پښتنه ټولنه او دښځو حقونه

 زمونږ په پښتنې ټولنې کښې ښځو ته د اسلام د مبارک دین له خوا ورکړل شوي حقوق حتی نیم هم نه دي ورکړل شوي.اؤپه په ځینو ځایونو کښې خو دښځو حقونه بیخي نه ورکول کیږي . ګڼ لاملونه دي چې پښتانه د ښځو د حقوقو په ورکړه کښې تر دې دمه پاتې راغلي دي.
دښځو په بنیادي حقونو کښې یو حق دعلم هم دي.

هغه قومونه چې ښځو یې علمي او هنري پوهه تر لاسه کړې اؤ د خپلې پوهې په رڼاکښې یی د قوم دبچیانو د زده کړې ،ښودنې اؤ روزنې په کار کښې برخه اخستې ده ، دنړۍ پرمختللي ،سیال اؤ باسواده قومونه پیژندلې شوي دي .
دبچي دپاره دمور غیږه لومړی ښونځی دی اؤ دا یو داسې ښونځی دی ،چې ددې ښونځي زده کړه دبچي په زړه باندی داسې چاپ پریږدي چې ټول عمر پاتې وي او نه هیریږي .
په اسلام کښې چې څومره دسړي تعلیم ته اهمیت ورکړی شوی دی هغه هومره ښځو ته هم ورکړی شوی دی .کوم حکم چې دسړی لپاره دی نو هم هغه حکم دښځې دپاره هم دی.اؤ بیا ښځې روزنه خو دټول قوم روزنه ګڼړلې شي . ولې چې یوه تعلیمیافته دعلم اؤ هنر په کالي سنبال ښځه د خپل اولاد روزنه اؤ تربیه ډیرپه ښکلې توګه کولی شي .په ځای دبې علمه اؤ نالوستې ښځې.

مونږ که هرکله دا فکر کوو چې زمونږ ټولنه دی ترقی وکړي او په قامي توګه دنورو قامونو سره سیال شو.نو دښخو دفعال رول پرته دا کار ناشونی ښکاري.
ښځه دمور ،خور ،لور اؤ میرمن په توګه هر حالت کښې دعزت اؤ قدر وړ ده.خو بیا هم زمونږ په ټولنه کښې دغریبۍ ،غلطو دودونو اؤ روانو جنګونو دلاسه دتعلیمی میدان نه لری والي له امله د ظلم جبر،جنسی امتیاز اؤ تشدد ښکار شوی ده.
دنړۍ دپرمختللی هیوادونو په پرمختګ کښې ښځود تعلیمی معیار لوړتیا لویه ونډه لری.دیوې ښځی په تعلیم سره کورني مصرفونو اؤ دندو ته باقاعده دترتیب اؤ منصوبه بندۍ لاندې ادامه ورکولو سره مالی حالت ښه کیدی شی .دا یوه منلی شوې خبره ده، چې دیوی ښخې په تعلیم سره راتلونکي څو نسلونه ښه کیږي.
د ښځو تعلیم دټولنیز پرمختګ نه علاوه د اولاد دښه پالني اؤروزنی سره د مور اؤ ماشوم د صحت خیال هم په ښه توګه ساتلی شې

ددې لپاره مونږ له پکار دي چې د ښځو د حقونو او مقام په باب معلومات ولرو.دغلطو دودونو دمنځه وړلو هسې پیل کړو ، د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ او انساني حقوقو لپاره قانوني ملاتړ رامنځ ته کولو لپاره کوټلی ګامونه پورته کړو . د تعلیم دپاره ورته لاربرابره کړو اؤ د ښځینه ښوونځیو او ښوونکو تعداد زیاتولو دپاره کار وکړو . بیا په تیره تیره د ښوونځیو ساتنه ډیر اهم کار دی .ددی دپاره کوټلي حفاظتي اقدامات تر سره کول ضروري دي چې تعلیمي اسانتیاوی شتون ولري اؤ ښوونځیوته جونې راشي داخلې واخلي،اوددیني علم سره دنوي دور عصري علومو باندي برلاسې شي.

بله دا چې د ښځو د تعلیمي او ټولنیزو ستونځو او د دوی د هر اړخیز پرمختګ په لارکښې خنډشوي ناوړه رواجونه پيژندل پکار دي ،اؤ هغه منفي رواجونو دمنځه وړلو دپاره لاری لټول پکار دي.
زمونږد پوهانو اؤ هم پرمختګ غوښتونکي عالمانو زمه واري جوړیږی چې دښځو دحقونو ،علم اؤ پوهي حاصلولو دپاره دخپلې پوهې اؤ علم په رڼا کښې دولس په ذهنونو کښې جوړ شوی اختلافي تناونه ختم کړې.
هغه ناوړه دودونه اؤ دښځینه تعلیم لارنيونکي لاملونو دمنځه وړلو هسی پيل کړي .داسلامي اؤ پښتني روایاتو په چوکاټ کښې دننه دښځو دتعلیم لپاره زمیني برابري کړي .

مونږ له دټولنې اصلاح اؤ خپلوناوړه دودونوته کتنه پکار ده.چې هر هغه بد اړخونه یی پرښودی شې اؤ کټوراړخونه یی خپل کړی شې.زموږ ډیرې پښتنې خویندې د دغه بې ځایه دودونو ښکار دي، مونږ له پکارده چې د دغه ناوړه دودونو نه دژغورلو اؤ دعلم ،پوهی اؤ پرمختګ لاری چاری ولټوو .که هر څو دا کار ډیر ګران هم دی ، کلک عزم اؤ لوړی حوصلې ته اړتیا لری خو بیا هم قدم پورته کول غواړي .دخپلو پښتنو خویندو، میندو فکر خوړلي پښتانه ورڼه باید لومړي دخپلو کورنو نه پیل وکړي
ښځینه اؤ نارینه تعلیم عام کول لومړی ګام دی .دخپلو بچو علمي روزنه بغیر دامتیازه وکړو .بیا په دغه کار کښې به دخپلو خپلوانو اؤ نورو خلکو تورونه اؤ پیغورونه هم راځي باید هغه وزغمو اؤ خپلو راتلونکو نسلونو ته دروښانه سباوون لپاره ګټوره لړۍ پیل کړو

دحکومتې چارواکو نه غوښتنه وکړو آؤ لرې پرتو کلي والو سیمو کښې دښځو دپاره دتعلیمی اسانی برابرې کړو .هر کله چې ښځينه ټولنه باسواده شي نو دوی به دخپلو اولادونو تربیت اؤ روزنه ډیره په ښه توګه وکړی شي .اؤ دغسی به یوه به پرمختللی اؤ پیاوړی پښتنه ټولنه رامنځ ته شی.

پیرعلی شاه اولسیار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب