ځوان ته (حسن البنا)

ليكنه: امام حسن البنا
ژباړه: روح الله ساحل.

یو فکر هغه وخت بريالى كيږي چې په هغه باندې ایمان قوي وي، اخلاص پکې ډیر وي، د کامیابۍ لپاره یې تلوسه او هڅه ډیره وي، د هغه د عملي کیدلو او تحقق په لار کې د سرښندنې پوره استعداد وجود ولري. او دا څلورګوني ارکان (ایمان، اخلاص، حماسه او عمل) د ځوانانو د ځانګړتیاو څخه دي او ځوان یې باید په ځان کې پیدا کړي ځکه د ایمان بنسټ پاک زړه، د اخلاص بنسټ سپيڅلى زړه، د حماسې بنسټ قوي احساس او د عمل بنسټ قوي اراده ده؛ او دا صفات يوازې په ځوان كې پیدا کیدلای شي. همدا لامل دى چې ځوانان په هر ملت کې د نهضتونو ستنې، د قوت رازونه او د فکر علمبرداران دي:
انهم فتیة آمنو بربهم و زدناهم هدی
هغوی د ځوانانو ډله وه چې په الله يې ایمان راوړی وو او مونږ د هغوی په هدایت کې زیاتوالی راوست.

اى ځوانه!

د هغه امت په وړاندې چې د بريا څرك يې نه وي ليدلى د دعوتونو تیتوالی، په خبره او نظر کې له فکر څخه کار نه اخیستل، د برنامو ډیروالی، د پلانونو اختلاف او د مشرۍ د غوښتونکو كثرت، خطرناكې پايلې لري، هڅې تيتوي، قوت له منځه وړي او موخو ته رسیدل ګرانوي. په همدې خاطر د دعوتونو په اړه پلټنې او د هغوی تر منځ انډول یو بنسټیز کار او د مصلحانو لپاره اړین دي.

اى ځوانه!
الله (جل جلاله) تاسې په ایمان، تقوا او د هغه د لارښونو سره سم په ژوند كولو سره عزتمن كړی او تاسې یې د خپل دین سرښندویان وګرځولی او په دې توګه يې د نړۍ رهبري او زعامت در په برخه کړ.
كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ (آل عمران-110)

ځان وپيژنئ

ستاسې نه مې لومړۍ غوښتنه دا ده چې په خپل ځان باندې باور پياوړى كړئ، ځان وپیژنى او ډاډه اوسئ چې د دښمنانو د تمې پرخلاف، همدا تاسې د نړۍ او نړیوالو لپاره د خوښۍ او آرامۍ زيري ياست. که څه هم ظاهرا دښمنان پر تا برلاسي وي خو پای د متقیانو دی.

زموږ تگلاره

زمونږ تګلاره روښانه ده او ټاكلې مرحلې لري، مونږ ښه پوهیږو چې څه غواړو او د خپلې غوښتنې د لاسته راوړنې لارې هم ښې راته معلومې دي:
•    موږ د داسې مسلمان په لټه کې یو چې فکر، عقیده، اخلاق، عاطفه، کردار او رفتار يې ټول اسلامي وي او دا د ځان جوړونې مرحله ده.
•    موږ د داسې یوې مسلمانې کورنۍ غوښتونکي یو چې له هره اړخه د مسلمانې كورنۍ څرګندويې وكړي. موږ ښځو ته په هماغه اندازه پاملرنه لرو چې ماشومانو، لویانو او ځوانانو ته يې لرو او دا د کورنۍ د جوړونې مرحله ده.
•    موږ د داسې اسلامي حکومت غوښتونکې یو چې ملت د جوماتونو لور ته وهڅوي او خلک د اسلام د لارښوونو په سیوري کې راهنمائي کړي.
•    موږ په ټولو هغو ځمکو یو ځل بیا د اسلام بیرغ د رپولو ژمن يو چې يو ځل اسلام پرې حکومت کړی او د مؤذن اذان انګازې پرې كړې دي خو نن د کفر په لمن کې لویدلي دي؛ اندلس، سیسیل، بالکان، د ایټالیا جنوبي برخې او د مدیترانې جزایر ټول د اسلام تر حکم لاندې وو او باید د اسلام غیږې ته بیرته راوګرځي، اړینه ده چې سره او آرام بحیره بیرته د اسلام شي؛ که موسلني د روم د امپراتورۍ د بیرته راژوندي کولو حق په داسې حال کې چې بنسټ یې په نفساني غوښتنو ایښی وو درلود نو مونږ هم د اسلام د امپراتورۍ چې بنسټ یې په عدالت او انصاف باندې ولاړ دی او د خلکو په منځ کې د لارښوونې د وړانګو د نشر غوښتونکی دی د بیرته راژوندي کولو حق لرو.
•    مونږ په نړۍ کې د خپل دعوت د اعلان غوښتونکي یو، غواړو چې د نړۍ په لروبر کې یې ټولو خلکو ته ورسوو، ټول زورلرونکي ورته وهڅوو تر څو فتنه د ځمكې له مخې كډه وكړي او ټول د الله (جل جلاله) دین ته تسلیم شي.

اى ځوانه

ته د خپلو مخيكيو سلفو څخه سست نه یې چې الله (جل جلاله) د دوی په وسیله دا لاره ټینګه کړه، نو ته هم سستۍ او کمزورۍ ته لار مه ورکوه او تل الله (جل جلاله) په یاد لره.
الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُواْ لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَاناً وَقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ (آل عمران – 173)‏
مونږ د مسلمان شخصیت، مسلمانې کورنۍ او مسلمان ملت په روزلو كې خپله ټوله هڅه كوو، بې له شکه چې الله (جل جلاله) خپل نور تکمیلوي.
د دې موخې د ترلاسه كولو لپاره مو داسې ایمان چې تزلزل نه مني او داسې عمل چې دمه نه مني تیار کړي دي او په الله (جل جلاله) باندې داسې ډاډه یو چې هیڅ سستي پکې نشته او داسې روحونه مو تیار کړي چې ژوند کې یې تر ټولو خوږه ورځ له الله (جل جلاله) سره د ملاقات ورځ ده.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب