څنګه د هاضمې د خرابوالی مخه ونیسو؟

څنګه د هاضمې د خرابوالی مخه ونیسو؟

د هاضمې خرابوالی انسان په یو شمیرو نورو ناروغیو اخته کوي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا د هاضمې خرابوالی د زړه بدېدنې، ساه بندۍ او پړسیدو لامل ګرځي.

له دې سربیره که چیرې د انسان هاضمه د اوږدې مودې لپاره خرابه وي نو په بدن کې د غیر صحي او زهري مواد د خپریدو لامل هم ګرځي. دلته مو له ځنیو هغو طریقو سره اشنا کوو چې په مرسته يي د خرابې هاضمې مخه نیول کیدی شي.

۱- له اندازې زیاته خواړه خوړلو څخه ځان وژغوري. که چیرې نبوي سنت په پام کې ونیول شي او له مړیدو وړاندې خواړه خوړل بند شي نو د بدې هاضمې څخه له مخنیوی سربیره انسان له نورو بې شمیر مهلکو ناروغیو هم ژغوري.

۲- په ارامۍ سره او په خپلو ټاکلو شوو وختونو خواړه وخورئ. کوښښ وکړئ خواړه په خوله کې په ښه او مکمل ډول میده کړئ. هغه خواړه چې په مکمل ډول نه وي میده شوې هم د هاضمې د خرابوالي لامل ګرځي.

۳- زیات غوړ لروونکې خواړه مه استعمالوئ.

۴- د مصالحه لروونکي خوړو اندازه محدوده کړئ.

۵- له سرګریټ څښلو ځان لرې وساتئ.

۶- کافي او ځینې نور مشروبات په ټاکلی اندازه وڅښئ.

۷- د وزن زیاتیدو مخه ونیسئ.

۸- په ورځنۍ ډول ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۹- د ذهني ارامتیا ترلاسه کولو لپاره مختلفې طریقې وازموئ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب