څنګه خپل کار پرمخ بوځو؟

د كاري ادارو مشران، هركار چې وي, او په خاصه توګه دسوداګرۍ ډول ډول كارونه, ياپه دقيقه توګه دسوداګرۍ ستر موسسات اوشركتونه داوږدې مودې او دڅولسيزو لپاره دكاردپرمختيا پلانونه جوړوي، پدې سره دوۍ كولاي شي چې دټاكلو موخو په لور خپل كارونه دتلپاتې ترقۍ, پراختيا، نوښت اودسياليو په لارروان كړي.

ليکنه: دکتور عايض القرني

ژباړه: دکتور شفيق الله امين

نو د دې لپاره چې څوك دكارونو مشرې په غاړه اخلې بايدد راتلونكې لپاره په پلان جوړونه ښه پوه وي. دادهغو كسانو ترمنځ چې كارونه يې تل دترقۍاو پرمختګ په لور روان وي، اودهغو كسانو چې په كارونو كې دلنډمهال لپاره كاميابي لاس ته راوړاي شي,مګر دوخت دبدلونونواو دورځو داوښتونونوپه مقابل كې دمقاومت ځواك نه لري، او زر له منځه ځي سترتوپيردي.
دځينوهغو څيړنو لنډيز چې متخصصينو پدې ډګر كې كړي دي په لاندې ډول دې:

د تلپاتې موخواو بدليدونكو موخو ترمنځ توپير:
انسان او ټولنه چې هركاركوي بايد موخه ولري، پدې موخوكې ځينې نه بدليدونكې او پاتي كيدل يې دكار له پاتي كيدو پوري تړلې دي.
او ځيني نور يې بدليدونكې دي چې په ځانګړې وخت پوري تړلي وي، دتحقق څخه يې وروسته بلې موخې ته تري انتقال كيږي.
داكوچنۍاوپړاويزې موخې دتلپاتې زياراوستروموخو دلاس ته راوړني په لاره كې تم ځايونه ګڼل كېږي.
دراتلونكې پلان جوړوني لپاره دبرياليتوب لومړي شرط دبدليدونكو اوتلپاتوموخوترمنځ توپېركول دي .

your ads

دراتلونكې ليدنې تعريف :
دتلپاتي موخوهر اړخيزه ساتنه، او دهغي دډير ښه تحقق او لاس ته راوړنې په لاره كې دبدليدونكوموخودائمې نوښت اوپرمختګ ته راتلونكې ليدنه وائي .
نو د دې لپاره بايدپه كاركې د تلپاتي موخو او بيا دبدليدونكوموخوپه هكله خبري وكړو.

تلپاتي موخې:
هر كار چې منځ ته راځې ځانته تلپاتي موخه لري چې دكارترپاي اوږده وي، داثابت هدفونه بايد دشمير په لحاظ لږ خوارزښت يې ډير لوړ وي، دكار موجوديت په هرځاى اووخت كې دهمدي لپاره منځ ته راځې.

له دې هدف څخه بي پروايې يا پريښودل دكاردسقوط اوله منځه تللو معنا لري .
داسې بيلګه راوړوچې هرمسلمان پرې پوهيږي :دانسان دموجوديت هدف دالله تعالي عبادت دي (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْږِنسَ ږِلَّا لِيَعْبُدُونِ). د الذاريات سورت، ۵۶اّيت.
كه داموخه پريښودل شي او انسان دخپل رب عبادت ونه كړي، نوپدې صورت كې دهغه موجوديت هيڅ معنا نلري او نه يې دپاتي كيدو لپاره كوم مبرر ليدل كيږي.
داموخه دژوند ترپاي پوري تلپاتي ده، داله هغو ثابتو موخوڅخه ده چې هيڅ بدلون نه منې (وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى يَډْتِيَكَ الْيَقِينُ). د الحجر سورت، ۹۹ اّيت.
ترمرګه دخپل رب عبادت وكړه.

ددې بيلګه دكار په نړۍ كې:
يوه ډله خلكو دڅه كار لپاره يو شركت جوړ كړ بايد چې دجوړولو څخه ددوۍ په ذهنونو كې څرګنداو ثابت هدف چې دشركت ترشتون پوري به پاتي وي وجود ولري، كه چيري شركت دپنځوسو كلونو لپاره جوړشوي وي بايدداسې ونه شي چې نوموړي هدف په لسوكلونو كې ترسره شي اوبيا دبل هدف لټون كوي كه داسې وشول نو بيا داثابت اوتلپاتې هدف نه بلكې متغيراو بدليدونكې هدف دي.
تل پاتې موخې بايد دشركت دكاركونكوداسې لارښونه وكړي لكه قطبي ستوري چې شمال ته تلونكې مسافر يې تل خپلې مخې ته ګوري.

دهركار ثابت او دائمي هدف هغه دي چه دموسسي ټولي برخي يوه له بلې سره تړي، دكاركوونكو ترمنځ دهدفونو دتحقق په لاره كې يو والې راولي.
دا ثابت اوتلپاتې هدفونه بايد لږ وي، ځكه ډير والي دبدلون نښه ده.
دكارونو په نړۍ كې تلپاتې موخې دڅلورو څخه نه زياتيږي.، لږ داسې كيږي چې شپږوته ورسيږي.
نود دې لپاره بايد په كار كې دثابتوهدفونواوعملي تجربو، پلانونو او عمومي سياست ترمنځ فرق وشي.

ثابت هدفونه بايد دوخت دازميښتونو په مقابل كې مقاومت وكړي، كله چې دخپل كارلپاره هدف ټاكې، بايد داپوښتنه مطرح كړي:
اّيا كيداي شي چې يوه ورځ دكار په بهير كې له دي هدف څخه تير شم؟
كه چيري ځواب په هوكې و، نوبيا دا هدف دثابتوهدفونوله زينې څخه دبدليدونكوهدفونوچوكاټ ته چې بدلون مني وليږدوه.
دتلپاتې هدف اوبدليدونكې هدف ترمنځ دتوپير پيژندلو لپاره يوه كارول شوي لاره داهم ده چې دنوموړي كار په هكله په (ولي) پوښتنه وكړي، بيا له ځواب وروسته داپوښتنه پينځه ځلي تكراركړي.

دبيلګې په توګه:
زمونږدشركت كاردخلكو كورونه پاكول دي.
ولي؟
د دې لپاره چې په عامه روغتياكې برخه واخلو.
ولي؟
د دې لپاره چې دامت تمدن او ترقي زياته شي.
ولي؟
د دې لپاره چې په ژوند كې يې دكارځواك زيات شي. ولي؟
د دې لپاره چې بشريت په نيكمرغۍ كې ژوند وكړي.
ولي؟
ددې لپاره چې دالله تعالي رضا لاس ته راوړو.
نو ويلاي شو چې دشركت تلپاتې هدف دالله تعالي رضا لاس ته راوړل دي.

بله بيلګه : زمونږ موسسه دكمپيوترساينس په برخه كې شاګردان روزي.
ولي؟
د دې لپاره چې خلك دنوي وسايلو څخه دګټي اخېستلو لپاره چمتوكړو.
ولي ؟
د دې لپاره چې دامت ځواك زيات كړو.
ولي ؟
د دې لپاره چې دښمن پري منګولي ونه لګوي.
ولي؟
د دې لپاره چي اّزاد ژوند وكړي.
ولي ؟
د دې لپاره چې خوشحالې لاس ته راوړي.
نو ويلاي شو چې دموسسي ستراوتلپاتې هدف دخلكو لپاره دخوشحالۍ لټون دي.

ته ګوري چې دمال زيا توالې بنسټيز اوتلپاتې هدف نشي كيداي، ځكه مال په حقيقت كې هدف نه بلكې وسيله ده. كله چې هدف سم وي كولاي شي مال هم لاس ته راوړي، او هدف ته درسيدو لپاره يې ولګوې.
تلپاتې هدف په موسسه كې دكاركونكو لپاره دلارښوني مصدر دي نه داچه دموسسي دلوړتيا نښه.
ځكه كيداي شي چې پدې سترهدف كې نورموسسات هم د نورو وسايلوپواسطه درسره ګډوي، بلكې دلوړتيانښه تلپاتې هدف ته دځان رسوني په لاره كې ريښتينوالې او قرباني ده .
د موسسي لپاره دتلپاتې هدف دټاكنې يوه ګټه داده چې دي موسسي ته دكار لپاره هغه خلك راجلبوي چې ارزښتونه او شخصي تصورات يې له نوموړي هدف سره سمون لري .
او هغه خلك چې ارزښتونه، تصورات او شخصي موخې يې دموسسي له هدفونوسره سرنه خوري دكارد پريښودو او دبل ځاى په لټه كې كيږي.

بدليدونكې او پړاويز هدفونه
تلپاتې هدف ته درسيدو لپاره موسسه پړاويز هدفونه ټاكې، بيايې له ښكته څخه پورته روڼوي، بيا په لومړي هدف پيل كوي، له دقيق وصف څخه وروسته ورته مطلوب امكانيات، وسايل او دوخت مناسبه اندازه ټاكې.
اوبيا دهغه ځايه دكار ډلګۍ دي هدف ته درسيدو لپاره هلي ځلي كوي، لدي وروسته بل هدف ته انتقال كوي، بيا بل ته همداسې پورته ځي ترڅو چې ستر هدف ته ورسيږي.
په نړۍ كې سترشركتونه دځان لپاره دلسواو ديرشو كالو تر منځ په موده كې يو سخت اوغټ پړاويز هدف ټاكې او دهغه په ترڅ كې دستراوتلپاتې هدف دلاس ته راوړنې كوښښ كوي، بيا بل پړاويز هدف ته انتقال كوي همداسې پر مخ درومي .
دتلپاتې او بدليدونكې هدف تر منځ دتوپير پواسطه كولاي شي چې په كار كې نوښت اوپرمختګ راولي، د دې راتلونكې درته ښكاره شي او په رڼاكې يې ورته داسې پلان جوړكړي چه ګواكې همدا اوس حاضر وي.

ډيره ستره غلطي چې پلان جوړونكې ورسره مخامخ كيږي هغه هم دموسساتو په كاركې د تلپاتې او بدليدونكې هدف ترمنځ توپير نه كول دي، نو ياخوبه دسترواوتلپاتې هدفونوڅخه لاس په سر كيږي، اودبدلون په چوكاټ كې به يې ږدي او پدې سره به يې موسسه دموجوديت مبرر اوددوام چانس له لاسه وركوي، او يابه بدليدونكې اوپړاويزهدفونه دثابتو هدفونو مقام ته پورته كوي اوپدې سره به يې موسسه دجمود، مړاويتوب اوسقوط سره مخامخ كيږي.

اود دې خطر هم شته چې د يوپړاو په لاس ته راوړنه كې بريالې شي اودنوروموخودپيداكولوځواك ونلري، بيا به ځاى پر ځاى ولاړوي او يوي خوا اوبلي خواته به حيران ګوري، اودخپل تيربرياليتوب قصي به تكراروي .
او كيداي شي چې دپړاويزهدف ټاګنه بريالۍ وي، خودلاس ته راوړنې لپاره يې هلې ځلې كمزوري وي چې داهم ناكامي بلل كيږي.

پام كوه داسې ونه كړي چې موسسه دي دبرياليتوب دڅوكو څخه يوې څوكې ته ورسيږي او تاورته لابله دهغي څخه هسكه څوكه نوي ټاكلې چې دورختو لپاره تګ ته دوام وركړي .
دراتلونكې لپاره دپلان جوړونې دبرياليتوب لوي شرطونه: نوښتي عقلونه، داحساساتو څخه ډك كاركونكې، ښه اداره او تنطيم دي.
چې هركله دابرابر شو، لږترلږه دلسو كلونو لپاره دي دخپلې تګ لاري سالميت لاس ته راوړو .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب