څرنګه د ژوند جوړه وټاکو؟

الله  جل جلاله نر او ښځه پيدا كړي تر څو يو د بل په څنګ کې خپلې روحي او جسمي غوښتنې پوره كړي او د آرام او اطمینان ژوند وکړي.
د الله تعالی له یاد نه وروسته دوهم څيز چې انسان ته ارامي وربښي هغه كورنۍ ده.
له پيدايښت نه وروسته، که څه هم چې الله جل جلاله آدم (ع) ته زيات نعمتونه ورپه برخه كړي وو، خو بيا هم هغه د يوازيتوب احساس وكړ او الله جل جلاله بي بي هوا پيدا كړه ترڅو لده سره يو ځاى ژوند وكړي.
ښځه او نر يو د بل په څنګ كې كولاى شي نيك مرغه ژوند ولري، همدا لامل دی چې زيات شمير ميرمنې خپل د بريا راز خپل خاوند او زيات شمير خاوندان د بريا علت خپلې ميرمنې ګڼي.
خو د دې ټولو سره سره متاسفانه چې كم شمير خلك له نكاح څخه ستر اهداف لري، ځينې يوازې د شهواني غرايزو د پوره كولو لپاره، ځينې يوازې د پيسو … او په همدې توګه خلک د ډیرو ټیټو اهدافو د لاس ته راوړلو په خاطر واده کوي په داسې حال کې چې الله جل جلاله د واده تر شا ډیر ستر اهداف اچولي دي.

د میرمنې ټاکنه

يو له مهمو او شايد هم له ستونزمنو كارونو څخه د مناسبې ميرمنې پيدا كول او ټاكل دي، ځكه چې پدغه كار كې تيروتنه يعنې ځان د غمونو او مصيبتونو كندې ته غورځول دي. د ميرمنې په ټاكنه كې تيروتنه داسې تيروتنه نه ده لكه چې د سوداګرۍ په ډكر كې رانه سر وهي، ځكه  هغه تيروتنه د وخت په تيريدو سره له ياده وزي او يا هم جبران كيږي، مګر په نكاح كولو كې تيروتنه نه د وخت په تيريدو سره له ياده وزي او نه هم جبران كيږي. نو ضروري ده چې دغه ټاكنه په پوره دقت سره وشي.

د ژوند لپاره د مناسبې ښځې ځانګړتیاوې دا دی:

1.    د هغې د افكارو پيژندنه.

پدې بايد وپوهيږې هغه ښځه چې غواړي په راتلونكې كې ستا ميرمن شي كوم څيزونه ورته د ارزښټ وړ دي او كوم څيزونه ورته ارزښت نلري، په عمومي توګه څه ډول فكر كوي او ايا ستاسو دواړو افكار يو شان دي كه سره يو شان فكر نه كوى. مثلاً هغه د دين په اړه څه ډول فكر كوي، د ټولنې د افرادو په اړه، كوم څيزونه د دې په اند ښه او كوم بد دي، پدې باندې ځان پوهول چې ستا نه څه غواړي، او خوښوي چې راتلونكى خاوند يي څه ډول صفات ولري.
په نوموړو خبرو او نوروارزښتونو باندې پوهيدل زيات اړين دي. اجازه وركړى چې لومړى ښځه خپلې خبرې پيل كړي، وروسته د دې په غوښتنو سوچ وكړﺉ، خو كه لومړى تا خبره پيل كړې نو زيات شمير ښځې دي چې د خپل خاوند ټول ارزښتونه يي منلي وي خو وروسته له يوې مودې يي بيا هغه له ياده ويستلي، ځكه چې هغه وخت ميرمن يوازې د نكاح كولو په سوچ كې كې وي هغه هم د كورنى د فشار او يا هم د خپل كورني چاپيريال نه د تښتيدو پخاطر.

2.    دينداري.

د ښځې دينداري په ګډ ژوند كې مهم رول لوبوي. كه چيرې ښځه دينداره وي دا یو ډول اعتماد رامنځ ته کوي  او اعتماد په كورنۍ كې د ارامتيا سبب كړځي. دينداري انسان يوه ټاكلي چوكاټ ته وراچوي.
له ديندارۍ نه وروسته بیا ښايست، پيسې، اصل او نسب وروستۍ خبرې دي. زه داسې خلك پيژنم چې يوازې يي د ښايست او يا هم د پيسو له مخې ميرمن ټاكلې خو وروسته بيا د بريالي ژوند په رغولو ندي توانیدلي.
سره لدې چې لومړى پر ښايست باندې ډيرې خبرې كيږي مګر د ګډ ژوند له پيل كولو نه وروسته بيا ښايست ورو ورو څنډې ته وزي او نور څيزونه لكه احترام، آداب، اخلاق او … مخې ته راځي. په ځينو ښځو كې ښايست پخپله د دې سبب شوى چې ستونزې رامنځ ته کړي او خاوند ته د خپلې ښځې په وړاندې شك پيدا كړي.
دا خبره دا مانا نلري چې ګواكي ښايست بد وګڼو بلكه ښايسته ښځه كولاى شي د ښایسته خاوند غوښتنو ته ځواب ووايي دا پخپله د نارينه لپاره يوه اړتيا ده. لكه څنګه چې يوازې ښايست ته پاملرنه ستونزې رغوي په همدې بڼه ښايست ته پاملرنه نه كول هم ستونزې زیږوي.

3.    د ښځې د كورنۍ پيژندنه.

د ښځې د كورنۍ پيژندنه د ګډ ژوند لپاره يو اړين څيز دى، داسې كسان شته چې وايي يوازې ښځه مهمه ده، د هغې له كورنۍ سره خو ژوند نه كوم. نه، داسې نه ده. ۵۰% پخپله ښځه او ۵۰% د هغې كورنۍ مهمه ده، په تيره بيا د ښځې په كورنۍ كې د ميرمنې مور مهم رول لوبوي چې د نجلى په تربيه كې مور زيات تاثير لري، يوازېنی كس چې نجلۍ د خپلو ستونزو د حل لپاره ورته مراجعه كوي هغه د دې مور ده، كه چېرې د نجلى مور هوښياره او نه وي نو د ميرمنې او خاوند تر منځ اړيكې سره خرابوي ځكه خپلې لور ته دا ور زده كوي چې څنګه د خاوند نه غچ واخلي بلاخره خبر جګړې ته رسي او د كورنۍ د ويجاړيدو سبب ګرځي.

4.    مناسب سن.

د ميرمنې او خاوند تر منځ د سن توپير د دې باعث كيږي چې يو د بل په خبرو سره پوه نشي او يو بل سره ګرم وګڼي.

5.    ګډ دود او دستور

د ښځې او خاند تر منځ د فرهنګ، آدابو، دودونو، ډوډى پخلو او حتا د خبرو څرنګوالي په مختلفو سيمو كې سره توپير لري. زما په اند ښه ټاكنه هغه ده چې نوموړي څيزونه يې سره يو شان وي. كه په يوه كلمه كې ووايو غوره ټاكنه هغه ده چې پخپل كلي او ټبر كې وي، زما مطلب دا ندى چې كه چيرې ښځه د بل ځاى وي نو نارينه ورسره ژوند نشي كولاى بلکه زما مطلب دا دى هغه ګټې چې په نژديوالي كې پرتې دي په بل مكان كې نشته، ځكه كله چې كومه ستونزه منځ ته راځي او هغه د ميرمنې د خپګان سبب شي نو كه ميرمنه چيرته د پلار كور ته په تفريح ولاړه شي، دغه خپګان به له منځه ولاړشي.  دلته دا خبره هم اړینه چې د د ډیرو نږدې خپلوانو تر منځ واده کول د صحی پلوه ښه ندي، یعنې هغه څوک چې سره وینه یې ګډه وي لکه د کاکا، ماما او ترور اولادونه، دا اوس اوس طب ثابته کړې چې دا ډول ودونه د راتلونکو ماشومانو په روغتیا کې خورا ستونزې پیښوي نو له همدې امله ښه ده چې له داسې نږدې خپلوانو سره واده ونه شي.

6.    صحت او روغتیا ته پاملرنه

د میرمنې په انتخاب کې دا لازمې خبره ده چې د هغې روغتیا ته پاملرنه وشي، تر څو الله پاک نیکمرغه ژوند او صحت مند اولادونه ور په نصیب کړي

دا هغه اساسي ټكي وو چې د مناسبې ميرمنې په پيدا كولو كې اړين دي.

د خاوند ټاکنه

د ژوند لپاره د خاوند ټاكل، هغه هم داسې خاوند چې خپله ښځه درك كړاى شي، د هغې غوښتنې ورپوره كړي او خوشحاله يي وساتي څه ساده كار ندى، ځکه نو باید ‎لاندې ټكي پدې ډګر کې په پام كې وساتو.

1.    د روغ بدن خاوند چې په مخدره توكو نه وي اخته.

2.    د هغه افکارو ته پاملرنه

د راتلونكي خاوند د افكارو او د ده د لومړيتوبونو پيژندنه، په نارينه كې د پيژندنې وړ ټكي دا دي چې ته پدې وپوهيږې چې هغه ولې ته ټاكلې يې، يعنې څه شي وهڅاوه چې تا خوښه كړي، ستا ښايست، پيسو… كه چيرې نارينه ښځه د هغې د شخصيت له مخې خوښه كړې وي يعنې پيسې، مال، ښايست …  يي وروستي علتونه وي نو هغه وړ سړى دى، ځكه پيسې، مال او ښايست هره شيبه امكان لري له منځه ولاړ شي مګر يوازینى څيز چې ثابت دى هغه شخصيت دى.

3.     دينداري

له دينداره خاوند څخه ډير كم پېښيږي چې پخپله ميرمن باندې ظلم وكړي او ميرمن يي دا ډار نلري چې ګواكي د دې خاوند د بيلارو ښځو سره ناسته ولاړه لري او يا هم د دې په نشتوالي كې په بدو اعمالو لاس پورې كړي.

4.    له قهرجن سړي نه ځان ساتل

هغه سړى چې زر په غوسه كيږي نشي كولاى چې په ښه توګه خپله ميرمن درك كړي حتا د ده غوسه د دې سبب ګرځي چې خپله ميرمن وډبوي او بې احترامي يې وكړي ځكه چې قهر او مينه دوه سره په ټكر كې څيزونه دي.

5.    له روحي او اجتماعي پلوه په ځان متکي وي

هغه نارينه چې په كلكه توګه په مور، پلار او نورو پورې تړلى وي او نشي كولاى چې په يوازيتوب سره فكر وكړي، نو هغه د ستونزو د زغملو توان هم نلري، او د دې باعث ګرځي چې په هر كار كې خپله كورنۍ ورګډه كړي او د نورو لپاره لاره هواروي چې د دوى په ژوند كې لاس ووهي.

6.    له مالي پلوه په ځان متکی وي

دا يو واقعيت دى چې ژوند مادياتو ته اړتيا لري. هغه سړى چې وزګار وی او په نورو پورې تړلى وي نو د مرستې كونكو كسانو په نشتوالي كې خپلې ميرمنې ته طلاق وركوي. له همدې امله باید دې ته پام وکړو چې آیا دا کس كولاى شي د خپل ځان او ميرمنې مادي اړتياوې پوره كړي او كه نه.

7.    د نارينه د كورنۍ پيژندنه.

دا په همغومره اندازه مهم دي لکه د ښځې کورنې.

8.    د سن نزدېوالی

9.    د دودونو او رواجونو ورته والی

هيله لرم چې ياد شوي مطالب د ژوند د ملګرې په ټاكنه كې درسره مرسته وكړي.

سرچینه: نوار اسلام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب