پښتو لنډۍ ۹- پیل په الف

اوښکې مې پرېږده چې بهېږي ~ دبېلتانۀ خنجرپۀ زړۀ وهلی يمه
اوښکې مې پرېږده چې بهېږي ~ ديارله دره بېنواراغلی يمه
اوښکې مې ځي ګرېوان مې لونددی ~ دغم محصل دی دغم برات راته راوړينه
اوښکې مې دسيندغوندې بهېږي ~ بيابۀ دسينددغاړې نۀ کوم سيلونه
اوښکې مې ښې دي چې بهېږي ~ باردغمونومې دزړۀ نه کموينه
اول بۀ پښې دجانان ښکل کړم ~ بيابۀ ژړاکې ورته ووايم حالونه
اول پۀ پښوکې ورته رغړم ~ بيابۀ يې دزړۀ له غمه وروورو خبرومه
اول بۀ ماته خلک ناست وؤ ~ اوس بۀ دفقرځولۍ بل ته غوړومه
اول خوته پۀ مامين شوې ~ اوس راته وايې زړۀ دې صبرکه مينه
اول دعاپسې سلام دی ~ مرادمې داچې پۀ خپل حال دې خبرومه
اول دې دور دخانۍ ؤ ~ اوس دې پۀ شناختوکوړکوړۍ نارې وهينه
اول دلافې ديارۍ کړې ~ اوس دې کټګی د مور دڅنګه ګرزوينه
اول دې لوبې راسره کړې ~ اوس دجستوپرڅوکوځې چې پېغله يمه
اول دې ويل پۀ کار مې نۀ يې ~ اوس راته وايې چې مين درباندې يمه
اول دې ؤاخر دې نۀ ؤ ~ پۀ نيمه خوا يارۍ دې زۀ پښېمانه يمه
اول سبادی چيغه وشوه ~ دلښکرسرکې مې اشنامرچل ته ځينه
اول سلام پسې کلام دی ~ دامې کلام دی ددعا تمه لرمه
اول سيرت دوهم صورت دی ~ ګل ريحان له رنګه تور بوی ئې راځينه
اول مې پام درپسې نۀ ؤ ~ اوس مې دزړۀ ستنې کږې درپسې دينه
اول مې کله کله غم ؤ ~ اوس مې کتاب شومشغولاپۀ کې کومه
اول مې نۀ ژړل اوس ژاړم ~ کم کوټی يارمې لوياوه دنورو شونه
اول مې نۀ کتل ګلونه ~ اوس دخزان پۀ باغ کې پاڼې ټولومه
اول مې ياراوس مې رويبارشوې ~ بې پته ياره تاته چادرکړل پندونه
اول ياري دې پۀ زاري وه ~ اوس دې راځي پۀ غم لړلي ځوابونه
اه او فرياد مې نصيبه شو ~ چې بې پروااشنازماپۀ برخه شونه
اه مې طوفان اوښکې درياب شوې ~ جهاززماوستادصبرډوبوينه
ايرې بۀ ټولې پۀ سر باد کړم ~ دمينې اوربۀ دې پۀ زړۀ کې وساتمه
ايمان دې ښۀ راته معلوم دی ~ پۀ لباسي پګړۍ دې مه وهه لاسونه
اينه مې څله مخ ته نيسې ~ نېستۍ مې ښه جوسه بدرنګه کړه مينه
اول ياري دې پۀ زاري وه ~ اوس دې راځي پۀ غم لړلي ځوابونه
اه او فرياد مې نصيبه شو ~ چې بې پروااشنازماپۀ برخه شونه
اه مې طوفان اوښکې درياب شوې ~ جهاززماوستادصبرډوبوينه
ايرې بۀ ټولې پۀ سر باد کړم ~ دمينې اوربۀ دې پۀ زړۀ کې وساتمه
ايمان دې ښۀ راته معلوم دی ~ پۀ لباسي پګړۍ دې مه وهه لاسونه
اينه مې څله مخ ته نيسې ~ نېستۍ مې ښه جوسه بدرنګه کړه مينه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب