څنګه مثبت فکر وکړو؟

ژوند ته پام کول له هر انسان سره مرسته کوي چې د ستړیا کچه را ټيته کړي، پر نفس اعتماد ومومي او حتى د روغتيايي سلامتيا د ښه والي لامل شي. د ذهنې فشار د کنټرول، د جسمې جوړښت نورمال ساتل او تر ټولو مهم دا چې د زړه د حملې ناروغې مخنیوی کوي. مثبت فکرکول له مونږ سره مرسته کوي چې د ستونزو پر مهال د ژوند چارو ته ښه پام وکړو، د حلارې و ګورو او له ژونده خوند واخلو.

۱- منفي افکار  وپيژنئ:

    د ټولنېزو علومو ماهر او ارواپوه (Mayo clinic)په وینا: منفي فکرونه تاسې له مثبتو فکرونو نه لري کوي. څلور ډوله د منفي فکرونو شتون لري

الف- فلترکول چې یوازي منفي افکارو ته پام کوئ.

ب-  شخصې جوړونه چې تاسې د هغو پېښو پر وړاندې چې رامنځته کېږي سر ټکوئ

your ads

ج- فاجعه جوړونه، هغه پېښې چې رامنځته کېږي لویوئ یې او له هغه څه نه چې رامنځته شوي بدتر ښکاره کوه.

د- قطب جوړونه ده، یعني د هغو پېښو په اړه چې تاسې منفي فکر لرئ او یا مثبت. د مفنې افکارو په درک سره کولي شئ  هغه له ځانه لري کړئ.

۲خپله ورځ مثبته پیل کړئ:

منفي باف خلک تمایل لري چې خپله ورځ په داسې فکر کولو پیل کړي چې ګوندې دا ستونزه او مشکل به رامنځته شي او هغه مشکل او ستونزه. له هغو لارو چارو څخه ګټه واخلئ چې کولی شي ستاسې موخه لاسته راشي او ورځ مو هم د مثبت کار او فکر کولو سره پیل کړئ، هغه څه چې د ورځې په اوږدو کې یې ترلاسه کول غواړئ  پري فکر او ډیر تمرکز وکړئ.

۳د ښه ژوند لپاره ښه تګلاره ولرئ:

داسې یوه تګلاره چې د ښې غذا په خوړو او ستاسې د ستړبا د رفع لامل کېږي مرسته کوي تر څو مو فکرونه مثبت کړي.

د Mayo clinic په وینا: په اونۍ کې دري ځلې ورزش تاسې سره د مثبت فکر په جوړو کې زیاته مرسته وکړي.

۴ورځنی اعتراف ولرئ:

اعترافات مثبت فکر دی تر څو په ځای د دې چې بل څوک دا کار ترسره کړي بلکې تاسې ځان پخپله تشویق او ترغیب کړئ . دا اعتراف هر څه کېدلی شي لکه د (زه به یوه ښه ورځ ولرم) نه نیولي تر د خپلې خوښې وړ نقل قول پوري. همدارنګه کولی شئ یو مثبت فکر ځانته غوره کړئ او کله چې مفني فکر درځې نو مثبت فکر مو په یاد کړئ او تکرار یې کړئ. د ورځې په پای کې له ځان سره حساب وکړئ، چې کوم کوم کار مو ښه او کوم بد دی، پر دواړو اعتراف وکړئ. هم ځان د ښه کار له امله تشویق کړئ او هم د بد کار له امله ځان ترغیب کړئ، د بلې ورځې لپاره مثبت فکر وکړئ چې څه بابد په کوم ډول ترسره کړئ.

۵دا بررسې کړئ چې څه ته تغیر وکولی شئ؟:

کله کله ستاسې په ژوند کې شته مسایل کېدای شي د دې لامل شې چې تاسې منفي فکر وکړي. د کالفورنیا د روانشناسۍ زده کړیال راسل بیشاپ یوې ویب پانې ته په یوه لېکلي مقاله کې د ژوند هغه برخې چې تاسې یې غواړي تغیر کړئ  د یوه غیري متناسب مسلک په توګه پيژندلي او معرفي کړي دي.

۶مثبت فکره ملګري ومومئ:

د مثبت فکره ملګرو لټون کولی شي له تاسي سره مرسته وکړي تر څو د ژوند لپاره مو ټاکلی هدف او د مثبت ژوند لپاره هیلې چې لرئ یې تر لاسه کړئ.

۷خوښ اوسېدل زده کړئ:

د Mayo clinic په وینا: د یوه خندوونکي فلم لېدل، د یوه ښکلي کتاب مطالعه یا د یوه خندوونکي صحنې سټنډآپ لېدل. خندیدل او خوشحاله اوسېدل دا هر څه له تاسې سره مرسته کوي  چې مثبت فکر ولرئ.

۸هغه کارونه ترسره کړئ چې خوښ مو دي:

کله چې داسې یو څه پېدا کوي چې تاسې پري خوشحاله کېږي او ترسره کوي یې د هغې تکرار کولی شي تاسې ته ښکلی احساس درکړي. ساعت تیري ځانته جوړه کړئ، هغه څه وازمایئ چې هر کله یې تاسې غواړئ ترسره یې کړي او پخپله ځانته د بریالي کېدو او موافقیت اجازه ورکړئ. منفي او یا هم داسې فکر مه کوئ چې کېدای شي تاسې دا ډول ماتې وخوري او یا ناکام شئ.

۹حالت او وضعیت له مختلفو زاویو وګورئ:

کله چې د مثبت فکر خبره کېږي نو د لېدلوري معلومول خورا اړین دي. د یوه حالت په ارزیابۍ سره چې تر دې وړاندې یې تاسې پر وړاندې منفي فکر لره نو په بیا ځلي کې پر دې فکر وکړه چې زه به دغه موخي ته د مثبت فکر کولو له لارې څنګه خپل ټاکل شوي هدف ته ورسېږم. کولی شي یو مثبت لېدلوری د خپل ښکلي ژوند لپاره ومومئ.

۱۰مشق او تمرین وکړئ:

هغه وخت چې د مثبت فکر خبره یاده شي نو  مشق او تمرین واقعیت کې نتېجه ورکوي. د Mayo clinic په وینا: له هر څه نه ډیر مو مثبت فکر تقویه کړئ. آن احتمالأ دا فکرې لېکنه هم د ځان لپاره مثبته پېشبینې کړئ.

مثبت فکر کولی شي له مونږ سره د ژوند په ډیرو سختو شيبو کې مرسته وکړي تر څو ستونزي او مشکلات  په ښه توګه حوار کړو. کېدای شي تاسې سره نوري لارې چارې هم وي، د مثبت فکر لرولو لپاره خو دلته یې پر ذکر شویو مواردو بسنه کوو.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب