ځینې عامې ناروغۍ او د درملنې طریقه يي

ځینې عامې ناروغۍ او د درملنې طریقه يي

ځینې کورني درمل نه یوازې د ځینې ناروغیو څخه په ژغورلو کې مو مرسته کوي بلکه ځینې پخواني ناروغۍ هم له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

نن ځینې داسې کورني نسخو او درملو سره مو اشنا کوو چې په مرسته يي د زیات شمیر ناروغیو له زیان څخه ځان ژغورلی شئ. د کورني درملو یو له ګټو څخه دا دی چې دغه طبیعي خواړه د بدن نورې برخې هم نه زیانمنوي.

د سر درد: که د سر په برخه کې سخت او پیاوړی درد احساسوي نو مه وارخطا کیږئ. د سر سخت درد لپاره یوه مڼه سپینه او ښه میده کړئ. له مڼې سره لږه اندازه مالګه زیاته کړئ. که چیرې دغه خواړه د سهار لخوا استعمال شي نو ډیره زیاته ګټه کوي.

د ستونې درد: د ریحان د بوټي درې پاڼې په اوبو کې وایشوئ او لږې مودې لپاره يي په لږ اور کیږدئ. له څه مودې وروسته دغه د ریحان د پاڼو اوبه غرغره کړئ.

د خیټې ګیس: د یوې کاچوغې څلورمه برخه د خواړه سوډا یو ګیلاس اوبه کې واچوئ. د دغې اوبه څښل به مو ډیر ژر د خیټې ګیس له منځه یوسي.

د خولې زخم: د خولې زخم یا تڼاکه یو له هغو ناروغیو څخه دی چې انسان ډیر زیات ځوروي. لږه اندازه ګبین له یوې کیلې سره ښه مخلوط کړئ او په زخمي شوو برخو يي ووهئ. دغه عمل د خولې زخم په رغولو کې ډیر چټک اثر کوي.

د وینې لوړ فشار: د نړۍ زیات شمیر خلک د وینې په لوړ فشار اخته دي. د امله (Amla) نومې میوې پوډر له یو ګیلاس شیدو سره یو ځای کړئ. دغه مشروب ډیر لږ وخت کې د وینې فشار نارملې اندازې ته رسوي.

د ساه بندۍ درمل: هغه کسان چې د ساه بندۍ په ناروغۍ اخته دي یوه کاچوغه ګبین له یوه کاچوغې دارچینې سره یو ځای کړي او له ویده کیدو وړاندې يي استعمال کړي.

د څیرې تور داغونه: د نارنج جوس له ګلسرین سره یو ځای کړئ. پر مخ د دغې محلول له استعمال سره د مخ تور داغونه له منځه تللو سربیره د پوټکي رنګ ډیر زیات صفا کوي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب