څنګه په یوه خبره د خلکو ژوند خرابولی شې؟

یو کس خپلې خور کره لاړ د زوکړې د کليزې په اړه یې ترې پوښتنه وکړه: خاوند دې درته د کليزې په مناسبت کومه تحفه درکړه کنه؟

خور یې ځواب و رکړ: نه څه شی خو یې رانکړ!
نو ده ورته وویل: دا هم معقوله ده؟ د خاوند په وړاندې دې حتی د یوې کوچنۍ ډالۍ ارزښت هم نه لرې؟ په خدای باور وکړه خورې دا سړی خو هیڅ ستا وړتيا نه لري.
په خپلې دې خبرې يې ورته کور کې بم واچاوه او نور لاړ..

ماسپښين يې خاوند ستړی له کاره راغی، ښځه یې چې ولیده ګوري چې داسې په غوصه ناسته او سمې خبرې هم نه کوي، نو چې پوښتنه یې وکړه او خبره یې سره شریکه کړه نو د دواړو جنجال شو، جنجال په جنګ واوښت او د دواړو ترمنځ ټکر او داسې تندې او تېزې خبرې رامنځ ته شوې چې خاوند یې نور د زغم تاب نه درلود ښځه یې طلاقه کړه.

پوهېږئ مشکل له کوم ځایه پيل شو؟
هو له هماغه ځایه چې ورور یې په يو کوچنۍ خبره د خور زړه مات کړ…

یو کس له یو ملګري پوښتنه وکړه: دې وړوکي کور کې دومره ډېر کسان څنګه ځایېږئ؟
هغه ځواب ورکړ: الحمدلله! غټ کور دې چې زړه تنګ نه وي ځای نه تنګېږي، ټول په کې خوشاله وخت تېروو.

سړی حیران شي، هلکه تا پورې د چا د تنګ او آزاد کور څه؟ خو د ځينو مغرضو کسانو کار همدا وي چې د کورنۍ دا یو والی او صف مات کړي، داسې خبرې کوونکی کس نه یواځې دا چې شیطان دی، بلکې دننه هم په کې یو شیطان نفوذ کړی دی، او فساد هم همدا او له همدې ځایه پيلېږي.

یوه ورځ له خپل ملګري سره مخ شو ورته وايي: چېرته کار کوې؟ ويل يې فلاني ځای کې.
بیا یې ترې پوښتنه وکړه: معاش دې څومره دی؟ هغه ورته وویل: ۵ زره!
نو بیا یې ورته وویل: ښا!!! په پنځه زره څنګه ژوند کوې؟ دې خلکو ته خو دا ستا کار بیخي کار نه ښکاري، ستا هڅو او شپه او ورځ خواریو ته چې ګورم بيخي په دې باور شم چې ته ترې لاړ شې بیا به پوه شي چې ته څومره کاریګر انسان وې.

دغه ځای دی چې سړي ته دې له خپل کار سره دښمني پيدا کړه، هغه چې څنګه لاړ شي، څو ورځې وروسته دستي له ادارې د زیات معاش غوښتنه کوي، اداره یې غوښتنه نه مني، دا هم استعفا ورکوي او وظيفه پرېږدي، سړی بيکاره شي، بیا شپه ورځ کار پسې ګرځي خو کار نه پيدا کېږي، پخوا خو ښه و قرضدار نه و اوس خو دا دی هم دې بيکاره کړ او هم قرضدار.

سپين ږيري پلار ښه خوشاله وخت تېروي یو دم ورته یو رامخکې شي، هغه مشر زوی دې کله کله پوښتنه کوي کنه؟
هغه ورته وايي: ښه دی راځي کله کله خو هغه بیچاره هم مصروف دی ډېر وخت نه لري.

دا ورته وايي: يعنې ته هم پرې باور کوې چې هغه مصروف دی؟ او هسې بهانې نه درته کوي؟
دغه ځای دی چې د يو روغ انسان او سپين ږيري پلار زړه دې مات کړ، له هغه زوی څخه چې دا ترې خوشاله دی د ده زړه دې موړ کړ او بیا به یې پلار د نه ليدو د هر ضایع کېدونکي فرصت په وړاندې شک کوي چې لکه چې ما غولوي.

سوال دلته دی چې یا د خدای مسلمانه ستا یې د يو چا کار او ژوند پورې څه؟
پيغمبرصلی الله عليه وسلم فرمايي:
یو سړی داسې يوه خبره کوي، چې د ده په فکر هغه هیڅ هم نه وی، خو د همدې خبرې (د بدو عواملو له لامله) به الله تعالی دا انسان په جهنم کې اویا طبقې لاندې وغورځوي.

نو هرڅوک چې يو چاته د هغه دنیايي امور (کورنۍ، کار، اولاد، مور او پلار..) داسې معرفي کړي چې له پامه یې بدي راشي او د همدې بدې خبرې له لامله يې خپله کورنۍ بدي راشي، ښځې سره یې نفرت پيدا شي، اولاد یې بدي راشي، خپله خواري مزدوري ورته بده ښکاري شي او ځان ورته پرې سپک ښکاره شي، دا تر ټولو ناوړه کار دی.

همدا کار په ځمکه کې فساد دی، په دې کار سره د خلکو ترمنځ اړيکې خرابې شوې، خپلوي پرې شوه، کارونه او دندې خرابې شي، دا بیا ځمکه کې داسې فساد دی چې شر یې ډېر پراخه او پايله یې ډېره بده ده.

تاسو به ليدلي وي ډېر خلک هره ورځ مختلفې پوښتنې کوي:
دا فلانی شی ولې نه اخلې؟
اوهو دا فلانی شی هم نلرې؟
ته لا دومره سخت ژوند تېروې؟ ښا آخر تر کومه؟

ښا  لا له فلاني سره ګوزاره ده؟ نو آخر تر کومه به ورسره داسې د عفوې او تسامح ګزاره کوې؟
ښا!! هغه لا درسره داسې کوي او ته ورته ګورې؟ یاره خو ستا په ځای نه یم نو….

دا سوالونه او خبرې ډېر وخت کېدی شي د جهل او ناپوهۍ له لامله وي، او کېدی شي د ساعت تېرۍ پر بنسټ وي، یا هسې د ټوکو او ریشخند کولو لپاره وي خو دا ومنئ چې همدا خبرې کله کله د انسان په ذهن کې داسې هک کېږي چې شپه او ورځ یې نا قراره کړي بیا نه په ورځ پوهيږي نه په شپه، ټول هم وغم یې همدا شي.

وایي ښکاري ګيدړ ونيو، ګيدړ چې په چالاکۍ مشهور دی، سمدستي يې ذهن ته د خپل خلاصون مختلفې طریقې رامخې ته شوې.
ښکاري ته یې وويل: ته پوهيږې که زه دې ووژلم سمدستي به قیامت قائم شي؟
ښکاري ورته وویل: ځه بابا ته لا څه شی یې چې ستا په مرګ قیامت قائم شي.
ګيدړ ورته وویل: خو ځه ته مې ووژنه بیا به وګورې کنه چې څه کېږي خو که مې پرېږدې بیا درته تشریح کوم چې څنګه قیامت قائمېږي.
ښکاري لږ څه شکي شو ګيدړ یې خوشې کړ بیا یې ورته وویل ښا اوس ووایه چې څنګه قیامت کېده؟
ګيدړ ورته وویل: که دې زه وژلی وی په ما قیامت و نوره دنیا که هرڅومره خوشاله وی په ما یې څه؟

ډېر وخت مونږ په یوه کوچنۍ خبره د یو چا دنیاګۍ ورانه کړو، مونږ خوشاله او خندان له یو مجلس او یوې صحنې راووځو خو هغه قیامت مو چې په مقابل جانب راوست او هغه مو داسې يو ستونزه کې واچاوه چې یواځې خپله ترې کړيږي او په هغه قائم شوی قیامت کې یواځې خپله سوزي، هغه نه بیا د دنیا خوښۍ کډه وکړي او د غمونو او جنجالو په یو ستر سېلاب یې لاهو کړو.

راځئ لږ فکر وکړو لکه څنګه چې نور په یوه کوچنۍ زمونږ دنیا خرابولی شي، زمونږ ژوند له سختو ستونزو، مشکلاتو، غمونو او اندېښنو سره مخ کولی شي، همداسې زمونږ خبرې هم د نورو دنیا خرابولی شي، کېدی شي مونږ یوه خبره وکړو مونږ ته ډېره عادي وي خو د یو چا حالت آن تر مرګه او د ژوند تر تباهۍ رسولی شي.

که عهد وکړو چې د نورو په ژوند، کار، کورنۍ، خپلوۍ او ورځنيو مسائلو کې مداخله ونه کړو نو غټه ګټه به مو کړي وي، که هیڅ هم نه وي، لږ تر لږه دومره به شوي وي چې د یو چا د کورنۍ يا د ژوند د وېجاړېدو مخنيوی خو به شوي وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب