پوره بدله یوازې الله تعالی ورکولای شې! | مه خفه کېږه! ۱۷

الله تعالی چې کوم شی در څخه واخلی، تر هغه غوره بدله به یې در کړی، خو په دې شرط چې صبر پرې وکړې او د ثواب تمه ولرې.
په یوه حدیث کې راځی:

”  لــه چـــا نــه چـــې ســـتــــرګـــې واخـــلــــم، او هــغـــه پـــرې صــبـــر وکـــړی، نــو پـــه بـــدل کـــې بــــه یـــې جـــنـــت ورکــــړم، پــه دنـــیـــا کـــې چــې د چـــا مـــلـــګـــری ورڅـــخـــه واخـــلـــم، او هـــغـــه پــرې صـــبـــر وکـــړی او د ثـــواب تـــمـــه یـــې ولـــری، نـــو پـــه بـــدل کـــې بـــه یـــې جـــنـــت ورکـــړم.  ”

که یو څوک د خپل زوی په مړینه صبر وکړی، نو د هغه لپاره په جنت کې د بیت الحمد په نوم یو کور ور کول کېږی، دا یې یوازې یو مثال دی، او پر همدې نور قیاس کړه …

د مصیبتونو په راتلو افسوس مه کوه، ځکه کوم ذات چې مصیبتونه رالیږلای شی، نو له هغه سره یې غوره بدله یانې اجر، ثواب او جنت هم شته دی.

کومو کسانو چې په دنیا کې صبر کړی، په جنت کې یې په لاندې ډول ستاینه شوې:

(  سَلاَمٌ عَلَیْکُم بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی اٌلدَّارِ  )

” او هــغــو تــه بــه ووایــې چــې:  پــرتــاســې ســلامــتــیــا ده، څــنــګــه چــې تــاســې پــه دنــیــا کــې لــه صــبــر څــخــه کــار واخــیــســت، د هــغــه پــه بــرکــت نــن تــاســې ددې وړ ګــرځــېــدلــی یــئ، نــو څــه ښــه دی دغــه د اخــرت کــور  ! ”

موږ ته پکار ده چې پر مصیبت صبر وکړو، د اجر تمه یې ولرو، او غوره پایله ته یې سترګې په لاره واوسو.

(  أوُلـــــَئِکَ عَلَیْهِمْ صَلَوَاتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَ أُولَـــــئِکَ هُمُ اٌلْمُهْتَدُونَ  )

”  پــر هــغــو بــه د هــغــو د رب زیــاتــې پــېــرزویــنـــې او رحــمــت وی ، او هــمــدغــه خــلــک پــر ســمــه لاره روان دی.  ”

د اندېښمنو او غم ځپلو لپاره زېری دی، د دغې نړۍ ژوند لنډ او تنګ دی.

خزانې یې بې ارزښته دی ؛ خو د اخرت لورېینې غوره او تلپاتې دی، څوک چې دلته مصیبتونه وزغمی، په اخرت کې به یې سوکالی ومومی، ښايې کومو کسانو چې په دغې نړۍ پورې زړه تړلی، او په درنه سترګه یې ورته کتلی، نو د دنیا له خوندو او خوښیو څخه بې برخې کېدل هغوی ته د زغملو وړ نه دی، ځکه چې هغوی یوازې په نړۍ کې د عیش او عشرت ژوند تېرول غواړی، چې له امله یې د نړۍ ستونزې او مصیبتونه ورته له حده زیات درانه ښکاری، په داسې حالاتو کې دوی سخت وارخطا وی، دوی یوازې تر خپلو پښو لاندې ګوری، چې هلته ورته همدغه تلپاتې نړۍ تر سترګو کېږی او بس.

ای مــصــیــبـــت وهــلــو او غــم ځــپــلــو!

تاسې چې هر څه له لاسه ورکړی وی، بیا هم په ګټه کې یئ، ځکه چې له تاسې سره د الله تعالی هغه پیغام دی، چې هر لفظ یې د مینې، کرم او غوره انتخاب څرګندوونکی دی، له دی امله مصیبت ځپلی باید غوره نتیجه په پام کې ونیسی.

(  فَضُرِبَ بَیْنَهُم بِسُورٍ لَّهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِیهِ اٌلرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِن قِبَلِهِ اٌلْعَذَابُ  )
” د هــغــو تــر مــنــځــه بــه یــو دیــوال ووهــل شــی ، چــې پــه هــغــه کــې بــه یــوه دروازه وی ، پــه هــغــې دروازه کــې دنــنــه بــه رحــمـــت وی او د بــانــدې عــذاب.  ”

(  وَمَا عِندَ اللهِ خَیْرٌ وَأَبْقَی  )

”  او څــه چــې لــه الله تــعــالـــی ســره دی ، هــغــه ډیــر غــوره او تــل پــاتــې کــېدونــکـــی دی. ”

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی

ژباړه:- رحمت الله مـومـن  (مارزک)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب