پېراسېټامول خوړل د حامله ښځو لپاره زيانمن دي

پېراسېټامول خوړل د حامله ښځو لپاره زيانمن دي

د ايډنبرا طبي پوهنتون په خپله تازه څېړنه کې ويلي، که د حمل پر مهال اوه ورځې پرله پسې توګه پېراسېټامول وکارول شي، نو دې سره د ماشوم بدن «ټيسټوسټيرون» هارمون توليد بنديږي، چې له امله يې د نارينه ماشوم د بدن غړو او صحت ته زيان اوړي.

ډاکټران وايي، چې د حمل پر مهال بايد د درد درمل هېڅکله ونه خوړل شي او پېراسېټامول بايد د سخت درد او اړتيا پر مهال ډېر لږ وکارول شي او هغه هم د متخصص ډاکټر په مشوره.

د برتانيې ډاکټران وايي، چې پېرسېټامول په هغو درملو کې شمېرل کيږي، چې حامله ښځې يې د سخت درد پر مهال د ډاکټر په مشوره خوړلای شي.

مګر د دې ټولو خبرو تر څنګ نوې طبي څېړنې وايي، چې د پېراسېټامول خوراک سره د مور په خېټه کې د ماشوم لپاره توليدي ستونزې پيدا کيږي.

ډاکټران په يوه خوله دا وايي، چې د حمل پر مهال پېراسېټامول خوړل د نارينه ماشوم پر صحت ډېر بد اغېز کوي او حامله ښځو ته د ډاکټرانو مشوره همدا ده، چې د سخت درد پر مهال هم يوازې د متخصص ډاکټر په مشوره پېراسېټامول لږ تر لږه وکاروي او تر ډېره بايد هڅه وکړي، چې دردونه وزغمي.

نن ټکی اسیا (۱۳۹۴ل)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب