ځوانه د وخت ارزښت ته تم شه!

تاسی به ډیره د مشرانو څخه دا جمله اوریدلی وی چی وایی، وخت سره زر دی. خو زه وایم چی نه، وخت ژوند دی او ژوند له سرو زرو خورا ډیر قیمتي ده.د پیدایښت او مړینی تر منځ چی کومه زمانه ده همدا د انسان ژوند ده.که یو څوک سره زر نه لری نو یو ورځ نه یو ورځ به یی تر لاسه کړی خو تیر وخت هیڅکله هم بیا انسان نشې تر لاسه کولې.
ما ډیري داسی ځوانان لیدلې چی خپل وخت په عجیبه توګه سره تیروې.که شپه ورباندی اوږده شی نو په بی ګټو خبرو او یا هم د اوسني ټیکنالوجي سره یی داسي تیروي چی هیڅ ګټه هم نوموړي ته نه ورسوۍ.او که ورځ ورباندی اوږده شي نو بیا یی په خوب تیروي. هوکی،پدی کی هیڅ شک نشته چی هر ځوان ځانته موخي او هیلې لری.موخې او هیلې مو ډیری درني دی خو افسوس چی د درنښت احساس یی له مونږ سره نشته او داسی نشي لکه سعدی صیب چی وایي:

ترسـم نرسـي به کــــعبه ای اعــرابي   **  کاين ره که تو ميروي به ترکستان است
یعنی د کعبی شریفی په نیت چی په کومه لاره روان یو دغه لاره ترکستان ته ځي.نو د کعبی په نیت د ترکستان په لاره د روانو ځوانانو ویښولو لپاره می له ډیری مودی راهیسی په زړه کی وؤ چی ځوانانو ته د وخت ارزښت په هکله یو څو کرښی ولیکم.
د وخت ارزښت په هکله می د مختلفو علماؤ کتابونه لوستې او مخکینو علماؤ د وخت ارزښت په هکله خوارا ډیر تاکئید کړی. پدی کی هیڅ شک نشته چی مخکینیو علماؤ د وخت خورا زیاته ساتنه کړی.چی زه یی د داؤد الطائي مثال د اسلامی نړی نامتو عالم او غښتلی لیکوال شیخ عبدالفتاح ابوغده له کتاب څخه تاسو ځوانانو سره شریکوم.

داود الطائي به د وچی ډوډی ټوکړی خوړلی او ویل به یی چی د وچی او لمدی ډوډی تر مینځ دومره توپیر ده چی کله وچه ډوډی خورم نو دومره وخت را زیات شی چی په هغه وخت کی پنځوس آیتونه تلاوت کیدای شي.
شیخ عبدالفتاح ابوغده په خپل یو کتاب کی لیکی،د سلفو ځینی علماؤ به خپلو شاګردانو ته دا توصیه کوله چی یواځی سره مه ځي بلکه جلا جلا سره ځی،ځکه چی جلا جلا ځی نو د قرآن کریم تلاوت خو به وکړی،خو که یو ځای سره ولاړ شی بیا به خبری سره کوی.

تم شه ځوانه!
د مسلمانانو دویم خلیفه حضرت عمر فاروق \”رض\” دا دعا کوله:
ای خدایه! مونږ له تانه د ژوند د ګړیو د ښه والي سوال کو دا چی زمونږ په وختونو کی برکت واچوی.ده به ویل چی ماته ډیر بد ښکاری چی څوک داسی ووینم چی نه د دین کار کوی او نه هم د دینا کار کوی.
همدا راز حضرت عبدالله بن مسعود به ویل زه په یوه شی هم دومره نه پښیمانه کیږم لکه په هغه ورځ چی بی له ښه عمله تیره شی او عمر راکم کړم.
نو ای ځوانه خیال کوه تیر وخت هیڅکله بیرته نه راګرځي.

دا چی په نړی کی مشهور علماؤ او فیلسوفانو د نظریو او تیورې څخه نن مونږ او تاسی ګټه اخلو دا د هغه څه ښکارندوې کوی کوم چی د وخت په ارزښت پوه خلک وؤ او د وخت ساتلو خورا زیات کوښښ یی کاوه.که له بلی زاویې وګورو نو دا معلومیږی چی د مخکینیو علماؤ ډیري لیکني د هغوی د وخت په ښه ساتلو دلالت کوی.

ګرانه ځوانه!
ښه پوه شه چی وخت دومره ارزښت لری چی یوه ګړی یی هم باید ضایع نشي.نن چی مونږ افغان ځوانان په کومه بی پروایی سره وخت ضایع کوو او د ژوندی خوږی شپې او ورځی په ډیری بی غمی سره سبا کوو داسي احساس کیږی چی نه مونږ سره هیڅ غم شته او نه هم هیڅ دښمن لرو.نا خبره له دی چی نړی د نوښت او ابتکار په ډګرونو کی په څومره تیزی سره حرکت کوی،او مونږ په ډیر بی پروایې سره ورته ګورو. نور بس ده، دا د غفلت خوب نه راویښ شه !
په پای کی د یو افغان ځوان په صفت می د ټولو ځوانانو څخه هیله ده چی نور د وخت ضایع کول بس کړی او خپل مسولیت او حق کوم چی هیواد یی پر تاسو لری سرته ورسوي.که چیری هم مونږ سره د هیواد د بیارغوني او پرمختګ زره احساس هم شتون ولری نو ببا به هیڅکله هم په هغه کارونو وخت ضایع نکړو کوم چی بی ګټی وی.تر څو هیواد مو د شته بدبختیو څخه خلاصون ومومي او د خپلو سیالانو سره سیال شو.نو د لوی څښتن تعالي څخه غواړم چی مونږ ټولو کی دی وخت ارزښت احساس پیدا کړو.آمین

لیکنه: خالد عثمان زوی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب