پراسيټامول صحت ته زيان رسونکي درمل دي!؟

طبي څېړنې وايي، چې ډېر او په بې پروا توګه کارېدونکي «پراسيټامول» درمل انساني صحت لپاره ډېر زيان لري.

تر اوسه هم زموږ ټولنه کې خلک دا فکر کوي، چې پيراسيټامول يو ژغورونکي او له هر ډول ګواښه پاک درمل دي؛ مګر د اسټراليا «سډني» پوهنتون په ۱۶۵۰ ناروغانو شوې د يوې نوې څېړنې په ترڅ کې ويلي، چې پيراسيټامول محفوظ درمل نه دي او د معدې، زړه، ګردو، ځيګر او يو شمېر نورو روغتيايي ستونزو لامل ګرځي.

طبي څېړنه زياتوي، چې د پيراسيټامول په منفې اغېزو کې يو دا هم دی، چې کوچنيانو کې د ساه بندۍ او دماغي مرضونو لامل ګرځي.

ساينس پوهان وايي، دا خيال بايد له پامه وويستل شي، چې پيراسيټامول له هر ډول منفي اغېزو پاک درمل دي او تر خپله وسه بايد کم وکارول شي.

طبي کارپوهان وايي، چې د پيراسيټامول په ګډون هر ډول درمل بايد د ډاکټر په مشوره وخوړل شي او حمل لرونکې ښځې بايد د ورته درملو په خوړولو کې له بشپړ احتياطه کار واخلي.

your ads

ډاکټران وايي، چې د پيراسيټامول ډېر خوراک د زړه او ځيګر د له منځه وړلو لامل کيږي او د اړتيا پر مهال بايد د ډاکټر په مشوره لږ تر لږه وکارول شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب