه دوره وه، نوموړي د دغې علمي  مدرسې د پرمختګ او تقويې لپاره ډيرې هڅې وكړې ، په نصاب كې يې ګټور اصلاحات راوستل،  نوي علمي مركزونه يې پرانستل او نوې ودانۍ يې پكې جوړې كړې.

3_ احمد العسال:

پيژندل شوى داعي او سترمصرى عالم د اخوان المسلمين يو له هغه فعالو شخصيتونو څخه وو چې په 1928 كال د مۍ مياشت په 16 نيټه د مصرد الفرستق په كلي كې زيږيدلى وو،  په ماشومتوب كې يې بشپړ قراّن حفظ كړى وو.
د طنطا په مدرسه كې يې له دكتور يوسف قرضاوي سره پيژندګلوي شوې وه تر دې چې په 2010/07/10 كال وفات شو او د جنازې لمونځ يې علامه يوسف قرضاوي ادا كړ.
دكتور احمد العسال د شرعياتو له پوهنځي څخه په  1958 م كال كې فارغ  او د پخواني شيخ الازهر په دفتر كې په دنده وګمارل شو او په  1968 كال يې په لندن كې د كامبرج له پوهنتون څخه په اسلامي فلسفه كې دكتورا لاس ته راوړه.
استاد عسال د دكتورا له فراغت څخه وروسته لاندينۍ دندې سرته رسولې دي:
د1970 څخه تر1984 م كال پورې په سعودي عربستان كي د امام محمد بن سعود  پوهنتون د اسلامي ثقافت رئيس وو او  د همدې پوهنتون د دعوت اواعلام د پوهنځي رياست يې هم په غاړه درلود.
وروسته لدې د اسلام اباد د نړيوال اسلامي پوهنتون  استاد او بيا مرستيال شو، بيا د پوهنتون رئيس او وروسته د همدې پوهنتون مشاور وټاكل شو.

4_عبدالمنعم احمد تعيلب:

مصرى فقيه او د قراّن كريم د معاني په ترجمه كې خورا مشهور عالم وو، نورو ژبو ته يې د قراّن كريم په ژباړې باندې ډير زيات كار كړى دى، په همدې لړ كې يې د قراّن كريم د تفسير دائره المعارف هم جوړ كړى دى چې نوم يې (فتح الرحمن في تفسير القراّن) دى.
لسګونه كتابونه او مختلف بحثونه يې ترتيب كړي دي چې همدا بحثونه يې د يوه ځانګړي كتاب په شكل هم چاپ كړي دي، د قراّن كريم يو تفسير يې ليكلى چې نوم يې (قبس من اّيات الجلال و البرهان) دى، چې دا تفسير يې په څلورو غربي  او درې شرقي ژبو باندې ژباړل شوى دى.
په دعوتي برخه كې يې هم يو كتاب ليكلى چې ( اقدس المطالب القراّنيه) چې د اخوان المسلمين په دعوتي حلقو كې ترې نه ډيره استفاده كيږي.
ددې تر څنګ شيخ احمد تعيلب د راديو له لارې هم ډير درسونه وركړي دي چې د درسونو په سلسله كې يې د سعودي عربستان په راديو كې د نور الايمان په برخه كې ځلانده ونډه درلوده.
شيخ عبدالمنعم د مۍ په ديرشمه نيټه د 83 كالو په عمر لدې فاني نړۍ څخه رحلت وكړ.

your ads

5_عبد الصبور شاهين:

شيخ عبد الصبور شاهين د مصر د قاهرې ښار د عمرو بن العاص(رض) د جامع مسجد خطيب وو د ده شخصيت لدې څخه ښه بريښي چې د خلكو په زړونو كې يي ځانګړى ځاى درلود او شيخ به هر كله دا ويل چې د عالم ځاى د ده د كور د ديوالونو تر منځ ندى چې هلته په ارام سره شپې او ورځې سبا كړي.
ښاغلى شاهين زيات تاليفات لري چې  مشهور يې دا دي ( ابي اّدم)، (مفصل لايات القراّن) په لسو جلدونو كې دى او تر ټولو مشهور يي چې پدې وروستيو كې ليكلى وو هغه د (نسآء وراء الاحداث) چې دا هم په لسو جلدونو كې وو، ددې تر څنګ استاد د قاهرې په پوهنتون كې د استاد پاكه او ستره دنده سرته رسولې ده وروسته بيا د فهد په پوهنتون كې استاد شو.
استاد عبد الصبور شاهين د 82 كالو په عمر د 2010 كال د سبتمبر په 26 نيټه وفات شو.

6_ مصطفي التريكي:

د اسلامي نړۍ  يو نامتو عالم  وو چې په  1929 كال په ليبيا كې زيږيدلى وو، لومړني درسونه يې د ( مصراته الليبيه) ښار په ښوونځيو كې سرته رسولي وو، وروسته د لوړو زده كړو لپاره د الازهر پوهنتون ته لاړ او هلته په 1951 كال  د شرعياتو په پوهنځي كې شامل شو او د قضا په څانګه كي يي تخصص واخيست، شيخ محمود شلتوت چې د ازهر شيخ وو او دكتور مصطفى الحفناوي دده له مشهورو استادانو څخه وو.وروسته بيا استاد التريكي د 1962 څخه تر 1972 كال پورې د محمد بن علي السنوسي په پوهنتون كې د اصول الدين د پوهنځي رئيس شو.
استاد التريكي  په حرمينو شريفينو كي ځينې  حلقې هم پرانستلې، نوموړى  بالاخره په  2010/10/15 نيټه د ورپيښې شوې ناروغۍ له كبله جرمني هيواد ته ستون شو چې د رمضان په مباركه مياشت كې هماغلته وفات شو.

7_ محمد عبده يماني:

د سعودي د اطلاعاتو او كلتور وزير وو، د اسلامي ويښتابه په اړه يې زياتې ليكنې كړې دي خو د (علموا وزير اولادكم محبۍ رسول الله ) كتاب نوموړي ته ډير شهرت ور كړ.
استاد محمد عبده يماني 35 كتابونه ليكلي چې ډېرى يې د اسلامي ويښتابه په اړه دي چې  ځينې يې په انګليسي ژبه هم ليكلي دي ،  دغه ليكنې يې اكثره په ټولنيزو ديني څانګو كې دي. استاد يماني د 2010 م كال د نومبر په دوهمه نيټه د 72 كلونو په عمر وفات شو.

8_عبد الرحمن الجيلالي:

په 1908 كال د عبدالقادر جيلالي په كور كې زيږيدلى دى، نوموړى نه يوازې يو ديني عالم  بلكې يو ستر تاريخ پوه هم  وو او د الجزائر له سترو مفتيانو څخه شميرل كيده.
استاد د خپل عمر زياته برخه د علم په خدمت كي تيره كړې وه او د فرانسوي استعمار په ضد يې له خپلو ملګرو سره فعاليت كاوه او په 1987 م كال يې د الجزائر ملي مډال هم د هغه وخت له رئيس جمهور څخه تر لاسه كړ.
شيخ عبدالرحمن الجيلالي د 103 كالو په عمر د الجزائر په پلازمينه كې لدې فاني نړۍ څخه رحلت وكړ.

9_عبدالعزيز احمد اسماعيل:

استاد عبد العزيز په  1942 م كال د مصر د قنا په سيمه كې پيدا شوى وو،  له مشهورو مفسرينو څخه وو چې د تفسير الميسر نوم د ده د پيژندګلوي لپاره كفايت كوي چې  په ډيره اسانه ساده او روانه عربي ژبه يې په ديرشو كلونو كې ليكلى دى، چې د ملك فهد مطبعې لخوا چاپ شوى.
استاد اسماعيل  د امام سعود په پوهنتون كې د قرائتونو څانګه پرانستله، كله چې د دغه پوهنتون د تدريسي كدر غړى شو، هغه د ازهر پوهنتون نه د قراّن كريم  د اعراب په برخه كې د ماسترۍ او دوكتورا سندونه اخيستي وو.
د استاد د كتابونو شمير له سلو څخه اوړي.
نوموړى  د 68 كالو په عمر  لدې فاني نړۍ څخه رخصت شو.

10_نوح القضاه:

نوح القضاة د اردن له مشهورو علماو څخه و، د نوح سلمان القضاه زوى وو، چې د اردن د ملكي او شاهي حكومت پخوانى مفتي پاتې شوى وو او د اردن  له سترو شخصيتونو څخه شميرل كيده.
نوح القضاۍ د اردن د ملكي او شاهي پوځ مفتي پاتې شوى وو چې تر څنګ يې د فوځيانو لپاره په هره پوځي قرارګاه كې يو امام هم وټاكه ترڅو هغوى ته ديني زده كړې وركړي.
په 1996 ايران ته د خپل هيواد د سفير په توګه واستول شو چې تر  2001ز كال پورې هلته وو، بيا په  2007 كال   د خپل د پلار په څوكۍ كيناست او د اردن هيواد عام مفتي  وټاكل شو.
نوموړى د 2010 ز كال د دسمبر په 19مه نيټه وفات شو.
الله دې ټول وبښې


ملي اصلاح اونيزه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب