ځوان او مسئولیتونه يې

 

ځواني د الله تعالی له خوا یو ستر نعمت دی چې په ژوند کې يو ځل تېره شي بیا نه راګرځي، دا چی یو انسان یی څنګه او په کومو لارو استعمال کړي، دا په شخص پورې اړه لري.

د بېلګې په ټوګه د عربو د جزیرې ځوانانو له نن څخه څوارلس سوه کاله دمخه د ستر لارښود او پيغمبر په لارښونې سره د نړۍ ستر ستر ځواکونه وپرځول او د خپل نظام او دین پلوي يې کړل.

دا چې مونږ په یو اسلامي هیواد او ټولنې کې نړۍ ته راغلي یو، نو مونږ او زمونږ ځوانان له هر څه مخکې باید دین ته رجوع وکړو او خپله حل لاره په دین کې ولټوو، ځکه چې دې هیواد کې له اسلامه بې غیر بله تګلاره ارزښت نه لري او پایله هم نه لري، د بېلګې په توګه د غیر اسلامي خوزښتونو لکه د امان الله خان دیموکرات نظام، د کمونستانو نظام، همدا ډول د کرزی او اشرف غني دیموکراسۍ ته ژمن نظامونه چې زمونږ د مسلمه ولس له عقایدو سره په ټکر کې دي، نه یوازې دا چې زمونږ د ولسونو درد يې دوا نه کړو بلکې ورځ تر بلې يې کرکې او نفرتونه زیات کړل.

ځوانان مو د تحصيلي مدارکو او اسنادو سره سره بې روزګاره او بې کاره په لارو کوڅو کې ګرځي، ډیری ځوانان مو د مزدورۍ لپاره پردو هیوادو ته مسافرت ته اړ شول چی دا د یو هیواد د یو لوی ناورین پیل بولم ځکه هرهغه هیواد چې د ځوان نسل پانګونه له ځانه سره ونه لري هغه هیواد ړنګ وي.

اکثر ځوانان يې راته دومره اړ کړي چې د عقایدو خلاف يې د یوې مړۍ حرامې ډوډی لپاره پولیسو او اردو لیکو کی جذب او خپل شوم اهداف پرې پلي کوي.

ځوانان دي چی نظامونه جوړوي، نو دا چې کفارو زمونږ د ځوانانو په ذهني او فکري تګلارو ډېر قوي کار کوي او زمونږ اکثره ځوانان یې له دین سیاست او هیواده بېګانه او سم يې د خپل لاس آله جوړ کړي دي، د دوی د انحراف وسایل انټرنت، مبتذلې رسنۍ  ‘لکه راډیو ګانې، تلویزونونه او چاپي رسنۍ هغه ستر عاملونه دي چې زمونږ ځوان نسل يې بې برنامې او بې ارادې کړی دی.

دا چې اکثر زمونږ مشران ځوانان تحصیل تعلیم او تعلم ته تشویقوي، مونږ يې دا تګلاره ستایو، خو د تعلیم او تعلم تر څنګه د ځوان مسئولیت داهم دی چې څنګه او د کوم نظام تر سیورې لاندې ژوند او خدمت وکړي، تر هغه چې زمونږ هیواد کې د جګړې عامل ختم نه شي، ترهغه چې زمونږ له هیواد څخه د اشغالګرو وتل حتمي نه شي، تر هغه به زمونږ ځوانان که د عصري علومو محصلین وي او یا د دیني علومو محصلین وي د پرديو او کفارو د ګټو قرباني وي.

ځوان باید داسې ژوند وکړي چې الله تعالی ته خوښ وي او د اسلام، دین او د هیواد ګټو ته پکې لومړیټوپ ورکړی شوي او د هیواد دین او خپل د راتلونکي نسلونو امنیت عزت او تعلیم پکې خوندي شي او دې ناوړه ناورینو ته چی په دې درې لسیزو کې زمونږ ځوانانو ولیدل د پای ټکی کېږدي.

لیکوال: شهاب ليوال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب