ځان وژنه په اسلام کې څه حکم لري؟

عن جُنْدَبُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ الْبَجَلِيُّ قال : قَالَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ رَجُلًا مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ ،خَرَجَتْ بِهِ قُرْحَةٌ ،فَلَمَّا آذَتْهُ ،انْتَزَعَ سَهْمًا مِنْ كِنَانَتِهِ فَنَكَأَهَا ،فَلَمْ يَرْقإِ الدَّمُ
حَتَّى مَاتَ ،قَالَ رَبُّكُمْ : ” قَدْ حَرَّمْتُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ ” .

د جندب بن عبدالله رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله علیه افضل الصلاةوالسلام وفرمایل:
په مخکنیو خلکو كې په یوه کس دانه را وخته. کله چې هغه د دغې دانې نه ډېر په تکلیف شو، نو هغه د خپلو غشو د کڅوړې نه یو غشی را وویست او هغه دانه يې پرې څیری کړه او هغه د وینې د نه بندېدو له امله مړ شو. رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام وفرمایل: الله عزوجل وفرمایل: ما په هغه جنت حرام کړ.

دحدیث تخریج :
بخاری: کتاب أحادیث الأنبیاء، باب ما ذکر عن بني اسرائیل، حدیث: (۳۴۶۳) او بخاري په کتاب الجنائز، باب: ما جاء فی قاتل النفس (۱۳۶۴)
مسلم وللفظ له: کتاب الایمان، باب: بیان غلظ تحریم قتل الانسان نفسه … حدیث(۱۱۳) .

د حدیث فائدې:
۱: ځان وژنه حرامه ده او په ځان وژونكي جنت حرام دی.

۲: په ځان وژونكي جنت حرام دی، ځکه كېدای شي هغه خپله وژنه داسې حلاله ګڼلي وي لکه یو کس چې شراب حلال ګڼي، نو د هغوی ځای بیا دايمي جهنم دی.

۳: چې ځان وژنه حرامه شوه، نو د بل وژنه خو بیخي حرامه ده.

۴: د الله حدودو ته تسلېمېدل ځکه زمونږ نفسونه زمونږه نه دي بلكې دا د الله عزوجل امانت دی.
الله عزوجل فرمایلی:
(تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَعْتَدُوهَا وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللّهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ) . دبقرې سورت ۲۲۹ آیت.
دا ذکر شوي شیان د الله حدود دی، نو تاسو د الله عزوجل له حدودو څخه مه تېرېږئ او هغه څوك چې د الله د حدود څخه تېرېږي، نو همدغه کسان ظالمان دي.

۵: هر هغه شی چې انسان وژنې ته نزدې كوي هغه حرام دی.

۶: په هر څه صبر کول تر څو انسان داسې حال ته ونه رسېږی، چې هغه بیا د اولني حال نه ډېر دردناک او سخت وي. الله عزوجل فرمایلی:
(وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ ۗ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ) بقرة ۱۵۵.

او مونږ تاسو په یوه شي آزمویو، چې هغه عبارت دی د دښمن له وېره، لوږې (قحطی) او د مالونو نفسونو او د مېوو کموالی ده او صبر کونکو ته زیری ورکړه.

ليکوال : عصام عبدالعزيز الشايع

ژباړه او د احاديثو تخريج : عبد الباري (جمال)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب