څنګه د انټرنټ لپاره ښه ليکنه وکړو؟

غواړو په دې ليکنه کې تاسو ته ۲۵ داسې لارې چارې وښيو چې په عملي کولو سره يې کولی شئ د انټرنېټي نړۍ لپاره يوه غوره مقاله وليکۍ، په انټرنېټ کې ستاسو لیکنه کېدی شي، د ډېرو زياتو خلکو د پام وړ وګرځي، او يو زيات شمېر لوستونکي پيدا کړﺉ، همدا ډول کولی شئ، په ډېر لږ مصرف سره خپلې پاڼې او يا خپلې ليکنې لپاره يوه ستره بازار موندنه وکړﺉ. ددې کار لپاره تاسو يواځې لږ وخت او لږ دقت  ته اړتيا لرﺉ.
په زړه پورې موضوعاتو په اړه لیکنه ډېره اسانه ده، او يو څو معينې لارې چارې لري، ګڼ شمېر خلک د خپلو مجلو او خپرونو لپاره په انټرنېټ کې په خوږو او زړه پورې لیکنو پسې ګرځي، او په سلګونو ليکوالان په دې انتظار کې وي، چې خپلې ليکنې انټرنېټ ته ورپورته کړي.
خو که ووايو نو هره وېب پاڼه د ليکوال د پېژندګلو لپاره يو څه خامخا لري، چې ستاسو د مشهورتيا لپاره وړيا کار کوي، له لاندې لارو چارو څخه په استفادې تاسو کولی شئ، يوه بهترینه مقاله وليکئ.
1.    لومړی بايد په دې پوه شې، چې پر ليکه (آن لاين) نړۍ کې ليکنې له چابي نړۍ سره يوه دنيا توپير لري، ځکه د آن لاين نړۍ خلک په دې عادت وي، چې د وېب پاڼې پر مطالبو يواځې يوه لنډه کتنه وکړي، د وېب پاڼې صفحه زر زر ښکته پورته کوي او کليدي ټکي پيدا کړي.
2.    خپل مخاطبین همېشه په نظر کې لرﺉ  او يواځې هغوی ته مطلب وليکئ.
 3.    د خپلې ليکنې لپاره يو جالب او زړه راښکونکی عنوان غوره کړﺉ، چې د خلکو پام ځان ته را واړوي او د لوستلو شوق په کې پيدا شي.
4.    د ليکنې عنوان مو بايد وړوکی وي، مګر د لیکنې تيتر کې بیا پوره  آزادي لرﺉ، تر څو لوستونکی د لږ وخت لپاره له ځان سره خامخا وساتي.

5.    د خپلي ليکنې په ليکلو کې له پوره دقت څخه کار واخلئ او د یو کسبه په ډول کار وکړﺉ، د هغو موضاعاتو په اړه ولیکئ، چې پوره معلومات ترې لرﺉ، په ناڅاپي ډول او يا  غير علمي ليکنو څخه په کلکه ډډه وکړﺉ.

7.    مقدمه مو راټوله کړﺉ او اصلي موضوع ته زر دا خل شئ. 8.    خپلو لوستونکو ته په ارزښتمنو معلوماتو ورکولو تکيه وکړﺉ. 9.    په ليکنو کې له لنډونې څخه کارواخلئ، ځکه په آنلاين نړۍ کې اکثره خلک په دې حريص وي، چې زر معلومات راټول کړي. 10.    د اضافي او ورته معناوو لرونکو کلمو څخه استفاده مه کوﺉ، خپله ليکنه د ۱۵۰۰ کلمو په اندازه وليکئ، د نړۍ  اکثره وېب پاڼې چلوونکي، چې د لوړ کيفيت لرونکي لیکنې خپلو وېب پاڼو ته ور پورته کوي نو د کلمو شمېر يې له ۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې وي. د لیکنې لنډوالی د ليکنې د ارزښت نمایندګي کوي. 6.    د ليکنې پاراګرافونه مو بايد واړه واړه وي، ځکه غټ پاراګرافونه لوستونکی ستړی کوي.

11.    د لیکنې د متن په مختلفو ځايونو کې د لوستونکو د را جلبولو لپاره د تعجب له علامې (!) څخه استفاده وکړﺉ.

13.    له طنزيه کلماتو څخه استفاده وکړﺉ، ځکه خلک د معلوماتو د راټولو په وخت کې پوره جدي وي، اما زړه يې غواړي، چې لږ هم وخاندي. 14.    ليکنه له زړه څخه وکړﺉ، بې تکلفه خبرې زر په مغزو کې کيني او زړه ته کوزېږي، د لیکنې جملې يوه له بلې سره مسلسله او پيوسته کړﺉ. 12.    له ځان ښودنې څخه ډډه وکړﺉ.

15.    په لیکنه کې رښتيا ویونکي او امانتدار اوسېږﺉ، او د پرديو له مطالبو څخه استفاده مه کوﺉ، ځکه دا يو ډول غلا ده، د خپلې ليکنې لپاره خپل الفاظ راغونډ کړﺉ، او که د بل چا له الفاظو او يا لیکنې څخه استفاده کوﺉ نو له هغه څخه په مننې او د هغه دنوم په  يادولو سره يې وکړﺉ. 16.    په لیکنه کې متواضع اوسېږﺉ، او داسې فکر مه کوﺉ، چې د لوستونکو علمي سطحه مو له تاسو څخه لوړه ده.

17.    په لیکنه کې له شمېرې ورکولو او برخې برخې وېشلو څخه استفاده وکړﺉ، په دې ډول د لوستونکي لپاره د ليکنې تعقيبول ډېر اسانه وي.

19.    د ليکنې په پای کې د لوستونکو لپاره وړانديز په نظر کې ولرﺉ، لکه د هغوی په ځانګړو  ایمیلونو ليکنې ور لېږل، چې د هغوی د ايميلونو په ليکلو سره به تاسو وکړی شئ، د خپلو لیکنو د بازار موندنې لپاره د ايميلونو يو غټ لست ترلاسه کړﺉ. 18.    د ليکنې په پای کې خپل شخصي معلومات ورکړﺉ، په دې مطمئن شئ چې دا  معلومات تاسو ته د رسېدو لپاره کافي دي. دا ستاسو لپاره هم يو ډول وړيا بازار موندنه ده.

20.    ليکنه انټرنېټ له ورپورته کولو څخه مخکې پوره وګورﺉ  او په هغې شته ټول لينکونه هم یو ځل چک کړﺉ. 21.    ليکنه مو د خلکو په وړاندې ازاده پرېږدﺉ چې خلک پرې  خپل نظرونه ورکړي.
22.    ليکنه په يوې داسې جملې سره پای ته ورسوﺉ، چې د ټولې لیکنې محتوا په کې خلاصه شوي وي، او لوستونکی داسې ځان ته را جلب کړي، چې د ليکنې په ټول هدف پوه شوی وي.
23.    بالاخره لیکنه مو يو ځل بيا وګورﺉ، چې کومې نا مناسبه کلمې او يا  املايي غلطي ونه لري، ځکه تاسو د خپلې ليکنې  اېډېټر په خپله ياست.
24.    ځان په دې مطئن كړﺉ، چې د ليکنې محتويات په خپل منځ کې مناسب  تړون، سره پیوسته او ښه ترتیب لري.
بيا يې وګورﺉ، بيا يې وګورﺉ او بالاخره بيا يې وګورﺉ، چې تر څو ښه مطمئن شئ، چې د ليکنې هر څه جوړ دی.
د يوې ليکنې د ليکلو لپاره خپلې آخري استعداد څخه ګټه واخلئ او له  “غوره” څخه د “تر ټولو غوره” په لټه کې شئ.
ژباړه: عبدالرزاق حبيبي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب