څلور اتیا ۸۴ لوی یا کبیره ګناهونه

کبیره ګناهونه څه ته وايي؟

كبيره ګناهونه هغه دي چي قران يا احاديثو عذاب، حد (شرعي سزا) اويا لعنت پرې ويلي وي. د ټولو كبيره ګناهونو دوام كفرلازموي خو د ځينو كبيره ګناهونو يو وار كول هم كفر دئ او هره كبيره ګناه د دوزخ د واجبيدولو سبب كيدائ سي.

بايد يادونه وسي چي پرصغيره ګناهونو دوام هم كبيره ګناه ده !!!

کبیره ګناهونه کوم دي؟

۱. د خداي ج سره شريك نيول
۲. بيګناه مومن وژل
۳. سحر او جادو كول
۴. قصد آ نمونځ قضا كول
۵. زكات نه وركول
۶. بيله عذره د رمضان د مياشتي روژه خوړل
۷. د قدرت په وخت كښي حج نه كول
۸. د موراو پلارسره بدسلوك كول
۹. د مؤمنو دوستانوسره اړيكي پريښوول
۱۰.زنا كول ۱۱. لواطت كول
۱۲. سود خوړل
۱۳. ديتيم مال خوړل
۱۴. په خداي ج يا رسول ص پوري درواغ تړل
۱۵. د جهاد له ميدان څخه تيښته كول
۱۶. دحاكم لخوا پررعيت ظلم كول
۱۷. خودخواهي ،غروراوتكبركول
۱۸. ددرواغوشاهدي اداكول
۱۹. شراب څښل
۲۰. قمار كول
۲۱. پرپاك لمنو ښځو د زنا تهمت لګول
۲۲. همسايه زهير ول
۲۳. غلا كول
۲۴. لاره وهل
۲۵. ناحقه قسم اخستل
۲۶. ظلم كول
۲۷. د مسلمانانو څخه ججه اخستل
۲۸. حرام مال خوړل
۲۹. ځان وژل
۳۰. درواغ ويل
۳۱. غير عادلانه قضاوت كول
۳۲. رشوت اخيستل
۳۳. پرمسلمان لعنت ويل
۳۴. يو چاته نسب پيغورول
۳۵. مسلمان د هغه د ښمن ته ښوول
۳۶. كالي او بدن د بولو څخه نه ساتل
۳۷. د شهرت لپاره عبادت او ښه كارونه كول
۳۸. په وزن او پيمانه كښي كمي كول
۳۹. په امانت كښي خيانت كول
۴۰. د نيكي وروسته پرچااحسان اچول
۴۱. قضا او قدردرواغ بلل
۴۲. د مسلمانانوپټ رازونه معلومول
۴۳. د مسلمانوپه منځ كښي فساد اچول
۴۴. نارينه د ښځي يا ښځه د نارينه په څير ځان جوړول
۴۵. دوعدي څخه مخالفت كول
۴۶. د نجومي اوكاهن غيبي ويناوي منل
۴۷. د ميړه څخه د ميرمني نافرماني كول
۴۸. پرديوال، كاغذ ،ډبره ،اوسپنه اونوروشيانو تصوير ليكل
۴۹. د تكليف په وخت كي په ځان حملي يا چغي اوناري وهل
۵۰. پر ميرمن او ترلاس لاندي كسانو باندي ظلم كول
۵۱. د كامل اسلامي حكومت پر ضد بغاوت كول
۵۲. د بيت المال ،غنيمت اوزكات په مال كي خيانت كول
۵۳. مسلمانان ازارول يا ښكنځل ورته كول
۵۴. د خداي ج دوستانوته ضرررسول
۵۵. د كبراوزينت لپاره پايڅي كښته كول (نارينه )
۵۶. سره زريا وريښم استعمالول (نارينه )
۵۷. د بادارڅخه د مريي تښتيدل
۵۸. د خداي ج د نامه څخه پرته دبل چاپه نامه ذبح كول
۵۹. د پلارڅخه پرته بل څوك نسبي پلاربلل
۶۰. حيرانوونكي خبري اوجنجالونه كول
۶۱. د خلگو څخه او به منع كول
۶۲. ديني علم ددنيوي ګټو لپاره حاصلول او علم پټول
۶۳. د خداي تعالي ج د عذاب او سزا څخه بيغمي كول
۶۴. د خداي تعالي ج درحمت څخه نااميدي كول
۶۵. بيله عذره د جماعت نمونځ پريښوول
۶۶. څوجمعي پرلپسي د جمعي نمونځ پريښوول
۶۷. په وصيت سره وارثانو ته نقصان رسول (پردي خلګ په ميراث شريكول)
۶۸. دهوكه اوچم كول
۶۹. درسول عليه السلام اصحاب رض په بدونومونوبلل
۷۰. دمسلمانانو په حال دهغوي د ښمنان خبرول
۷۱. په كورني كښي اخلاقي فساد زغمل (ديوثي)
۷۲. په ګناه اخته مؤمن كافر ، بي ايمانه ، دخداي دښمن يا خداي وهلي بلل
۷۳. دلارولوحي اونښي بدلول
۷۴. بدلاريوته خلګ بلل يا نا رواشيان جوړول اوعامول
۷۵. طلاقه سوي ښځه ترنكاح وروسته لمړي ميړه ته طلاقول
۷۶. حيوان د داغ په مرسته نښاني كول
۷۷. د سروياسپيونوزرولوښي استعمالول
۷۸. تهمت، غيبت، او بهتان ويل
۷۹. د مسجد اواسلامي مدرسي نړول
۸۰. د قران يادكړي ايتونه هيرول
۸۱. د خداي د ذات يا صفا توپرته په بل شي قسم اخيستل
۸۲. د خوراكي موادوپه ګراني خوشحاله كيدل ۸۳. كفري رواجونه خوښول
۸۴. حلال بد ياحرام ښه ګنل
۸۵. ساز اورقص خوښول
۸۶. پر نصيحت د قدرت په خت كښي نصيحت نه كول.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب