ځوان علمي کدرونه باید تر پارلمانه ورسوو!

څو لسیزو بدبختیو، کړاوونو او د بهرنیانو پراخه لاسوهنو او تر څنګ یې زموږ د قدرت تږیو مشرانو او د څوکۍ د ټیکه دارانو ناسمو او منفي رقابتونو، خپلمنځي سیاسي اختلافونو او دهېواد د ملي ګټو په پرتله خپلو ګټو ته لومړيتوب ورکونې، موږ دې حال ته را ورسولو چې خپل اسلامي، ملي، او فرهنګي ارزښتونه له لاسه ورکړو. همدا لاملونه وو چې په پایله کې یې زمونږ د هېواد ځکمنۍ بشپړتیا تر ګواښ لاندی راغله، هره برخه کې سترې هستۍ مو له خاورو سره خاورې شوې، له لسیزو راهیسي مو هېوادوال له داسی ناخوالو او جنایتونو سره مخامخ شوي چې شاید په ټوله نړۍ کې ساری ونلري. هغه څه چې افغانانو په تېرو پرله پسې څلورو لسیزو کې تېر کړل او لا اوس هم د همدې ظلم او تېرې شاهدان یوو، شاید د نړۍ په هېڅ ګوټ کې بشر داسی د ژوند ترخه نه وي څکلي، دلته چې هر چا هر څه وکړل، قیمت یې ملت پرې کړی، خو اوس پوښتنه داده چې دا هر څه د چا د لاسه وشول او ولې؟ دا هر څه لدې امله چې یا خو موږ ناپوهه یوو، یا مو دا مشرانو په دې یو ويشتمه پېړۍ کې موږ ته د ناپوهه او اسیر ملت فکر کړی، نن زورواکو او لنډه غرو دلته ځان ته د قدرت جزیرې جوړې کړي دي چې د ګران هېواد یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي، د قانون په وړاندې خنډونه له حسابه وتي، قانون ماتوونکو کې د قدرت له پخوانیو لېونو نیولې تر برحاله حکومتي چارواکو، ټولو د حکومت ضد سیاسي څېرې ځان ته غوره کړي او د اپوزېسیون دعوه کوي او له ځوان نسل نه تل د سپر په توګه ګټه اخلي. دوی په خپلو کړنو سره ځوانه انرژي فکري ودې ته نده پرې اېښې، په داسې حال کې چې ځوان نسل باید په فکري لحاظ وروزل شي، په سیاسي ډګر کې ورته پوره برخه وکړل شي، او هغه زمونږ د درې ژبو په خبره چې وایي( ازموده را آزمودن خطا است)، بیا بیا ازمويل شوي کسان و نه آزمویي، ځکه ددې آزمویل شویو څېرو بیا آزموینه به مو لویه تېروتنه وي، نو راځئ چې په ګډه دا ځل ځوان علمي کدرونه ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ته وټاکو او پدې توګه خپل راتلونکی د هغه چا په لاس کې ورنکړو چې بار بار مو آزمویلي دي او بار بار یې پايله نده ورکړې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب