پښتو لنډۍ ۱۳- پیل په ب

بوړی ډک پۀ اوږو کېږده ~ دښمنان ډېردي چې ډاډه درپسې ځمه
بوی بۀ دې نۀ کړم ښکلي ګله ~ چې دکارګان پۀ خواکې ځاله اچوينه
بوی دزلفانودې لګېږي ~ خلک ګمان پرې دخوتن دمشکوکړينه
بهاريې ياره ټول خزان دی ~ پۀ بېلتانۀ کې هرګل خاردسترګووينه
بهاربۀ تل پۀ ګلونۀ وي ~ دېدن دياردمخ کوئ خاورې بۀ شينه
بهاربۀ راشي موږ بۀ نه يو ~ ټول بۀ پراته دخاورو لاندې بشرونه
بهترژوندون له دېنه نشته ~ چې پۀ نصيب مې شي ديار سپين مړوندونه
بيابۀ ارمان راپسې وکړې ~ څوورځې يمه زړۀ مې ښۀ ساته مينه
بيابۀ پۀ چااعتبار نۀ کړم ~ زمادغېږې جانان ټګ وخوت مينه
بيابۀ پۀ منځ دکلي نۀ ځم ~ دمېمونې دادا ګيلې راته کوينه
بيابۀ پۀ منځ دکلي نۀ ځم ~ نجلۍ دباز پۀ څېر غوټه کړي زړۀ مې وړينه
بيابۀ دې نوم پۀ خولۀ وانخلم ~ که ته سردارشې او بيرغ درپسې وړينه
بيابۀ دې نوم پۀ خولۀ وانخلم ~ که دې زما رويبارته ورکړل رخصتونه
بيا بۀ دې ورۀ کې هل ونۀ کړم ~ ته ماتوې دمظلومانو کچکولونه
بيابۀ زۀ تورکميس ونۀ کړم ~ زمادسپيني سينې رنګ يې واړاونه
بيا زړۀ قاضي شو وېش يې وکړ ~ دميني غم دې چې پۀ ګډه يې ګالونه
بې ادبي زمانه وشوه ~ پۀ بې امرۍ مې ديار مخ ته وکاتنه
بې اوره وسومه ستي شوم ~ ملالوسترګو پۀ مااورولګاونه
بې تا پۀ ماباندې ماتم دی ~ برخه مې غم دی خوژړادفراق کړمه
بې تامې ځای دلبره نۀ شته ~ چاته بۀ ورشمه چې وکړم فريادونه
بې تا وطن شورانه پاتې ~ کچکول پۀ غاړۀ پۀ ديدن پسې دې ځمه
بې تورو هېڅ شی مزه نۀ کا ~ سخ دهغودی چې وطن پۀ توروخورينه
بېرته مې مه شړه نيمګړی ~ زۀ دې پۀ طمعه دليدو راغلی يمه
بيرغ مې سورپۀ قبرهسک کړه ~ پۀ شهادت دخپل وطن جنت له ځمه
بېګاپۀ خپل کورکې ويدۀ وم ~ کوم لېوني لنډۍ ويشتې راويښه يې کړمه
بېګا دې نيمه خولګۍ راکړه ~ ژبه مې سوځي غاښ مې ټول ورژېدنه
بېګارانغلې بې نصيبه ~ چې کرۍ شپه ګوښې پۀ بام ولاړه ومه
بېګازماپۀ سينه پروت وې ~ تاته بۀ څنګه بې ما خوب درځي مينه
بېګا مې خوب ليدۀ جانانه ~ اشناپۀ سره ډولۍ کې کورته وړې يمه
بېګامې خوب ليدۀ ريښتيا شو ~ جانان پۀ ويښه پۀ ما واچول لاسونه
بېګامې خوب ليدۀ عالمه ~ داشنابرېت مې له نتکۍ تاوشوي دينه
بېګامې خوب ليدۀ عالمه ~ نيمه پۀ کټ نيمه ديار پۀ غېږ کې يمه
بېګا مې خوب کې يار ليدلی ~ لکه غوټۍ يې پۀ لیدو وغوړېدمه
بېګامې ته پۀ خوب ليدلې ~ چې دې پراتۀ دي پۀ زلفانو تورګردونه
بېګامې ستا لارې څارلې ~ چې ته رانغلې زۀ دغمه ويده شومه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب