پیاز او هوږه سرطان ضد خواص لري

پیاز یو ډول بوټی دی چې لاتین نوم ېې دی» الیوم سیپا ایل «او تند او تریخ خوند لري . په طبي او خوراکي ډول د پیازو د ځمکې لاندې غوټه د اهمیت وړ ګڼل کېږي، چې د خوړو د خوند ښه کولو لپاره ترې کار اخستل کېږي. په ځلونو لیدل شوي، په کومو کلونو کې چې د پياز پوټکی پریړ او ضخیم وي په هغه کال په ژمي کې ډیر ساړه وي یعنې پیاز د ژمي له سختو سړو د ځان ساتنې په موخه ډبل کالي اغوندي.

زرګونه کاله کېږي چې انسانانو پیاز پيژندلی او په خپلو خوړو کې ېې ګټه ترې اخیستې ده . که څه هم د پیازو په اړه په طبي کتابونو کې ډيرې ګټې لیکل شوې او وايي دا بوټی د وینې، هډوکو او اعصابو لپاره ډير ګټور دی او د هضم، اشتها راوړلو او د دیابیت یا شکر د مریضانو لپاره ګټور مواد لري، خو موږ غواړو د پیازو په سرطان ضد خواصو بحث وکړو.

د بې سرحده ډاکترانو په یوه راپور کې راغلي، هوږه او پیاز د سرطان خطر کموي. ډاکترانو په سویس او ایټالیا کې په یو شمیر زړو خلکو څېړنه وکړه، په داسې ډول چې یو شمېر ته یې په خوړو کې هوږه او پیاز ورکول او بلې ډلې ته ېې بې له هوږې او پیازو خواړه د څېړنې پایلو وښوده په هغو خلکو کې چې په خوړو کې یې هوږه او پياز موجود و د سرطان کچه د هغه بلې ډلې په پرتله ډيره کمه وه . دې ته ورته یوه څېړنه په چین کې هم وشوه چې له پورتنې څېړنې سره یې یو شان پایله درلوده.

په تهران کې هم د درمل جوړولو پوهنځي یو شمیر محصلینو د پیازو په اړه څيړنې وکړې او ویې مونده چې د پيازو سلفري یا ګوګردي مواد د ترایګلیسراید کچه کموي او خام ډول ېې د وینې د لخته کیدا مخنیوی کوي.

همداراز په پیازو کې یو ډول انتي اوکسیدانت مواد شتون لري چې د سرطان په تیرو د غټو کلمو د سرطان او په ښځو کې د سینې د سرطان مخنیوی کوي . په راپور کې راغلي، پياز د یو شمیر جلدي ناروغیو درملنه هم کوي او د انتي سیپتیک خواصو تر څنګ میکروب ضد خواص هم لري له همدې امله په پخوانیو زمانو کې د زخمونو او دانو د درملنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېده.

هوږه هم د سلفورات په درلودلو سره د سرطان د سرطاني حجرو له ودې مخنیوی کوي او د بدن دفاعي سیستم هم پياوړی کوي. په راپور کې راغلي که پیاز او هوږه پاخه شي سلفوري مواد یې له منځه ځي نو له همدې امله ېې خام ډول ډیره ګټه لري.

امریکايي ډاکتران هم وايي، په هغو خلکو کې چې خام پياز او هوږه په اوونۍ کې اوه ځله خوري د لویو کلمو د سرطان پېښې په کې څلور چنده کمېږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب