ځیګر څه شی دی؟

ینه، ځیگر،کبد (hepar):

ینه دشمزۍ لرونکو ژويو لپاره يو حياتي اورګان دی اوپه بدن کې ترټولودرنده غټه غده ده . ینه نصوارې سوررنګ لري او په لویانوکې دیونیم کیلوګرام څخه تردرې کیلوګرام پورې وزن لري . په بدن کې لکه یوکیمیاوي لابراتوردمیتابالیزم مرکزي غړی تشکیلوي . ینه دخيټې فضاپه ښۍ برخه کې پرته ده اودپورتنۍخوا پوښ شوې سطحه Fascia diaphragmatica يې حجاب حاجزیانې diaphragm دیافراګم سره نښتې ده .

۱- شکل : په ینه کې دوینې دخول اوخروج رګونه ښوول شوې دي . سوررنګه رګونه پاکه وینه ،ابې رنګه رګونه ناپاکه وینه اوشين رنګ دصفرابهیدلولاره ښي (۴).

دینې فیزیولوژيکې دندي :

دینې هراړخیزې دندې دځانګړوحجرو په واسطه ترسره کیږي چې دهیپتوسایت hepatocytes په نوم یادیږي . داسې اټکل کیږي چې ینه دنوروغړوسره یوځای دلږڅه پینځه سوودندې مسؤلیت په غاړه لري . دینې دندې عبارت دي له :

ینه دصفرا زیړبخونه مایع تولیدوي اوهم يي اطراح کوي . کله چې په اِثنی‌عَشَرکې Duodenum غذايي موادجذب شي نو دصفرا په مرسته دهغې شحمیات هضم کیږي ، اودشحمیاتوڅخه تری گلیسیراید triglycerides جوړوي ، همدارنګه داسیدي موادوخنثي کول دصفراپه مرسته ترسره کیږي ،

بلخوادصفرا په مرسته دبدن څخه کلوسترین ،بایلېروبین ،ذهرجن فلزات ‌ اوداستقلاب په پایله کې هراړخیز تولیدشوي ذهرجن اوپاتې شوي مواد له بدن څخه بهرته اطراح کېږي.

ينه دانزایموپه مرسته په وینه کې ټوکسين او زهري مواد لکه الکهول تجزیه کوي اوذهرجن خواص يي کموي .

په وینه کې دګلوکوزمقدارکنترول .که په وینه کې دګلوکوزمقدارډیرلوړشي نوپه لومړي ګام کې دګلوکوجین Glycogen په شکل اوکه دڅلورسوه ګرام څخه واوړي نوپه خنثي غوړو triglycerides اړول کیږي . همدارنګه که په وینه کې دګلوکوزمقدارلږشي نوبرعکس ګلوکوجین په ګلوکوزاړوي .

شحمیات دلیپوپروتین Lipoproteins په شکل ذخیره کیږي .

په ینه کې دهورمونو توليد،،دکلسترول جوړښت اوکنترول ، اودوینې پروتینو (البومین ،ګلوبولین فیبرینوجین ،ایمونوګلوبولین اونورو) جوړښت صورت نیسي

دوینې لخته کیدنې یاپرڼ کیدنې فکټورونه لکه فایبرینوژن fibrinogen او پروتسترومبین prothrombin جوړښت

. په ینه کې دوینې فیلتریشن ترسره کیږي ترڅوزاړه اومړه شوي سره کرویات لیرې شی.

په ینه کې پروتین وازده ،اوسپنه ،مس ،ویټامین لکه (A,B,D,E, K, B12) ،مینرال اولږڅه شل په سلوکې 20% دبدن وینه ذخیره کیږي

، په ینه کې ذخيره شوي غوړ په کيټون باډي باندې اوړي اوپه دې توګه د بدن لپاره سمدلاسه انرژي د ATP په توګه توليدولای شي .

په رحم کې دماشوم لپاره شپږمیاشتي دویني تولیدکول

کله چې دغذايي موادو پروتین هضم شی نوپه پایله کې ذهرجن امونیاک (NH3) منځ ته راځي چې دینې په واسطه دیوریادوران Urea cycle په مرسته په لږذهرجنو موادویانې یوریا urea باندې اړول کیږي اوپه ادرارکې دبدن څخه وځي ،

ینه اینزولین ډوله غټوونکی فکټورتولیدوی (IGF-1) ،نوموړی یوهورمون دی چې دکوچنیانوپه وده کې مهم رول لوبوي

ینه دترومبوبويتين Thrombopoietin دتولیدلپاره یومهم ځای دی . نوموړی یوګلایکوپروتین دی چې د صفيحاتولیدکنترولوی

په ینه کې دوینې جریان (Blood flow ) :

ینې ته ددووسرچینوڅخه وینه وربهیږي . لومړي دینې وريد الباب Hepatic portal vein په واسطه 75% اودویم دینې اصلي شریان Common hepatic artery په واسطه 25% وینه ځیګرته ورننوځي . په وریدالباب کې لږاکسیجن لرونکې اوپه غذايي موادوغني وینه جریان لری اودطحال ،دجهاذهاضمې سیستم څخه راټولیږي اوینې ته وربهیږي . دوریدالباب په وینه کې په عمده توګه جذب شوي غذايي موادوي اوکیدای شي چې پکې بکټریاوې ، دواګانې اوذهرجن موادشتون ولري .

هغه غذايي موادچې دکولموڅخه وینې ته انتقال کیږي لومړی د وريد الباب ((Vena portae) په واسطه ینې ته ننوځي .پاکه اواکسیجن لرونکي وینه دینې شریان په واسطه ینې ته وربهیږي . دواړه ډوله وینه یانې شرایني وینه اووریدي وینه دینې په شعریه رګونوکې Liver sinusoid سره ګډيږي . ورپسې وینه دویښتان رګونو capillary یانې موی رګ څخه په خپل وارسره مرکزي ورید V. centralis ،بیادینې ورید(تور رگ) Vv. Hepaticae ،ورپسې د تش وریدلاندې برخې (الوريد الأجوف) V. cava inf ته جریان مومي اوپه پایله کې دزړه ښي دهلیزته بهیږي . کله چې دینې عمده شریان او وريد الباب ینې ته ورننوځي نوهلته دلوبونوپه څنډوکې په کوچنیوڅانګوویشل کیږي اودصفراسره یوځای ځانګړی درې ګون جوړښت منځ ته راولي . دلوبونوپه څنډوکې یوډول اناتومې جوړښت چې دشریان یوه څانګه Arteriae interlobulares ،دوریدالباب یوه څانګه interlobulares Venae اودصفرانل interlobular bile duct څخه تشکیل شوی وی دګلیسن ترایز Glisson-Trias په نوم یادیږي . دینې لاندې سطحې پوښ fascia viscerales کې ددخول یوه سیمه شته ده چې د Porta hepatis په نوم یادیږی . په دې ځای کې وريد الباب Vena portae hepatis او دینې شریان A. hepatica ینې ته ورننوځی اودهمدې ځای څخه دینې مشترک تیوب Ductus hepatici. راوځي . دصفرامایع یاداچې دصفراپه کڅوړه کې ذخیره کیږي اویادضرورت سره سم اِثنی‌عَشَر Duodenum ته ورتویږي .

په ینه کې دحجروډولونه (Cell types) :

دینې په لوبونو(فصيص) کې دوه ډوله حجرې شته دي . په سلوکې اتیا 80% دهیپتوسایت hepatocytes حجرې دي اوپاتې یې فاګوسایت خوړونکي حجرې دي چې دکپر سلول Kupffer cell په نامه سره یادیږي . نوموړې حجرې غیرفعال سره کرویات دمنځه وړی . همدارنګه دکپر خوړونکي سلول زاړه سره کرویات ،زاړه سپین کرویات،بکټریااونوربیګانه اوذهرجن مواددمنځه وړي کوم چې په وریدي وینه کې دمعدې اوکولموسیستم څخه راځي خوهغه څوک چې په الکهولو،روږدی وي دکپر خوړونکې سلولونه دومره فعال کیږي چې دهغوی ځیګر تخریب کوي .

دصفرا جریان (Biliary flow ) :

دصفراکڅوړه Vesica biliaris دناک په شان شکل لري ،طول يي د7-10 cm پورې رسیږي . نوموړې کڅوړه دځیګر په لاندني پوښ سطحه fascia viscerales باندې نښتي ده اودکڅوړې مجرا Ductus cysticus په واسطه دینې مشترک مجرا سره تړلې ده . هره ورځ لږڅه اته سوه نه ترزرملی لیتر 800 -1000 ml صفرامایع دهیپتوسایت حجروپه واسطه افرازکیږي اوپینځوس ملي لیر دصفراپه کڅوړه کې ذخیره کیږي . که چیرته دینې په وريد الباب کې ډیرصفرااسیدشتون ولري نودصفرامایع دځیګرهیپتوسایت حجروفعالیت هم زیات کیږي اوپرلپسې دافرازاوتولیدکړنلاره ګړندی کوی . ورپسې دصفرانلونوته بهیږي . صفراوي لارې چې په ځیګرکې هرې خواته تیرې شوې دي ټول په ګډه سره خپله صفرا نوموړې کڅوړې ته تشوي . صفراوي کڅوړه درې اساسي دندې لري لومړی داچې دصفرا زیرمتون دی يعنې صفراپکې ساتل کيږي .دغه ماده په پر له پسې ډول ځیګر کې جوړیږي خو یوازې داړتیاپه وخت کولمو ته تويږي نو صفراوي کڅوړه صفراوي ماده ساتي اوپه مناسب وخت کې دهورمونونوپه ځواب کې دغه کڅوړه ځان راټولوي او خپله صفرا کولموته لیږدوي . دا دصفراوي کڅوړې دوهمه دنده ده او ددغې کڅوړې دریمه دنده دصفراغلیظه کول دي .په هغه موده کې چې صفرا په کڅوړه کې پاتې کیږي له هغې اضافي اوبه جذب کیږي په دې ډول نه پریږدي چې اضافي اوبه له بدنه ووځي .

په ینه کې دصفرامایع تولیدکیږي اوورپسې په کوچنیوکانالونوکې راټولیږي اوبیاتیوب ډوله مجرای صفراوی Bile duct ته ورتویږي . دینې دشی خوااوکیڼي خوامجراووکې صفراوي مایع په خپل وارسره دینې مشترک مجرا ته Ductus hepaticus communis وریهیږي .

دسیستیک تیوب Ductus cysticus خوله یوخوادصفراکڅوړې ته ورننوتلي دی اوبله خوله يې دینې مشترک مجرا سره یوځای کیږي اوپه پایله کې دصفرامشترکه مجرا Common bile duct ورڅخه جوړیږي . دیادولووړده چې دینې څخه دصفرامایع راوځي اوبرعکس وریدي وینه د وريد الباب اوشراینې وینه دینې اصلي شریان په واسطه ینې ته ورننوځي . په بله ژبه دصفرامایع اودوینې جریان دیوبل په تړاوپه مخالف سمت کې بهیږی .

دینې لوبونه (Lobes )

دینې په قدامی سطحه باندې یولورډوله جوړښت Falciform ligament لیدل کیږي چې ینه په شی اناتومي لوب اوکیڼه اناتومي لوب باندې ویشي . جګرددووغټولوبونواوددووکوچنیولوبونوڅخه جوړدی ، ښی غټه ټوټه یانې فص (Lobus dexter) دحجاب حاجزلاندې پرته ده،کیڼه غټه ټوټه یانې فص (Lobus sinister), آن دخیټې چپې خواته دپاسه رسیږي . دوه کوچنۍ ټوټې عبارت دي له مربع ډوله لوب (Lobus quadratus) اولکۍ ډوله لوب (Lobus caudatus). نوموړي لوبونه په خپل وارسره دنوروکوچنیولوبګیو lobules څخه جوړې دی او شپږکونجه جوړښتونه لري . لوبګي پخپله دځانګړواپیتیل حجرو Hepatocyten څخه جوړې شوې دی. بلخوالوبګي شفاف کوچني شعریه رګونه lobules لري چې دمنځ څخه يې وینه تیریږي .

دینې ناروغۍ :

دینې ناروغۍ لامولونه ډیردي خواړین يې کیدی شي ،دوایرسونوپه واسطه التهاب ،تومورونه،الکهول،ذهرجن مواد وي . په وینه کې دینې انزایمونواندازه کول دینې ناروغۍ په اړوند پوره مالومات وړاندي کوي . دبیلګې په توګه د یوټاکلی انزایم gamma-glutamyltransferase چې لنډیزيې په GGT ښوول کیږي اواندازه کول يې ډیراړین دی . داځکه چې دنارمل مقدارڅخه دنوموې انزایم تغیر دینې سلولونو نیمګړتیاپه ډیره حساسه توګه راښيي . نورانزایمونه عبارت دي له : GOT، GPT اوAP الکالي فوسفېتيز دی .

غوړه ینه Fatty liver : دینې په حجروکې په لوړه اندازه تري ګلسراید triglyceride راټولیږي .

هپاتیتیز hepatitis : دینې التهاب ناروغي ده چې دوایرسونوA;B;C;D;E په واسطه منځ ته راځي

سیروزیس Cirrhosis : دینې مزمن ناروغۍ پایلې دي اومشخصات يي دادي چې دینې نسج د نوروفیبري نسجونه په واسطه تعویض کیږی .ددې په څنګ اضافه اودپرهارپه شان ،توپيرلرنکي نسجونه منځ ته راځي

دینې سرطان : Hepatocellular carcinoma : نوموړې ناروغي په ثانوي ډول منځ ته راځي او دوایرس B اویاC هیپاتیت التهاب په پیله کې پیداکیږي .

(په درنښت)

(دلکچرنوټ لومړۍ برخې پای )

لیکوال : پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ

ځاي : دجرمني هیواد

نیټه : دنومبرمیاشتې دوه ویشتم 2012 زکال

اخځلیک :

۱- http://lomalindahealth.org/common/legacy/llumc/transplant/images/

۲- http://drugline.org/img/term/hepar-6991_3.png

۳- http://medicalcenter.osu.edu/patientcare/healthcare_services/liver_r

۴- http://radiographics.rsna.org/content/28/2/359/F3.expansion.html

۵- http://education.yahoo.com/reference/gray/subjects/subject/250

۶- G.J. Tortora,B.H.Derrichson; Anatomie und Physiologie 2006;

Willy Blackwell Verlg

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب