پښتو لنډۍ- پيل په ب ۳۷

بابا مې نه در کوي ياره
ورشه بابا باندې مې وکړه تعويزونه

باد دپلو له مخې يوسه
د ډيرعمرونو ارمانجن  ديدن کومه

بابا ځه کوډۍ راته وکړه
دملک لور ده  ماته زړه نه راکوينه

بابا دسمال يې راته راوړه
په زړه سوری لکه بادام  ور پسی مرمه

باغ ته دی تګ مناسب نه دی
ګلان شرميږي مخ په پاڼو پټوينه

بخت د دهيڅ چا کوټه نه شي
بخت چې کوټه شي باچاهان  ټکری خورينه

بنکړي دلرې کړه د لاسه
په نيمو شپو کې خوبولې ويښوينه

بلبل د زړه په رنځ اخته شو
غوټۍ د خيال سودا کوي د زړه د ننه

بی اوره وسومه ستي شوم
ملالو سترګو په ما اور ولګاونه

بيوفايي مې عادت نه دې
پښتنۍ پيغلۍ هميشه په وفا مرينه

بی د ديدنه عمر ګران دی
زه بی ديدنه عمر څنګه تيره ومه

بيرغ مې شين په قبر هسک کړه
په شهادت د خپل وطن جنت ته ځمه

بيا به دکلي مينځ ته نه ځم
جلې د کلي مينځ کې ده ما زوروينه

بيګا رانغلې بد نصيبه
زه کری شپه درته په بام ولاړه ومه

بيګا په خوب کې ژړا راغله
د مينې يار مې در په در غواړي خيرونه

بيګا مې مړ په خوب ليدلی
سبا مې سری شنډۍ پترې نيولي وونه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب