ځوان او سپین ږیری (په زړه پورې کیسه)

یو ځوان یو سپین ږیری له ځان سره هوټل د ډوډی لپاره بوت، کله چې هوټل ته دننه شول نو هوټل له خلکو ډک وو، څوک په خوراک لګیا وو او څوک بیا د ډوډی په انتظار وو، ځوان سپین ږیری له لاسه ونیوه او د هوټل په یو کونج کې دواړه کیناستل بیا یی د ډوډی امر ورکړ.
له لږ ځنډ وروسته یې ډوډی ورته راوړه ځوان له سپین ږیري سره په ډیره مینه ډوډی شروع کړه، مګر سپین ږیری ډیر کمزوری و لاسونه یی لړزیدل کله به یی چې مړۍ خولې ته جګوله نو له لاسه به یی ولویده او یا به یی هم ږیره او جامو باندې ولویده، ځوان په ډیره حوصله او ورین تندي ور سره ډوډی وخوړه تردې چې دواړه د ډوډی له خوراک نه فارغ شول.
ټول ناست خلک ځوان او سپین ږیری ته متوجه ول کله به یی چی ځوان ته وکتل نو ویل به یی چې څومره ښکلی ځوان دی او له دغه سوالګر سره ډوډی ته ناست دی چې ټوله ځواني یی ورته بدرنګه کړې ده، کاش چې دغه ځوان د ځان په څیر له ځوانانو او پاکو خلکو سره ناسته پاسته درلودی، او کله به یې چې بیا سپین ږیري ته وکتل نو بیا به یی ویل چې له تا نه د هوټل خوراک څه غواړي یا خو پوخ سوالګر یی او یا هم ډیر سپین سترګی یی چې د دومره خلکو په مخکې دې دغه ځوان سپک کړ، کاش! د ډوډی په خوراک خو پوهیدلی، لاسونه د هم لړزیږی خپله مړۍ خولې ته نشې جګولئ او ته بیا هوټل کې خوراک کوې!
د ډوډی له خوراک نه وروسته ځوان جګ شو د ډوډی پیسې یې هوټل واله ته ورکړې او بیا یی سپین ږیری له لاسه ونیوه او د لاسو وینځلو ځای ته یی بوت او په ډیره مینه یې لاسونه، ږیره او جامې ور وینځل او ټولو خلکو یی ننداره کوله، کله چې د هوټل له دروازې نه را ووتل او خپل موټر کې یی سپین ږیری سپور کړ نو د شا له لوری یو سړی اواز ورته وکړ او ورته وویل: دا سپین ږیری ستا څه کیږي؟
ځوان په ډیره خوشحالۍ سره ځواب ورکړ: دا زما پلار دی.
سړی ورته وویل: له تا نه په هوټل کې یو څه پاتې شول.
ځوان ورته وویل هیڅ ندي رانه پاتې شوي هرڅه مې را اخیستي دي.
سړی ورته وویل: نه ګرانه، تا ټولو ناستو خلکو لپاره یو داسې زرین درس ورکړ چې ټول عمر به یی یاد ساتي او کاش! چې هر ځوان ستا په شان وای او د خپل پلار خدمت باندې خوښ وای.

جاوید فدائي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب