ځنګلونه

ځنګل تعریف:

ځنګل يا ( Forest ): کلیمه د (Foris) لاتيني کلیمې څخه اخستل شوې چې له کور څخه د بهر ساحې معنی افاده  کوي او  هغه ساحه بلل کيږي، چې د نباتاتو يوه ټولنه وي . 
په بل عبارت ځنګل  هغه  حياتي  ټولنه  ده  چې  په  ترکيب  کې  يې  نباتات ، حيوانات  په سترګو نه ليدونکي  ژوي  (Micro Organism)     شامل  وي ، چې  دغه موجودات  يو  پر  بل  باندې  د  متقابلو  اغيزو  تر څنګ  په  خپل  فزيکي  محيط  هم  متقابلې  اغيزې  لري او  د  مړه  محيط  او  ژوند يو  تر منځ   د  مواد و  او انرژي تبادله صورت  ونيسي  او  يو  ايکو  سيستم  جوړ کړي.

دا هم  په  داسې  حال  کې  چې  په  ټول  بيولوژيکي او فزيکي محيط  باندې  د  نباتاتو ( ونو ، نیالگیو، پيچکونو ) اغيزې زياتې او د دا رنګه  ايکو سيستم  د  نورو ژوند يو لپاره همدغه  نباتات  د ژوند زمينه  برابره  کړي.

ځنګل پوهنه :

هغه علم او فن دی چې د ځنګلونو د پيدايښت ، منشاء ، بيولوژي ، جغرافيوي انتشار ، پالنې روزنې ، احداث ، احياء ، تنظيم او د هغې د محصولاتو څخه د ګټې  اخستنې  او  پروسس ، خرڅلاو  لارې مونږ  ته ښيئ  د  ځنګل پوهنې (Forestry ) په  نامه  ياديږي

ځنګلونه  توليدي  ( Productive ) رول : له ځنګل  څخه  د  ساختماني چارو ، سون لرګي ، ميوې ، غوښې ، شات  تر لاسه کيږي دغه راز ربړ ، غوړي ، تيل ، ورېښم ، کاغذ  ،  الکول ، سلولوز ، تانين ، ترپنتين ، ويټامیني  اوړه ، رنګونه ، ژاولې  ،  سرېښ ،  کيمياوي مواد  او  نور فرعي  او غير فرعي محصو لات  تر لاسه  کيږي . چې  دا  ټول  د  انساني  ژوند  او هم د  وحشي  ژوند  د  بقا  لپاره  لازمي  مواد  ګڼل  کيږي

همدا  اوس  د  نړۍ  (٣٠٠٠)  ميلونه  وګړي  د  کورونو  د  ګرمولو ،  او پخلي لپاره  ، لرګي  ،  د سون  د  موادو  په  توګه  استعمالوي  يعنې  د  وروسته  پاتو  او غريبو هيواد ونو % ٩٠ سلنه خلک لرګي  د سون  لپاره  پکار  وړي د غريبو هيواد ونو استوګن د لر ګيو د نشتوالي له  امله  د  حيواناتو  فضله مواد ( خوشايي ) او  کرنيز پاتې  شوني  چې  هغه  بايد  ځمکو  ته  د  سرې  به  منظور  ور کړل شي  سوځوي ، چې  د  هغوی  د استعمال  له  کبله  د  صحي  او  ايکالوژيکي  ستونزو  د  را منځ  ته  کيدو  سره  د  کرنيزو  ځمکو حاصلات  هم  کميږي . ځکه  د  خوشايو  استعمال  په ځمکو  کې  د  حاصلاتو  د  زياتوالي  سبب ګرځي ..

د ځنګل ساتونکي ( Protective )   رول : د ځنګل ساتونکی رول هم ارزښتمن دی . ځنګلو نه  د  هوا  د  تصفې  سبب  ګرځي . ځکه  خاورې ، دوړې ، غازونه ، مضره  مواد  د  هغو  د پاڼو  په  وسيله  جذبيږي  او  په  اتمسفير  کي  يې  د  انتشار  څخه  مخنيوی  کوي . ونې  او  ځنګلونه  د  طبعيت  لپاره  فلتر  کوونکې  او  صفا  کوونکې  وسيلې  تر څنګ د  موادو او انرژۍ  ،  چې  يو  آزاده  او  طبيعي  انرژي  ده  په  کيمياوي  انرژی  او  نورو ، ځمکي ، هوا څخه اخستونکي مواد  د  انساني  استفادې  وړ ګرځوي .د ځنګلونو صحي ارزښت ځنګلونه د انسانانو د سلامتۍ،  تندرستي او جسمي روحي ارامتيا کې خاص ارزښت لري ځکه چې ځنگل هوا تصفيه کوي مکروبونه جذبوي . او همدارنګه د هوا ترکيب اصلاح کوي.

د افغانستان طبیعی ځنګلونه :

په هیواد کی طبیعی ځنګلونه دو عمده ډوله دی ستن پاڼۍ ( سوزنی برګان) ، پلن پاڼۍ ( پهن برګان ) دا ځنګلونه له ۵۸۰ مترو په لوړوالی د بحر له سطحه د ننګرهار او کنړونو په ساحوکې تر ۳۳۰۰ مترو په لوړوالی د بحر له سطحه په نورستان او پکتیا کی دی .

الف – پلن پاڼۍ ځنګلونه :

په افغانستان کې یو زیاد تعداد پلن پاڼۍ نباتات وجود لری ، چې یوه لويه او وسیع ساحه یی احتواکړیده دا پلن پاڼۍ عبارت دی له :

څیړی يا بلوط Quercus baloot :په کنړونو او پکتیا کی یی لویه ساحه نیولی ده .

غوړه څیړی  (      Oak  )   علمی نوم       Quercus semicarpifolia

سپيره څیړی (Oak  )   علمی نوم   Quercus deletata

مارو  علمی نوم    Quercusdilatata: دا هم څیړی ده په کنړونو او پکتیا کی .

کچو علمی نوم           Quercus semicarpifolia: په ۲۰۰۰ – ۲۵۰۰ مترو ارتفاع کی په پکتیا او کنړونو کی .

ښوون (زیتونOlea ferraginea        علمی نوم   (: دا غرنی ښوون په کنړاو پکتیا کی .

سکساولHaloxylon ammodendron : په هیواد کی څلورډوله سکساول پیداکیږی چی عبارت دی د تورسکساول ، (Haloxylon persicum)  ، سپین سکساول (Haloxylon ammodendron) ، د سکساول (haloxylon salicornicum) ،د بامیان سکساول haloxylon) multilorum.)   د سکساول ونی په مالګینو خاورو کی نمو کولی شی او د وچوبی سره مقاومت لری . لیلی دښته کی ، حیرتان او د امو په غاړو کی دی .

پسته علمی نوم   pistaceae vera:د پسته ونی له میلاد څخه ۳۰۰ کاله مخکی موجود وو او اصلی ټاټوبی یی افغانستان ، ایران ،ترکیه او هندوستان ښودل شوی دا ونی ۵-۶ مترو پوری لوړوالی لری او ۱۰-۱۵ کلونو کی په حاصل راځی او ویل کیږی ۱۰۰۰ کلونه عمر لری .

غرنی بادام amygdales communis: په سهیل لویدیځ ساحوکی یی انتشار موندلی.

چار مغز Juglans regia:  اصلی وطن یی بالکان او اسیایی هیوادونه او افغانستان ښودل شوی دی دا ونی چی شل کلنی شی نو حاصل نیسی .

ب- ستن پاڼۍ :

په ډیری هیوادو کی اوس ستن پاڼۍ ځنګلونه ته ترجیح ورکول کیږی د صنعت لپاره ښه لرګی لری

لمنځ cedrus deodara:  لمنځ ونی د همالیا په شمال لویدیځ کی ، بلوچستان او د هیواد په سهیل لویدیځ کی خپاره شوی .

سرپ ( Spruce  picea smithiana : د سرب ونی په پکتیا ، کنړ او لغمان کی له لمنځی ورسته په دوهمه درجه لرګی لری .

بیجور (  Fir  )      Abies spectabilis   : په کم اندازه په کنړ و لغمان او پکتیا کی دی  سیوری خوښونکی ونی دی  لرګی یی  په صنعت کی استعمال لری .

نښتر ( انگلیسیBlue pine     )   pinus wallchiana:  د لغمان په الینګار د څیړی ، مارو او کچوسره ګډ دی .

ارچه    ( انګلیسی    Deodar)  Cedrus deodara  دا هم نښتر دی خو لږ غوړ دی .

جلغوزه     pinus gerardiana : د هیواد په ټولو ځنګلی ساحوکی ننګرهار ، لغمان او پکتیا کی دی د جلغوری لرګی په صنعت کی خاص اهمیت نلری .

سپین کاج   pinus silivestris : د دی ونو اصلی ځای اروپا ښودل شوی په کال ۱۳۳۰ – ۱۳۴۰ کی په کابل کی راوړل شوی د قرغه په بند ، د کابل پوهنتون ، مرنجان غونډی کی کرل شوی دی چی د کابل سره توافق لری په ازادو ساحوکی ۱۵-۲۰ کلونو کی او په ځنګلی ساحوکی ۳۰-۴۰ کلونو کی حاصل کوی .

تور کاج pinus nigra : دا ونی هم له خارجه راوړل شوی او کابل کی کم دی .

ناجو.pinus helepensis  یا    Pinus eldarica  : اصلی وطن یی د مدیترانی بحیره ، سوریه او ترکیه ښودل شوی په ۱۳۳۰-۱۳۴۰ کلونو کی کابل ، کندهار ، هرات ، جلال اباد ته معرفی شوی لرګی یی په صنعت کی متوسط اهمیت لری .

شنی ‏khinjuk ‎‏ ‏pistacia‏ ،   ګورګورهReptonia baxifolia  ‎‏ ،    ګزTamarix articulata، ارغوان ‏cercis griffithii‏     ، غوړاسکی      Dodonia viscosa  ، پشه خانه  Ulmus compestris   ، پشه ازاد    Ulmus wallichiana ، یاسمن Syringa emodi   ،نسترن    ،      ,    Callistemon veminalisګل بید  Callistemon veminalis    اکاسی             muscataGleditschia triacanthos              ،  سنځله  Elaeagnus latifolia   ،  بکیاڼه (رنګان)   Melia azedarach   ، سروه Cupressus torulosa   ، شنګ Fraxinus floribunda  ، شیشم  Dalbergia sissoo   ،   یوکالپتوس   ( انګلیسی Blue gam) Eucalyptus globulus ، یوکالپتوس (     انګلیسی       (   Lemon scented gum E. citriodora      ،   ګنډیری  Rahazya stricta    ،  خمزوری       Withania coagulans     ،   مرخڼی ( عناب ترش )       Zizyphus muritiana    ،   سپلینی   Calotropis procera   ، اصیل ګنډیری     Nerium oleander     ،املوک   Diospyrus lotus    ،  او نور مو په غرونو او  رغونو کی  پراخه  ساحه احتوا کړی  .

طبی اوګټور بوټی په ټول هیواد کی وو او اوس هم په پراخه پیمانه شتون لری  .

‏کرنیزی ځمکی ، ځنګلونه ورشوګانی مو درلودی ‏ په  مختلفو ملحوظاتو د پراخو ځنګلونو او پراخو ورشوګا نو  د  تخر یب  او یجاړی شاهد  وو او دا  لړی اوس  هم په چټکی روانه  ده  عاقبت  په  ‏خیر.

د نفوس د بی کچه زیادښت  سره  خلکو  زراعتی  ځمکی کورونه اباد کړل په هیواد  کی  د قانون او یا اصول  نه  شتون  چی  ‏د کار ممانعت  وکړی  هیواد  همدا اوس د  دښتی حالت غوره کړی اوپاتی کرنیزو  ځمکوعاقبت هم ښه نه دی د اورښت  اندازه  ‏همدا  اوس  په  کراتو  کمه  شوی،  که  اورښت هم  اوشی  د سیلابونو  په  شکل  به  وی ،  د خاوری  سطحه  د حاصل  لپاره  کمه  شوی  ‏کرنیز فرش به  نور هم  کم  شی  ،  د  ژوو  ژوند  د کلک  ګواښ  سره  مخ  دی  د دی  حالت  سره  به  ډیری ډیری  سر خوږی  پیدا شی ‏ جوی  اخلالات  به  هم  پیدا  شی او نوری سلګونی ستونزی  دنړۍ ۸/۱ برخه خلک په داسی ځایونوکې ژوند کوي چې کلنۍ داورښت اندازه یې په منځني ډول mM200-0.01 ملی متره وی داځایونه دوچ اقلیم لرونکی دی افغانستان هم دوچ اقلیم لرونکی هیواد دی چې کلنۍ اورښت mM200 – 100 ملی لیتره دی دهیواد توپوګرافی دکارماهرینو په حواله هیواد په شپږواقلیمی سیمو یا برخو ویشی :

ګرم بیابانی وچه هوا چی دباران اوسط ییmM 80-70 دی .

غرنی هوا لکه دسپین غر،هندوکش، سالنګ منطقی.

مدیترانیاوی اقلیم mM 400-250 ملی متره باران لکه دننګرهار ،لغمان ،پغمان ،کنړسیمی .

استیپی اقلیم mM 300 ملی متر اقلیم دبغلان، کندز،میمنه سیمی .

موسمی اقلیم mM 680 – 460 ملی متره  باران پکتیا ،پکتیکاسیمی .

تندرالپی اقلیم لوړی منطقی چی ارتفاع یی 3000-2500 متره دبحر له سطحه لوړدی چی زیاتی واوری اوری.

دا چی  شنه  نمو  د انسان  د ژوند  او د نورو ژوند یو لپاره  په  ‏اکوسیستم  کی  مهم  دی   چی د شنی  نمو لپاره  باید موجود کرنیزی  ځمکی  حفظ  او  وساتل  شی بزګرانو  سره  لازمی مرستی اوشی تر څو یو ‏متوازن کرنه  لاس ته  راشی ، د  طبیعی زیرمو نه  داسی  استفاده  وشی تر څو د نورو نسلو نو د بقا او د خطر څخه  د بچ  کیدو لار وی

يو هکتار ځنګل کولاى شي ٣٥ ټنه ګرد او غبار جذب کړي همدا علت دى کله چې انسانان په ځنګلونو کې تګ او راتګ کوي د هوا د پاکي او لطافت احساسوي . چې د روح سکون او ارام ورته حاصلوي او د خوشحالۍ حس کوي .

ډير ځل ليدل شوي دي چې د چورلکو (طيارو) نامطلوبه  اوازونه، ډير صنعتي فابريکي او  د خلکو ګڼه ګوڼه د انسانانو د نا ارامی او ناراحتي سبب ګيږي چې دا رنګه ستونزي او مشکلات د انسان صحت لپاره ډيرې ناوړه اغيزي له ځان سره لري دا  ټول هغه  شیان دی چی طبیعی  ستری زیرمی  د  منځه لاړل  که دولت   پاملرنه  و نه کړی  او ولسی  خلک   د دی  ستری ‏غمیزی په کنترول  کی  ونډه  وانخلی  د زیاتو نورو بدبختیو شاهد به یو.‏

‏1)‏ ځنګلونه   یو  څه  د  جنګ  په  وجی  و سوزیدل او تخریب  شول .‏

‏2)‏ زیات  یی  د  لرګیو د  قاچاقبرانو  په  واسطه خارج  ته  قاچاق  شول .‏

‏3)‏ د  دښمنانو د دسیسو په  وجه  د بی تعلیمو کسانو پواسطه  له ریښی  وویستل  شول.‏

‏4)‏ د  بیکاری او بی  روزګاری  قربانی شول .‏

‏5)‏ د  زور واکو پواسطه  یو څه غصب شول.‏

‏6)‏ د  وچکالی  له  وجه  وچ شول .‏

‏7)‏ د  اوبه خور(ابیاری )  اوبونه شتون له وجه وچ او له منځه لاړل .‏

‏8)‏ دځنګل او ورشوګانو  څخه  غیرمنظمه ګټه اخیستنی په وجه له منځه لاړل  .‏

‏9)‏ د  افاتو او امراضو  شیوع  او نه کنترول .‏

‏10)‏ د وحشی  ژوو ښکار او  مهاجرت . ‏

د  ځنګلونو  د  ساتونکي  ارزښت  په  سلسله  کې  داسې  ويلی  شو ،  چې  ورېدلې  واورې  به  غرونو کې  د  ونو  د  سيوري  لاندې  واقع  کيږي او  د  وخت  په اوږ دو  کې  ويلې  کيږي ، چي  ويلي شوې واورې  او د  هغې  اوبه  د ځمکې او  د  ونو  د ريښو له کبله چې  په  ځمکه  کې  درزونه  ايجاد  کړي جذبوي .

بادونه  که  له  يوې  خوا  د  خاورې  د  بې ځايه  کېدو اسباب  برابروي  له  بلې  خوا  د  هوا  د  نسبتي لنده بل  د  کمېدو ،  د  وريځو  د  انتقال  او  د  باران  د  نه کېدو  لپاره  شرايط  برابر وي . چې  البته  د  ونو  او ځنګلونو  سره  د  ټکر  په صورت  کې  شدت  يي  ماتيږي  او ناوړه  اغيزې  یې  کميږي .

همدارنګه  په  ټيټو ساحو کې  د  چينو  او هم  د  کاريزونو  د  ښيرازه  کېدو  سبب  تر څنګ  په  کرارې  سره  ،  ويلې  کېدونکې  واورې او  په  ځنګلونو  باندې  وريدونکي  بارانو نه  د  غرونو د سطحو  څخه  د  خاورې  د  بې  ځايه  کېدو  او  هم  د سيلابونو  د  جوړېدو سبب  نه  ګرځي .

له  بلې  خوا  د  خاورې  د  نه  مينځل  کيدو  او  هم  د  سيلابونو  نشتوالی  د  سيندونو  په  مسير او امتداد  کې  د  جوړ و شویو بندونو د  ډکېدو  او  د  عمر کمېدو  سبب  نه  ګرځي .

په  کرارې  سره  ويلې کيدونکې  واورې  د  کال  په  اوږدو  کې سيندونو ، ويالو ، چينو ، څاګانو او کاريزونو ته  اوبه  ورکوي .

. تجربو ښودلې ده چې هغه وګړي چې په ځنګلونو او يا ځنګلونو ته په نژدي سيمو کې ژوند کوي جسماً او روحاً تکړه او تندرسته وي . نظر هغه کسانو ته چي په صنعتي مرکزونو او هوائي ډګرونو ته نژدي ژوند کوي.

د پخوانیو ځنګلونو د ساتلو او د نوو مصنوعی ځنګلو نو د ایجاد لپاره لازم دی چی عامو خلکو ته د ځنګلونو د ګټو ، ساتلو او زیادښت درسونه او کورسونه ایجاد او عملی کار باید وشی او پیشنهاد کوم :

‏1.‏ د  محیطی  علومو ښوونه  او  روزنه  د طبیعی زیرمو د ساتنی لپاره  ښه لار ده.‏

‏‏2.‏ د هوا  د  پاکوالی  د  پاره  د  نباتی کمر بند څخه  استفاده حتمی او لازمی ګڼم  .‏

‏3.‏ خلکو ته  د کار پیدا  کول او مصروفیت لازمی ګڼم .‏

‏4.‏ د نفوسو  کنترول یو عمده او اصلی نقطه ده د نورو ګڼو ښیګڼو برسیره د ځنګل په ساتلو مثبت رول لری .‏

‏5‏. بی  کوره خلکو  ته  د کور ونو  ویش او توزیع په غیرکرنیزو ځمکو کی .‏

‏6.‏ د متخصصینو  دایمی  کمیسون.

7.ددولتی فارمونو جوړول او نویو کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسول .

  1. د پیله ورۍ او شاتو د مچیو د روزنې پرمختیا.

9 د ځنګلونو ساتنه او پراختیا.

10.د فني زراعتي پرسونلونو روزنه او د تحقیقاتی مرکزونو جوړول

11.د زراعتي تخنیک رواجول او د کرنیزو امراضو او آفاتو په ضد مبارزه.

12.د تخمونو اصلاح کول د څارویو د روزنې پراختیا.

.د کرنی په سکتور کی د اوبخور سيستم د بيارغونی او پراختيا له لاری د بڼوالی او مالداری د توسعی خواته پاملرنه هم زموږ د کورنيو توليداتو دزياتيدو تضمين کوی او هم د ټول وخت لپاره داستخدام شرايط په فوق العاده ډول مهيا کيدای شی.

يوه مشهوره خبره ده چی: تجربه د علم مور ده!  په دې توګه به ان شاءالله افغانستان وکولاى شي دتيرو تجربو څخه په استفادی د پرمختګ بهير ته ډېر ښه لورى ورکړي

ورشوګانی او چمنونه :

د دې څخه مخكې چې په موضوع بحث وكړولازمه ده چې د Lawn او Turf  په اصطلاحاتوپوه شوچې دغه اصطلاحات بيلابيل تعريفونه لري.

په عادي ډول:

Lawn: اكثره خلك يې هغه كبلوته وايــــــــې چې په منظرو(Landscape) كــــــي شنه شوي وي طبیعی ورشوګانی په دی برخه کی شامل دی .

هغه ټوټه ځمكې ته ويل كيږي چې واښه (Grass) پري شنه كيږي چې داوسيدو، تجارتي او تفريحي ځايونه په بر كې نيسي.

Turf: هغه واښه (Grass) چې د فټبال، ګلف او نورو ديته ورته ميدانونو كې كرل كيږي هغي ته اكثره خلك Turf وايي.

دغه اصطلاح د هارټيكلچرد متخصصينولخوا استعماليږي اوهغه چمن ته وايې چې څارنه (اوبه وركول، سره وركول، ريبل …) يې كيږي، چې داهم د lawn په شان داوسيدو ځايونه، تجارتي او تفريحي ځايونه په بر كې نيسي.

چمنونه په منظروكې د ښورا زيات اهميت لرونكي دي، خو د چمنونو زينتي ارزښت د قدر وړ دى، او همدارنګه چمنونه خاورې ته يو ارزانه او كلك پوشش وركوي چې خاوره  د تخريب (Erosion) څخه ژغوري.

دغه طبيعي قالينه (چمن) د خاورې دساتلو لپاره نوری ګټې هم لري لكه په ګرمو ورځو كې د ځمكې څخه د تودوخې او تف جيګيدو مخنوى، په لمدو ورځو كې دخټو څخه مخنوى او په وچو ورځو كې د ګرد د جيګيدو مخنوى كوي.

چمنونه تفريحي استعمال هم لري چې په محلي او ملي ځايونو كې كرل كيږي چيرته چې خلك د لوبو او استراحت لپاره سره راټوليږي.

ښكلى او صحتمند چمن د ښه منجمنټ او مؤثرو كرنيزو عملياتو په نتيجه كې لاسته راتلاى شي. چې د مناسبې نوعې څخه نيولې تر ښه منجمنټ پورې د ښكلي چمن په منځته راتلو كې پوره ونډه لري. چې په منجمنټ كې سره وركول، اوبه وركول، ريبل او د امراضو كنترول او داسې نور

دچمنونو مقصدونه  (Purposes of Lawns):

چمنونه درې عمده وظايف لري چې عبارت دي له زينتي،  سپورتي- تفريحي او عام مفيديت.

۱- زينتي (Ornamental):

چمن يوازينى شى دى چې د كورونو احاطه په كم قيمت سره ښايسته كوي، پدې وخت كې چمن زينتي ارزښت لري چې د كورونو او هغو ځايونو چيرته چې چمن كرل شوى وي ارزښت يې هم ورسره زياتيږي. چمن يوازي د كورونو د مزين كيدو لپاره نه استعماليږي بلكه په پاركونو او د تجارتي ساختمانونو شاوخوا هم كرل كيږي ترڅو ددغو ځايونو د ښكلا سبب وګرځي.

۲- سپورتي او تفريحي (Sports and Recreational):

داكثرو سپورتي ميدانونو سطحې د چمنونو پواسطه پوښل شوي وي لكه د ټينيس، ګلف، فوټبال، توپ ډنډې، پولو، اسپ ځغلونې او داسې نور. همداراز ځيني اجتماعي او محلي لوبغالي هم د چمنونو په ذريعه پوښل كيږي.

۳- عام مفيديت (Utility):

ميلان لرونكي لوڅ ځايونه لكه د سركونو غاړې، د ډنډونو غاړې او نور داسې ځايونه چې د تخريب په لور ميلان ولري يعنې د تخريبيدو امكان يې زيات وي، د تخريب دمخنوي لپاره  چمن استعماليږي تر څو ځمكه كلكه كړي او د تخريب څخه يې و ژغوري.

د هیواد زیاتی ورشوگانی د غاصبیو پواسطه ونیول شوی او ځینی د بی بضاعت خلکو په واسطه چی د لرګیو د اخیستلو او یا د ګازو د اخیستلو توان نلری د سوخت په منظور را ټول شول او دا لړی په چټکی روانه ده چی په دښتو کی مو هرزه ګیاه او په ځنګلونو کی مو ونی وهل کیږی او قاچاق کیږی د دولتی ادارو کلکه پاملرنه غواړی .

‍سید رقیب شاه هاشمی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب