څرنګه ځان ته تحلص وټاکو؟

تخلص څه شی دی؟

 د نړۍ د ادبيانو او ليکوالو سربيره افغان اديبان ،پوهان ،او سياستوال د خپل ار (اصل) نوم سربيره تخلص هم ږدي.
دا وه لنډکۍ سريزه اوس به راشو د تخلص معنا ته او يو ځل به دغه ويى (لفظ) او کلمې ته لږځير شو.
تخلص عربي کلمه ده ،چې په صرفي مصادرو کې د تفعل باب مصدر دى ، لغوي مانا يې خالص کول او ځانگړي کول دي.
په اصطلاح کې پورته نغوته ورته وشوه په او سمهال کې چې زمونږ ځوان کول د استعداد خاوند کيږي او طبعآ د ځان لپاره تخلص غوره کوي ،نو بايد ښه فکر وکړي، چې د نوښت له مخې ښکلى او تلپاتى تخلص ومومي او له ده څخه وړاندې د بل چا نه وي ، ځکه، چې تخلص په دې دلا لت کوي، چې دغه نوم د همدغه دى، چا چې د ځان لپاره غوره کړى دى.

د تخلص يو څو ډولونه درپيژنو:

١. مرکب تخلص : لکه رشيد افغان ،علي صبا ،اباسين يوسفزى او داسې نور..
٢. قومي تخلص : چې تخلص خپل قوم پورې وتړي لکه مومند ،شينوارى .داودزى ،خوږياڼى .
٣. سيمه ييز تخلص: د دغه تخلص نسبت يوې سيمې ته کيږي لکه کوټوال ،حصارشاهيوال ،رودوال ، مزينه وال ،حصارک وال ، خوستوال ، پکتياوال .
٤. کورنى تخلص : دغه تخلص په يوې کورنۍ پورې ځانگړى وي، چې بيا په دغه کورنۍ کې چې څومره د استعداد خاوندان راځي نو نسبت يې همدغه کورنۍ ته کيږي لکه :د مجديدي ،گيلاني ،او جيلاني ، چې د مجددي نسبت مجددالف ثاني او د گيلاني يا جيلاني نسبت شيخ عبدالقادر جيلاني ته کيږي .
٥. پلار ته نسبت : ځينې خلک د خپل پلار نوم د ځان لپاره تخلص وگرځوي او يواځې د زوى کلمه ورزياته کاندي، لکه گلاب زوى او سرورزوى او کله د پلار نيمگړى نوم د ځان لپاره تخلص غوره کړي لکه : صميم د صميم الله او نظامي د نظام الله څخه اخيستل شوى دى
٦. د خپل نوم جز: ځينې وگړي د خپل اصلي نوم يوجزياپوره برخه د ځان لپاره تخلص گرځوي لکه : افسر علي افسر ،عابد الله عابد ،سيد صابر شاه صابر او نجم الدين نجم .
٧. ځينې بيا د خپل پلار تخلص ځان لپاره غوره کوي لکه : ډاکټر خوشحال تسل، چې د خپل پلار محمد عارف تسل څخه يې تسل غوره کړي
٨. ځينې ليکوال د ځان لپاره تخلص په خپله غوره کوي .چې بيا يې عام وگړي په خپل غوره کړي تخلص پيژني ،چي دغه وگړي د فلانۍ کورنۍ څخه شمېرل کيږي .لکه :رفيع ،زيار ،صميم ،شپون که له دوي څخه وروسته په دغه ادبي کورنيو کې هر څومره د استعداد ځوانان ډگر ته راځي ،نو په همدغه تخلص به ياديږي ،چې دې ډول تخلص ته شخصي تخلص هم ويل کيږي .
٩. ځينې خلک بيا د خپلو قوميزو ،سيمه ييزو ،کورنيزو او شخصي تخلصونو څخه سرغړونه وکړي او د ځانونه لپاره نوي تخلصونه غوره غوره کاندي، چې دوى ته بيا هم دغه ازادي شته، چې د ځان لپاره نوى تخلص غوره کړي خو بايد دومره فکر وکړي چي د بل چا په تخلصونو باندي تېرې ونه کړي او له نوښته کار واخلي .
١٠. يو بل صورت هم شته چې زه يې يادښت اړمن او لازمي بولم او دغه ناجايز صورت دى، چې هر څوک بايد ترې ځان وژغوري .هغه دا چې ځينې خلک د ځينو مشهورو اشخاصو تخلص د ځانونو لپاره غوره کوي او يا په ځينو ورځپاڼو او جريدو کې چې يې د چا تخلص خوښ شي ،نو د ځان لپاره يي وټاکي چې دغه ښه کار نه دى او زه يي ښه نه انگيرم ،ځکه په دې سره د ځينو مشهورو اشخاصو څخه ناوړه گټه پورته کيږي او د هغوى مشهورو او غيرو مشهورو شخصيت باندې هم يو ډول ناوړه اغيزې شيندي . او په بهر کې به عام لوستوال دا گومان کوي، چې دغه شخص د فلانۍ مشهورې کورنۍ څخه دى او په اصل کې به له هغې څخه نه وي اوسمهال د نورو تخلص کيښودل که مشهور وي او که نه ،خو په ځان باندي کيښودل يي زيات دي او دغه دود زمونږ په اوسني ځوان کول کې ډير زيات عام شوي او په يو تخلص دومره ليکوالان ليدل کيږي چې خپل اصلي نوم ورسره ياد نه شي نو څوک يې نه پېژني.
ما د زيار په نامه تخلص يوازې د ډاکټر مجاور احمد زيار پيژندو، چې د ډير پخوا راهيسې يې دغه نوم د ځان لپاره غوره کړي و . خو اوس د ډاکټر عبدالخالق زيار او جان اغا زيار په نامه نور ليکوال دلته په پښتونخوا کي شته چې زما په اند کيدى شي ،چې دغه تخلص يې د ډاکټر مجاور احمد زيار څخه اخيستى وي ،ځکه چي نه ورسره د خپلولۍ څه رشته لري او حتا چې د سيمې يې هم نه دي ،زمونږ ليکوا ل او شاعران او بيا په ځانگړي ډول د استعداد خاوندانو ته ښايي، چې د خيال او شعري نوښت سره سره په خپلو تخلصونو کې هم ښکلى او اساسي نوښت وکړي.د مثال په ډول که تاسو (په څله کې گلابونه) نومي کتاب وګورئ ، هغوى ځوانانو د شعري نوښت سره يې په تخلص کې هم ښايسته په زړه پورې نوښت کړى، چې د ستاينې وړ دي .لکه :اند ، پرتم، پرهر، څار، ځواب، رودوال ، او خوښ، دغه پورتني گرد جايز صورتونه دي چي ليکوال يا د استعداد خاوند کولى شي،چې په دې رڼا کې د ځان لپاره تخلص غوره کړي.

فضل قادر انډیوال

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب