پښتو لنډۍ ۲۰- پیل په پ

پرزړۀ مې ډنډدوينوجوړشو ~ پۀ لړمانۀ کې مې دوينوولې ځينه
پرزړۀ مې ډېردي ارمانونه ~ پوره بۀ نۀ شي زۀ بۀ تورې خاورې شمه
پرزړۀ مې ستادجفا غږ دی ~ پۀ تورلحدکې بۀ ښېرا درته کومه
پرزړۀ مې سرې منګولې کېږده ~ کۀ دسرسام پۀ تبه پروت يم روغ بۀ شمه
پرزړۀ مې شنه پيشو لګياده ~ وينه يې وڅکه اوس هډوکي شپېلوينه
پرزړۀ مې شنې لوخړې راغلې ~ لکه پۀ شين اسمان چې ورېځ راغلې وينه
پرزړۀ مې خښ دغم خنجر دی ~ چې مې رايادشي دليلا شينکي خالونه
پرزړۀ مې غبرګې ګوتې کېږده ~ چې غم پرما او که تا ډېردی مينه
پرزړۀ مې غم غم انبارانباردی ~ عمرمې خواردی چې لۀ ياره جدايمه
پرزړۀ مې ليک داشنانوم دی ~ داوبوغوړپ کولی نۀ شم وران بۀ شينه
پرزړۀ مې غم سترګې مې ژاړي ~ باڼۀ ولاړ دي اوښکې غواړي رخصتونه
پرزړۀ مې مه وهه لاسونه ~ زړۀ مې زخمي دي خونړی بۀ شې مينه
پرزړۀ ويشتلی بۀ جوړنۀ شي ~ کۀ دشکروورته جوړکړم ملهمونه
پرزکندن مې حاضر نۀ شوې ~ ترجنازې لاندې مې مۀ ځه مختورنه
پرزکندن بۀ مې ارمان شې ~ که درانکړۀ دسرکوشونډوسرونه
پرزکندن دې ارمان مۀ شه ~ ترتابۀ ځارکړم دسرکوشونډوسرونه
پرزکندن مې راحاضر شه ~ بياترقيامته پورې نشته ديدنونه
پرزکندن مې راپخلاشه ~ چې ارمانجن مې ګورته کوز نۀ کړي مينه
پرزکندن مې راحاضرشه ~ وروستی ديدن دی زۀ يې تاسره کومه
پرزکندن مې راحاضر شه ~ پرخماروسترګومې ونيسه لاسونه
پرزکندن مې راحاضر شه ~ چې دې مخ تصوير لحدوته يوسمه
پر زلفو وروږمنځ راکاږه ~ هلته زما دزړګي کوردی وران بۀ شينه
پرسپېروبد مه وايه مورې ~ سپېرې دې خاورې چې ګلونه شنۀ کوينه
پرسپين ميدان بۀ درسره يم ~ زۀ پښتنه لۀ تورو نۀ تښتم مينه
پرسپين هلک مينه شومه ~ مشريې کوم دی ننواتې بۀ ورځمه
پرسپينوتوروورګډېږه ~ ماپۀ همزولوپورې ډېرخندلي دينه
پرسربېرېږې راتلی نۀ شې ~ څوک چې ياري کړي سرپۀ لاس کې ګرځوينه
پرسردې شال مخ دې مشال دی ~ نوم دې خوشال دی پۀ ديدن پسې دې مرمه
پرسردې شال دی مخ دې مشال دی ~ داڅووم کال دی چې مين درباندې يمه
پرسردې کوم جلات ولاړدی ~ چې دې زمالۀ يارۍ واخسته لاسونه
پرسردې توره کاغۍ ګرځي ~ دجانان شپې ورځې نژدې دي رابۀ شينه
پرسرمې سپين پړونی پروت دی ~ دننه زړۀ مې پۀ سرتورې ويرکوينه
پرسرمې مه وهه لاليه ~ تورې کوڅۍ مې ددادا لۀ کوره دينه
پرسفرتلې درجګه نۀ شوم ~ مادې خدای شله کړي پۀ دواړه زنګنونه
پرسنګربياټکونه وشول ~ مېړۀ بۀ مري موزي بۀ بياکورته راځينه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب