پښتو متلونه – پيل په الف

پښتو متلونه پيل په (آ)

آسان يې نالول چنگښو هم پښې پورته کړې

آس شيشني ،خر رايي ، غاتره نوري بلاوي وايي .

آس که ټکنى دى ، ميدان يې لنډ دى

آفرين دي پر انا سي چې د نوپوستکو څخه يې يوه غړکه پخه کړه

آفرين دي پر انا سي چې د نو غړکو څخه يې يوه غړکه پخه کړه .

پښتو متلونه پیل په (الف)

اختيار ستا خولۍ دي خپله ، کې پر سر اېږدې کې پر کونه (تله)

اسپکى نه يم ، اخيستى يې يم.

اسمان يې تلتک ، مځکه يې کراسته ده

اصل ختا نه لري ، کم اصل وفا نه لري.

الا بلا، به گردن ملا.

امنا ده ذاکره په هغه لويه لاښي

انا مړه سوه او تبه يې وشکيده .

انتظار تر قتل بد تره دى.

انسان په کار نه کم اصل کېږي.

انسان ، تابع د احسان .

انسان تر کاڼي کلک تر گل نازک دى .

انسان د کاله خوښ ښه دى نه د ميلمانه

انسان کله درياب ، کله کرياب وى

انگور خوره ، غنم راوړه باغ دي خپل دى .

اوبه په ډانگ نه بيلېږي .

اوبه چې تر سر لوړي سي څه يوه لويشت څه يو نيزه .

اوبه خړوي او ماهيان پکښي نيسي .

اوبه د لوړي خوا خړېږي .

اوبو اخيستى ځگ ته املې وهي .

اور يې په اوبو کې بل دى

اوږ د رنځ د مرگ کرول دي .

اوسپنه چې ټکېږي ، لا پخېږي.

او س نو ته ښه سوې که د خيرک مور .

اوس يې سر ته دوې گوتي نه رسېږي .

اوښ ته يې ويل دا غاړه دي ولي کږه ده ؟ هغه ويل کم ځاى مې سم دى چې غاړه مې کږه بولې.

اوښ چې نه چو کېږي غڼ يې څوک پرې کوي .

او گره په تلوار نه سړېږي .

اوگره مې درلېږل ، خو پاته نسوه.

اول ځان، پسې جهان.

اول ديوال ، پسې نهال.

اول سلام ، پسې کلام.

اول نوک ځاى پسې سوک ځاى.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب