څنګه خپله ورځ تنظيم کړو؟

كله چې انسان دخپلو ورځنيو چاروپه تنظيم كې بريالې شي هغه كولاي شي چې دخپل ژوندپه تنظيمولوكې هم برې ومومې.

ليكوال : دكتور عوض القرنى
ژباړن : دکتور شفيق الله امين

ډير خلك دې چې خپله ورځ بې پروګرامه او بې هدفه تيروي، اوله دې امله له ډول ډول ستړياواوكړاونو سره مخامخ كيږي.
قدرمنه : زه غواړم چې تاسره دورځې په تنظيمولوكې دځينو لارښونو په وړاندې كولو سره مرسته وكړم هيله ده چې عملې بڼه وركړي:
1.    دورځنيو چارويو ليست دشپې څخه اوياګهيځ جوړكړه اوله ځان سره يې په جيب كې وساته، دهركارله سرته رسولو وروسته پري كرښه راكش كړه .
2.    ديادښت لپاره  په لنډو الفاظوسره خپل كارونه په پاڼه وليكه.
3.    دهر كار لپاره مناسب وخت، دپيل او پاي ټكې وټاكه .
4.    خپلې چارې په جغرافيائي لحاظ سره وويشه، چې په يو ځاى كې دڅوكارونوكول درته شونې شي، اودوخت سپما هم وشي .
5.    خپل ليست داسې ترتيب كړه چې دچاروزيادت او كمښت پكې داړتيا په وخت كې شونې وي.
6.    دبيړنيوچارولپاره څه وخت په نظر كې هم ونيسه،  لكه نابللي ميلمه، دماشوم ناڅاپي ناروغې، دموټر عوارض او داسې نور .
7.    دلويو چاروترڅنګ خالې وختونه دكوچنيو چارولپاره په كار واچوه، لكه ډاكټرته دانتظار په وخت كتاب لوستل، ليك ليكل او يا دتيليفون پواسطه څه چارې سرته رسول.
8.    كله چې ورځنۍ چارې ستا په واك كې وي داسې متنوع ليست يې جوړكړه چې زړه تنګې پكې پيدانشي، لكه :شخصې، كورنۍ اوبهرنۍ چارې.
9.    دورځنې پروګرام يوه برخه دخپلو لويو پروژو لپاره تخصيص كړه، لكه خپل علم او ثقافت زياتول، دراتلونكې  لپاره تفكير او غوركول .
10.    دريغه چې دخپلو ورځنيو پروګرامونو لپاره يوه فورمه جوړه كړي او له ليكلو وروسته دهرې ورځې فورمه  په بيله دوسيه كې خوندي كړې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب