پوهېږئ چې مطالعه مو روح خوښ ساتي؟!

پر يوه څه خبرېدلو يا کتاب په دقت سره وېلو ته لوستنه (مطالعه)وايي، چې مانا يې د تحصیل او درس ویل دي. خوښي هغه څه ده، چې انسان ورته تل اړتیا لري، په ژوند کې د ټولو انسانانو خوښي ګډه موخه ده، چې ټول یې د لاس ته راوړلو هڅه او کوښښ کوي.

ددې لپاره چې خوښي ترلاسه کړو او تل خوښ واوسو نو باید تل لوستنه (مطالعه) وکړو، چې لوستنه د انسان معلومات زياتوي او د هغه خبرو کولو مهارت پياوړی کوي.

لوستنه د هر فرد لپاره ډېره مهمه ده، چې انسان له نړۍ او ديني اصولو څخه خبروي، انسان ژبه ګړندۍ کوي، د ښو او بدو ترمنځ توپیر کولی شي، نوښتونه رامنځته کوي، فصاحت او بلاغت ورپه برخه کوي، په هرڅه کې ځېرکه وي، استدلال ، پوهې ، سپړنې ، درک قوه مو غښتلی کوي، شخصي او ټولنيزو اړيکو ته قوت وربښي، د ټولنې فرهنګ لوړه وي، د ژوند کولو هنر را زده کوي، ښه ژبور ويناوال درڅخه جوړوي،د روحي فشارونو په مقابل کې ښه رول لوبوي،ښه احساس،فکري تمرکز زیاتوي او شخصيت ته وده ورکوي، چې په ټوله کې هرڅه وغواړئ نو په کتاب کې یې تر لاسه کولی شئ.

همدا لوستنه ده چې انسان له تورو تیارو او د جهل له تورتمونو نه یې د رڼا لورې (طرف) ته راکش کوي. خو برعکس که لوستنه( مطالعه) ونه لرو، نو له پورته یادو شویو ښېګڼو به بې برخې وو، چې په پایله کې به له ګڼ شمېر ستونزو او خنډونو سره به مخ وو، او د ژوند شپې ورځې به په تورو تیارو کې تېر وو لکه ړانده.

لوستته نورې زیاتې ګټې لري، چې انسان ورته په خپل ژوند کې اړتیا لري، لکه پوهان چې وايي:

your ads

ترټولو ښه ملګرى کتاب دى.

– يوه ټولنه هغه وخت نيکمرغه کيږي ، چې ورځنۍ چارې يې د کتاب مطالعه وي .

(سقراط)

د انسان اندونه او انګيرنې په داسې ډول دي، چې شوني ده د يوه کتاب په لوستلو سره د انسان اندونه نوې لارې وټاکي. همدارنګه کيدای شي يو کتاب د ميليونونو انسانانو برخليک ته لارښونه وکړي. (کارډيل)

-د کتاب پاڼې د وزرونو په څير دي، چې زموږ روح له نور او روښانايۍ سره يو ځای الوځوي.

دا هم ولولئ  دخپلواکۍ د علمبردار شهید[ امیر المؤمینین منصورصاحب]په یادکې…

(ولتر)

– نيکمرغه هغه څوک دي ، چې يو له دغو دوو شيانو څخه ولري ، يا ښه کتاب او يا داسې ملګری چې د کتاب مينه وال وي .

(ويکټور هوګو)

دا خبره به ډېرو خلکو ته ممکن عادي ښکاري، چې له مطالعې سره څنګه انسان خوشاله کېدلای شي؟ خو تجربو ښودلې ده، چې ډيری وخت د انسان لوری، د خلکو مور، پلار او مشرانو په نصيحتونو نه بدليږي، لیکن د يوه ښه او مثبت پيغام لرونکي کتاب په لوستلو بدلېدلی شي او تاسو ته دخوښۍ زیری درکولی شي. نو بنآ ویلی شو چې مطالعه کول انسان ته بلهاووې خوښۍ ور په برخه کوي.

راځئ! چې د خپلو وړتیاوو د پیدا کولو، زیاتولو او د لا زیاتولو په پار په ورځ کې اقلا یو یا نیم ساعت مطالعه په دوامداره توګه وکړو.

په مطالعه کې دا خبره ډېره ضرور ده، چې باید مطالعه هر وخت په مسلسل ډول وشي حتا که د کم وخت لپاره هم وي.

لیکوال : شيروان وادن

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب