څنګه غاښونه سپین وساتو !

ټول غواړي چې غاښونه یې سپین او ښکلي وي؛ ځکه پاک او سپین غاښونه پر ځان باور ډېروي او د خبرو کولو پر مهال انسان پر ځان ویاړي او نورو ته هم ښه ښکاري. دلته مو څو اسانه لارې چارې درته په ګوته کړې دي چې په عملي کولو سره یې کولی شی ښکلي او سپین غاښونه ولری.
۱-له سوډا څخه ګټه واخلئ
سوډا د غاښونو د کريمو په څېر کار ورکوي. له وېرې پرته یوه کاچوغه سوډا له اوبو سره ګډه کړی او خپل غاښونه پرې ومینځئ.
۲- ځمکني توت وخورئ
که تاسو فکر کوی چې د ځمکنيو توتو سور رنګ به مو د غاښونو رنګ هم سور کړي، نو تېروتنه کوی. په ځمکنیو توتو کې شته مالیک اسيد چې یو ډول پاکوونکې ماده ده، د غاښونو د سپینوالي او پاکوالي لامل کېږي.
۳- مڼې وخورئ
مڼه نه یوازې دا چې د بدن لپاره ګټوره ده، بلکې غاښونه هم پاکوي او ځانګړې ځلا او ښکلا ورکوي.
۴- اوبه یا شیدې وڅښئ
په شيدو کې شته کلسیم د غاښونو د پیاوړتیا لامل کېږي. پر دې سربېره شیدې او اوبه هغه مایعات دي چې په وسیله یې غاښونه پاکېږي او ځلا پیدا کوي.
۵- پنېر
بل هغه خواړه چې پر پیاوړتیا سربېره غاښونه سپینوي، پنیر دی. په اصل کې پنېر او شیدې د غاښونو لپاره ډېره ګټه رسوي.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب