څرنګه د زېږون کنټرول یا مخنیوی وکړو؟

د زېږون د کنټرول لارې څه دي؟

د زېږون د کنټرول یا مخنیوي څو ډوله لارې شته. لاندې به تاسې د یوې طبیعي او یو څو عامو لارو په اړه وپوهېږئ:

د ایستنې یا بهر کښنې طبيعي لار

په دې طریقې سره، یو سړی خپل تناسلي اله د ښځې څخه بهر او د هغې د تناسلي الې څخه لرې باسي مخکې له دې چې دی انزال شي. دا طريقه تر نه طریقې ښه ده، مګر دا تل کار نه کوي. ځيني وختونه يو سړی نشي کولی له دې مخکې چې انزال شي بهر یې وباسي. که څه هم چې يو سړی يې په وخت باندې وباسي، ځينې مایع چې سپرم لري له ده څخه مخکې له انزالېدلو کولی شي وڅڅېږي او د امیندوارۍ لامل وګرځي.

کانډم

د سړیو لپاره کانډم د نازک ربړ څخه یوه نرۍ کوچنۍ کڅوړه ده چې سړی يې د جنسي اړیکې په وخت کې په خپل تناسلي اله اغوندي. ځکه چې د سړي مني په کڅوړه کې پاتې کېږي، سپرم نشي کولی د ښځې بدن ته ننوځي.

كانډمې د امیندوارۍ څخه ښه خوندیتوب وړاندې کوي. كانډمې هیڅ اړخيزه اغيزې نلري.

کانډم باید کله چې د سړي تناسلي اله کلکه وي واچول شي، مګر مخکې له دې چې د ښځې تناسلي اله سره وموښلول شي.

د سړیو لپاره کانډم څنګه کارول کیږي؟

۱. په پاکو لاسونو د کانډم سر کښېکاږئ او د کلکې تناسلي اله په سر يې واغوندي.

۲. کانډم ورغړوئ په داسې حال کې چې سر يې کښېکاږلې ساتل شوي وي، تر هغه چې دا ټوله تناسلي اله وپوښي. د کانډم په پای کې خوشې برخه به د سړي سپرم ونیسي. که تاسو د سپرم د را وتلو په وخت کې د سپرم لپاره ځای نه پریږدئ، كانډم ډېره شوني ده چې ماته شې.

۳. د سړي له انزالېدلو وروسته، دی باید د کانډم ژۍ ونيسي او خپله تناسلي اله د مهبل څخه وباسي.

۴. کانډم وباسئ. سپرم مه پرېږدئ چې توی یا وڅڅېږي.

۵. كانډم په تړلو سره بنده کړئ او د ماشومانو او حیواناتو څخه لرې يې په خځلو کې واچوئ.

د زېږون د کنټرول ګولۍ

د زېږون د کنټرول ګولۍ به ستاسې د امیندوارۍ څخه ترهغه چې تاسو هره ورځ يوه ګولۍ اخلئ ساتنه وکړي. تر ټولو عامې ګډې ګولۍ د “ټيټ ډوز” ګولۍ دي چې د اسټروجن ۲۰، ۳۰، یا ۳۵ مایکروګرامه (mcg) لري. هيڅ داسې میتود یا طريقه مه کاروئ چې د ۵۰ مایکروګرامه څخه زیات استروجن ولري. ګولۍ ژر تر ژره د امیندوارۍ مخه نه نیسي، نو د ګولیو اخيستلو په لومړنیو ۷ ورځو کې، د امیندوارۍ څخه د مخنیوي لپاره کانډم يا يو بل شاتړي میتود وکاروئ. د زېږون د کنټرول ګولۍ به تاسو د امیندوارۍ څخه تر هغې چې تاسو هره ورځ يوه ګولۍ اخلئ ساتنه وکړي. دوی ښایي د ښځو لپاره چې ځينې روغتیايي ستونزې لري خطرناکه وي.

اړین: د زېږون د کنټرول ګولۍ د ایس ټې ای يا ایچ ای وي په وړاندې ساتنه نه کوي.

سرچینه:

د جنسي‌اړیکو لنډ لارښود
عبدالهادي ابراهېمي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب