پښتو لنډۍ ۲۷- پیل په پ

پۀ يارانه کې داسې کېږي ~ دچارنګ زېړشي دچامرګ پۀ توره شينه
پۀ ياري زوړسړی ځوانېږي ~ زۀ بۀ ياري دژڼوکړم چې ځوانه شمه
پۀ يارۍ روغ سړی رنځورشي ~ څۀ مې ضرور دی چې روغ ځان رنځورومه
پۀ يارۍ زوړسړی ځوانېږي ~ زۀ دلالي پۀ يارۍ ځوانه زړه شومه
پيره کامله رارسېږه ~ بېړۍ شوه غرقه پۀ تخته ولاړه يمه
پېزوان پۀ جګه پوزه خوندکړي ~ لکه پۀ لوړچنارچې واچوې ټالونه
پېزوان پۀ کرمه کې جوړېږي ~ دکندهارزرګره مات دې شه لاسونه
پېزوان دې مااخستی نۀ دی ~ پۀ کړکچه دې لوبې کړې هلته بۀ وينه
پېزوان زمادپوزې پرېووت ~ ته راپسې وې دابۀ تااخستی وينه
پېزوان کودی که اوبۀ راکړه ~ يودې ثواب دی بل ديارلۀ تندې مرينه
پېزوان مې خړو اوبوډوب کړ ~ پۀ سپينه خولۀ بۀ لامبوزن ورکوزومه
پېزوان مې شرنګ لۀ پوزې پرېووت ~ تۀ غلی غلی راپسې وې پټ دې کنه
پېزوان مې ښۀ جوړ که زرګره ~ يار مې ځلمی دی دپېزوان پۀ رڼاځينه
پېزوان مې پاس پۀ شونډو سپورکړ ~ لکه ښامارچې دخزانې دپاسه وينه
پېزوان مې روڼ جوړکه زرګره ~ يارمې هرکله دپېزوان پۀ رڼا ځينه
پېزوان مې ستاپۀ برېت کې بند شو ~ تردروازې پورې بندي درسره تلمه
پېزوانه خانده هوسېږه ~ سبااختردی پاس پۀ شونډوبۀ دې وړينه
پېزوانه تۀ ولې دلګيريې ~ که کلی لېږدي تابۀ پاس پۀ شونډووړمه
پېغلتوب نيمه پاچاهي ده ~ داناوېتوب ددېوال سيوری تېر بۀ شينه
پېغلولوګی تورسپېلني کړل ~ چې پۀ سپينه ورځ اشناغزاته ځينه
پېغلوپوړني سره اغوستي ~ لکه چې بيادشهيدقبرته ورځينه
پېغله چې نوې پېغلتوب کړي ~ لۀ سپينوواورونه يې سپين دي مړوندونه
پېغله خويې خوښه مې نۀ يې ~ دخماروسترګو دې بل کوي سيلونه
پيغمبري ګل بۀ ترې جوړ شي ~ کۀ دې پۀ لنډه زنه ووهل خالونه
پېغورخوډېرراکړئ عالمه ~ کۀ مې دښمن خپل پۀ ټګۍ وژلی وينه
پېکی دې بيا پۀ کوچو غوړ کړ ~ لکه ښيښه لمرته شغلې وهي مينه
پېکی دې يوې خواته شانه کړه ~ چې وروځومنځ کې دې شين خال راښکاره شينه
پېکی مې جګ کړه خال مې چپ کړه ~ دجنت ګل دی پرې تازه بۀ شې مينه
پېکی مې مه پرېکوه مورې ~ پۀ سرپرېکړوونونۀ کېني بازونه
پاس پۀ سنګر ټکونه وشول ~ مېړونه مري موزيان بۀ روغ کورته راځينه
پال ګرته لاړم پال مې وکوت ~ زماپۀ برخه يې راوښودل غمونه
پاولی دې يويوټک وهلی ~ دهرپاولي لاندې دې اوردی وېې سومه
پۀ اخرت بۀ حسابېږي ~ نجلۍ دظلم نه ګېډۍ تړلې دينه
پۀ پېښورکې وليان ډېردي ~ کږې جنډې پۀ مياعمرولاړې دينه
پۀ تشه خولۀ دې شوم غلطه ~ نامرده ياره پۀ ميدان دې پرېښودمه

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب