څنګه له خلکو سره اړيکې جوړې کړو؟

له خلكو سره اړيكې اوهغوی له خپل اغيز لاندې راوستل داړيكو جوړونې د هنر او هوښيارتيا او په ټولنيز چلن كې دسمو لارو كارونې په اړوند څو لارښونې چې خورا ضروري دي ترځانګړې عنوان لاندې په لاندې توګه وړاندي كوم:

ليکوال: دکتور عائض القرني
ژباړه:  دکتور شفيق الله امين

له خلكو سره داړيكو جوړونې څو مهم قواعد:

  1. دالله تعالي سره خپلې اړيكې ښي كړه، الله تعالي به ستا او دخلكو ترمنځ اړيكې ښي كړي، ځكه زړونه دالله تعالي په لاس كې دي چې څنګه يې خوښه وشي هماغسي يې لارښوونه كوي، يواځي هغه ژړول او خندول كوي . (وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْْ…) الأنفال سورت ، ۶۳ اّيت. الله دهغوی زړونه په مينه راټول كړل، كه دنړۍ ټوله شتمني دې كارولې واي بيادې هم هغوۍ نه شو متحد كولاي.

  2. يوه اروايي څيړونكي داڅرګنده كړي ده چې هر انسان ځانګړي پنځ لري چې په عمومي توګه دري دي:

لومړي ـ ظاهري پنځ :چې له كائناتو سره په ظاهري بڼه چلن كوي .

دوهم ـ سمعي پنځ :چې داوريدلو په توسط دكائناتو سره چلن كوي .

دريم ـ احساسي پنځ :چې د داخلي احساساتو او شعور په توسط له كائناتو سره چلن كوي.

دهر څه دمخه دانسان طبيعت پيژندل او دهغه له لارې ورسره مناسب چلن كول داړيكو په ښه او بيړنې ټينګښت كې مرسته كوي .

  1. خپل ځان دې دنورو په ځاى كې تصور كړه بيا ورته هغه خبرې واوروه چې ستا خوښېږي او هغه چلن ورسره وكړه چې دنورو څخه يې هيله لري .

  2. تل مسكې اوسه او په خاصه توګه دسختو او ويرونكو حالاتوپه مهال كې.

  3. دغصې په مهال خپله ارامي وساته، او درسول الله صلى الله عليه وسلم نصيحت په ياد ولره (لاتغضب – لا تغضب – لا تغضب) غصه مه كوه – غصه مه كوه – غصه مه كوه.

  4. تل دنورو دعزة النفس، حقوقو، او اړتياو خيال وساته، او د الله تعالي دا قول په ياد ولره ( وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ) داّل عمران سورت، ۱۵۹ اّيت.
    كه چېري ته بد خوي او د سخت زړه څښتن واي هغوی به هرو مرو درڅخه تا رپه تار او لري شوي و.

  5. دخپلو خبرو په ټاكنه كې كوښښ وكړه، په خاصه توګه په لومړۍ لېدنه كې او دخبرو په مهال دې ځان خوشحاله وساته، او د تندي له تريو والي څخه ډډه وكړه، كه څه هم خبرې دې نرمي وي .شاعر وايې: چې كله يې مخ ته وګورې داسې بريښې لكه تازه ښكلي بريښنا.

  6. كه حالات په موضوع كې دخبرو لپاره مناسب نه و په ډير ظرافت سره يې بل وخت ته وځنډوه .

  7. په خبروكې دي فكاهي او متلونه ويل مه هيروه، ځكه دا د مقابل لورې پاملرنه را اړوې مګر داسې نه چې ډير وخت وركړي، او يا دحق نه تجاوز وكړې .

  8. له خلكو سره مرسته كول اوسوغات وركول كه څه هم كوچنۍ وي دخلكو د زړونو لاس ته راوړلو او اړيكو جوړولو ښه وسيله ګڼل كيږي. رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې(تهادوا تحابوا ) تحفي تبادله كړئ محبت به مو زيات شي .

  9. سلام خپرول، سلام اچول او دنورو سلام ته په ښه توګه ځواب ويل د زړونو كيلي ده د دې كيلي لاس ته راوړلوكوښښ وكړه .دځينوخلكو په څيرمه كيږه چې سلام پرې واچوې په غصه او تعجب درته وګوري، چې څنګه يې راباندي له پيژندو پرته سلام واچاوه.

  10. په وعده وفا او ريښتينې خبرې كول دې خلكوته ګرانوې، كه څه هم دهغوی ټولې غوښتني نشي پوره كولاي.درواغ هغه ناوړه صفت دي چې دانسان وقار هيبت اوباورله منځه وړي، ياد لره چې درواغ د اور لاره ده او دمنافقينو صفت دي.

  11. سخاوت كه څه هم په لږ شي وي دخلكو په زړونو كې درته لوړ مقام ګټې، هيڅ شوني نده چې بخيل اوپه ځان مين انسان خلكو ته محبوب شي.
    الله تعالي فرمايلې دي: (وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ) الحشرسورت، ۹ اّيت)چاچې ځان دبخل څخه وساته هغوی بريالې دي.

  12. دژوند دچارو ښه تنظيم او په چلن كې ساده ګې دخلكو ددرناوې لاس ته راوړني لامل ګرځې كه دښمن هم وي .

  13. دځان او لباس پاكوالې، ښه تنظيم او خوشبوي دښه چلن او نزديكت لامل ګرځې .

د خلكو ډولونه:

په عمومي توګه انسان د ډيرو او پيچلو صفاتو لرونكې مخلوق دي چې عقل، احساسات، عواطف، ويره، شجاعت، سخاوت، بخل، مهرباني، سختې، زغم، غصه، لوړتيا، ټيټوالې او داسې نور د بشريت متضاد او متوافق صفات الله وركړي دي.

ددې صفاتو په زياتوالې او كموالې، پياوړتيا اوكمزورۍ كې لازيات پيچلې لاملونه ونډه لري چې عبارت دي دوراثت، روزنې، چاپيريال، عقايد، ټولنيز، فرهنګې، علمې اوهڅوبې ارزښتونه، تجربوي مهارتونه، اقتصادي او امنيتي شرائط اوداسې نور چې دشمير څخه زيات دي .
هغه ويش چې مونږ يې يادونه كوو هيڅكله ټول انسانان په پريكنده توګه نشي راټولولی ځكه داسې خلك به وي چې ددې ويش څخه به دباندي پاتي وي، اويا به پكې ديادوشووصفاتو په اندازه كې كمې يا زياتې هرومرو ليدل كيږي.

لومړي ډول: ټولنيز عقلي اوتصويري انسانان چې مهم صفات يې دادي :

  1. كايناتو ته كتنه دهغوۍ دتصوير او دسترګو د ليدني پربنسټ كوي، غواړي چې هرڅه ليدلو منظرو اوتصويرونو ته واړوي .

  2. له خلكو سره اړيكې جوړونه خوښوي او دهغوۍ په اړتياو دپوهيدو كوښښ كوي.

  3. دهغو تصويري منظرو او رڼاګانو له امله چې دده په ذهن كې دي په خپلو خبروكې چالاكې كوي څو په پرله پسي منظرو پسي ځان ورسوي، او تعبير يې كړي .

  4. زړه يې دسختو حساسيتونو او نزاكتونو څخه پاك وي .

  5. دهر څه په تفصيل كې غوركوي اوپه ورځنيو ستونزوكې مصروف وي.

  6. دخلكوسره په اړيكو جوړولو كې ماهر وي او دهغوۍ درناوې او باور لاس ته راوړي .

  7. دورځې كارخوښوي اوكوښښ كوي چې كار يې څرګند اوخلكوته ښكاره وي .

  8. له يواځې كار كولو سره نه جوړيږي او حوصله ورته نه لري.

  9. په ټولنيزو فعاليتونوكې له ونډي اخېستو سره مينه لري او نوښت پكې راوستې شي.

  10. په لګښتونوكې سخاوت لري اوپه خلكو زر باور كوي.

دوهم ډول : عقلاني او سمعي چې مهم صفات ېې دادي:

  1. په خبروكې د الفاظو اوع بارتونو په ټاكنه كې زيار باسي.
  2. خبري يې سستي وي، او خپل اواز ته پاملرنه كوي.
  3. اوريدل ډير خوښوي .
  4. يواځې خبرو اومعناګانوته ميل لري .
  5. يواځي والي يې ښه ايسي دشور او ګڼي ګوڼي نه يې بد راځې.
  6. له نوروسره په اړيكو او ټولنيز و فعاليتونو كې له ګډون سره لږه مينه لري.
  7. دهرغوښتنونكې كار لپاره دقيق حساب كوي، هيڅكله په خطري او بي حسابه كاركې برخه اخېستل نه خوښوي.
  8. په ارامه فضا كې دڅيړنو او پلان جوړونې وړتيا لري، اوله خلكوڅخه لريوالې خوښوي.
  9. په څه چې ايمان لري په ډاډمنۍ يې وړاندي كوي پدې عقيده چې نور بايد ورسره دوړاندې څخه موافق وي .
  10. كايناتو ته دالفاظو او ژبې له لارې ګوري، ان تردې كوښښ كوي چې تصويري منظري هم ويونكې وښايې .

دريم ډول : عاطفې اوحسې- چې مهم صفات يې دادي:
1. دمخكينو په نسبت يې خبرې سستي وي .
2. اواز يې ډير ژور او له ژوري ساه سره راوزې .
3. له نوروڅخه زيات دمسؤليت او دروند بار احساس كوي اوله دې امله په مبادېو ټينګ وي اودهغو لپاره دكاركولو هڅه كوي.
4. له خلكوسره دمخامخ كيدو په مهال پرې خجالت او تردد راځې، نوښت او خطر ناك كارونه يې بد ايسې او نوي كار ته وړاندي كيدل هم نه خوښوي.
5. تل په خپل ځواك او وساېلو شك كوي.
6. له خلكو سره اړيكې نه خوښوي، كله چې له نورو سره يوځاى شي په وړه خبره غصه ورځې مګر كوښښ كوي چې چاته ښكاره نشي.
7. له لږو خلكو سره ديوځاى كيدو په مهال دمناظري اونيوكې ليوالتيا لري.
8. دنورو په مشرۍ كې كامياب نه وي، په اسانۍ سره تابع كيږي، مګر په پټه كې له خپل لارښود نه ډيره كركه كوي.

څلورم ډول : عاطفې اوټولنيز، مهم صفات يې دادي:
1. تل دخوځښت اونوښتګر نشاط څښتن وي.
2. ثبات نلري او اوښتونكې پنځ لري .
3. په ګرانښت اودښمنۍ، انتقاد او ستاينه كې ډير زياتوالې كوي، په پريكړه كې دموضوعيت او هر اړخيزې څيړنې څخه كار نه اخلې .
4. دلارښووني اومشرتابه وړتيا نه لري، او داوږدې مودي كار لپاره هم وړتيانه لرې مګر دلنډ مهالو چارو لپاره ښه وي .
5. دلنډ مهال لپاره سړه او ولاړه فضا په خوځښت او ګرمۍ راوستې شي.
6. دخلكو سره دتلپاتې اړيكو جوړونې كې بريالې نه وي مګرله كم علمه خلكوسره دلنډي مودې اړيكوجوړونه په برې سره كولاي شي.
7. په خبرو كې ريښتينې اوپه افكاروكې مستقيم وي، په تورونو لګولو او چل ول نه پوهېږي .
8. ځان ته والې نه خوښوي په هغه كاركې چې يواځيوالې ته اړتيا ولري بريالې نه وي.

په پورتنيو ډولونو كې زيات شمير خلك راتلاي شي لكه څنګه چې اروايې او نفسې څيړنو ثابته كړي ده .كيداي شي چې پورتني ډولونه له يو بل سره داسې يوځاى شي چې ډير نور ډولونه ورڅخه جوړشي، لكه عاطفي راټول سمعي، عقلاني راټول صوري، عقلاني ټولنيز، حسي سمعي او داسې نور.

په انسان كې كمال ناممكن دي، په هر انسان كې مثبت اومنفي اړخونه پيداكيږي، نوله دې امله چې كله له چا سره معامله كوي بايد وپوهيږې چې دا دكوم ډول انسان دي، صفات يې ځان ته معلوم كړي او دهغو پر بنسټ ورسره دچلن پلان جوړ كړي.

انسان كولاي شي چې په خپل زيار سره ښه صفات په ځان كې پيدا كړي او له ناوړه صفاتو څخه ځان وژغورې، او كولاي شي چې دنورو ناوړه صفات هم دروزنې، كوښښ، صبر اوزغم په توسط تهذيب اوسم كړي، په دې سره انسان يو پر بل لوړوالې مومي .

الله تعالي فرمايې: (وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ) د العنكبوت سورت، ۶۹ اّيت.

هغو خلكو چې زمونږ په اطاعت كې زيار وويسته خامخا به ورته لارښونه كوو، اوالله تعالي دنيكانوملګرې دي.
((وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِاّيَاتِنَا يُوقِنُونَ) د السجدۍ سورت، ۲۴ اّيت.
ددوۍ له منځ څخه مونږ امامان اومخكښان جوړكړل چې زمونږ په امر خلكوته لارښونه كوي، ځكه چې دوی صبر وكړ او زمونږ په اّيتونو يې ايمان او باور وكړ.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب