ځينې کسان چې سهار څو بجې وغواړي هماغه وخت راجګېږي، علت یې څه دی؟

ايا تر اوسه پورې دا درته جالبه ده، چې ځينې کسان چې هروخت يې زړه وغوښتل ټيک هماغه وخت له خوبه راپاځېږي، او يا هم کله تاسې هم داسې شوي يئ، چې ډېر ضروري کار لرئ مثلاً د سهار په څلور بجې بايد له خوبه راجګ شئ، او د ازموينو لپاره کتاب ولولئ يا عبادت وکړئ، خو سهار مخکې له دې چې ستاسې الارم ساعت زنګ وکړي له هغه مخکې تاسې جګ شوي يئ، دا ټول ستاسې د بدن د داخلي ساعت له امله دي.

د مغزو په منځنۍ برخه کې د سوپراکياسماټيک په نامه هسته چې biological-clockهم بلل کېږي ستاسې د بدن د داخلي ساعت مسووليت پر غاړه لري، په دې مانا چې د بدن شواروزي ريتم برابروي، يانې دا چې څه وخت د خوب احساس وکړئ، څه وخت له خوبه د راجګېدلو تکل لرئ، د وينې فشار ، د بدن د تودوخي درجه، او حتی د وخت حس کول (چې اوس به د ورځې څو بجې وي)، دا ټول دغه ددغې هستې کار دی او ستاسې بدن لکه ګړۍ داسې عياروي.
ارومرو د ورځې په اوږدو کې ډېر کارونه پر مخ وړئ، لکه ويده کېدل، جګېدل، کار ته تلل، او يا هم يو مهم ويب سايټ کتل چې بايد د ورځې په جريان کې یې ترسره کړئ. ستاسې بدن د همدې هستې( سوپراکياسماټيک) په ملتيا باندې په هماغو ساعتونو کې تاسې ته درفکر کوي او يا هم کله په ناخوداګاه توګه هغه کارته ورځئ او يا يې سرته رسوئ.

ستاسې د شواروزي خوب دوران د Period Circadian Protein پروټينو چې په لنډ نوم PER يادېږي تنظمېږي، د شپې په اخره برخه کې چې ډېر ويښ شئ، ستاسې ددې پروټينو سطحه رالوېږي، د وينې فشار مو کمېږي، د زړه درزا سوکه کېږي ، او افکاردرڅخه بې ليکې کېږي او دا ټول ددې سبب کېږي ،چې تاسې د خوب احساس وکړئ.

که چېرته تاسې له خوبه د راويښېدلو او ويده کېدلو دا دوران سم پرځای نه کړئ، بدن مو هماغسې چې تاسې ويده کېدل او جګېدل غواړئ په يو څو ورځو کې يادوي چې د سهار لخوا څه وخت ستاسې د بدن د PER پروټينو کچه لوړه کړي، چې يو ساعت له راويښېدلو مخکې پيل کېږي او تاسې فېکس په هماغه وخت ددې پروټين په ډېرښت سره له خوبه راجګ شئ.
او هغه وخت چې تاسې د فشار او کوم مهم کار له امله کله،کله غواړئ سهار وختي ويښ شئ ، ستاسې بدن د سټرېس هورمون يا کورتيزول ترشح کوي چې دا ددې باعث کېږي چې ستاسې خوب په تدريح سره سوکه،سوکه سپک شي او تاسې مخکې له دې چې کوم ځای ته مو دسفر لپاره ساعت وختي برابر کړی وي راويښ کړي.

راځئ په يو بل جالب شي هم وغږېږو، هغه دا چې تاسې ارومرو له يوه بدغږه او لوړ الارام ساعت څخه بد راځي او ستاسې بدن هم ورسره سم نه عادت کېږي او نه یې خوښوي. نو پر همدې بنسټ کله چې تاسې ساعت د سهار وخت ته برابروئ، نو مخکې له دې چې ستاسې د موبايل الارام وکړنګېږي ستاسې بدن د PER پروټينو سطحه او د سټرېس او کورتيزول کچه د شپې له مخې تېزه او ژر ډېرېږي او دا سبب کېږي چې د الارام له زنګه څو دقيقې يا څو ثانيې وختي لا راويښ شئ،ځکه چې الارام زنګ حتی ستاسې د بدن هم ښه نه اېسي.

نوراحمدعایل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب