څنګه پوه شو چې دزړه په ناروغي اخته یو؟

دزړه ناروغي هرکال په ټوله نړۍ کی دمیلیونونوکسانو ژوند اخلي په ځانګړي توګه په پرمختللو هیوادونوکې په لوړعمرلرونکوکسانوکې دمړینې لوړه کچه جوړوي خوپه بې وزلوټولنوکې یی پیښي نسبتاٌ  لږې لیدل کیږي.‎

ډیرو دقیقو اونووڅیړونوښوولي ده چې دسرطا ني ناروغیودټولو ډولونوپه پرتله په امریکا کې دزړه ناروغي هرکال ډیرکسان وژني اونیږدې ۷۸۵۰۰۰ کسان هرکال دزړه حملي تجربه کوي .

که تاسو داسې نښې نښانې ولرئ نوژرترژره باید له ډ اکټرسره مشوره وکړئ!

۱ : د سینې درد : په عمومي توګه دا درد به د سینې په کیڼه برخه کې وي ، دردبه ډیر سخت اونیونکی وصف ولري کله کله به ورسره دسینې دسوځیدنې احساس مل وي ، له ګرځیدو ، ډوډۍ خوړلواوغوسي سره به زیاتیږي خودتنفس ، ټوخي او داړخ له بدلولوسره به کوم تغیرنه پکې راځي اوډیری وخت دادرد له ۵-۳۰ دقیقوپورې دوام کوي اویا به له استراحت کولو سره آرامیږي دشدید درد په شتون کې کله کله کا نګې هم پیدا کیدای شي خوپه یا د مووي چې دادردونه کله کله د ژامي ، غاړې ، داوږو منځ ، لاسونو ، غاښونو او یا دخیټې خواته هم خپریږي اوکله کله ورسره د پښویخوالی اوپه لاسونو اوپښوکې بوډۍ نیونه هم مله اودرد به دومره سخت وي چې ددرد ضد په عادي درملو به نه آرامیږي .

۲ : سا لنډي یا نفس تنګي : تاسوبه دسا دلنډوالي اوپه سینه کې د تنګون احساس ولرئ چې دا سا لنډي به د ګرځیدوسره ډیره اوله استراحت سره به کمیږي اوکله کله کیدای شي چې دډودۍ خوړلوپه مهال دنفس تنګي احساس ولرئ اوپه یاد
مووي چې دا سا لنډي به په نا څاپي توګه منځته راځي اوډیری وخت به د سینې له دردسره مله وي .

۳ : دزړه ټکان اویا بې نظمي : ستاسو دزړه ټکان به زیات او تاسوبه د وارخطایۍ احساس ولرئ اویا به موبرعکس دزړه حرکات ډیرورو وي اوخیال به کوئ چې همدا اوس به بیهوښي دربا ندې راشي اویا به مو زړه په غیرمنظم ډول حرکت کوي .
۴ : پړسوب : که تا سوپه پښو ، خیټه اویا دسترګوپه شاوخواکې پړسوب ولرئ اوورسره موسا لنډي هم شتون ولري هیله ده چې ژرترژره له ډاکټرسره مشوره وکړئ همدارنګه موپام وي چې په ماشومانوکي دشونډوتوروالی اویا شین والی اویا ژرژرستړي کیدل اویا که ماشومان په لوبوکې لیوالتیا ونلري نوله ډاکټرسره مشوره وکړئ .

۵ : که تاسو د شکرپه ناروغي اخته یاست نوډیری وخت دزړه دناروغي دمنځته راتلوپه مهال درد نه لرئ خوکه تاسودزړه  د ټکان زیا تیدل ، کمیدل اویا ناڅا په پخپله سینه کې دیوډول نیوني اویا سا لنډۍ احساس ولرئ اویا یوډول وارخطایی اویا دزړه دحرکاتوګډوډیدل یا غیرمنظموالی ولرئ ژرترژه له ډاکټرسره مشوره وکړئ ځکه دشکرډیری ناروغان دزړه دناروغیولپاره ښه نوما ندان ګڼل کیدای شي .

۶ : که تاسوسګرټ څکوئ نوپوه شئ چې دنوروکسانوپه پرتله چې سګرټ نه څکوي دزړه په ناروغیود اخته کیدوچانس موډیرزیات دی نوپورتنۍ نښي نښا ني ډير په ځیرپه پام کې ونیسئ .

۷ : که په ارثي توګه ستاسوپه کورنۍ کې دزړه دنارغیوتاریخچه موجوده وي نوډیرمتوجه اوسئ چې دپورتنیونښوپه لیدوژرترژره له ډاکټرسره مشوره وکړئ .

۸ : په یاد مووي چې دوزن ډیروالی دزړه دناروغیولپاره ښه مسا عدونکی لامل ګڼل کیدای شي ؛ نوکه ستاسووزن دیروي اوپورته یادې شوي نښي ولرئ نوبې له ځنډه له ډاکټرسره مشوره وکړئ .

۹ : که ستاسو دویني فشارلوړوي اوورسره دغوږونوبونګاری ، ګنګسیت ، دسرشدید درد ، دسترګودلیدکموالی ، دیوه شي دوه ګوني لیدنه اودبیهوښي احساس دپورتنیونښونښانوسره مل وي بیله ځنډه روغتون ته ځان ورسوئ .

۱۰ : که تاسودویني دغوړوالي په ناروغي اخته یا ست نوپوه شئ چې دنوروناروغانوپه پرتله په تاسوکې دزړه ناروغي خطرناکې پا یلي لرلای شي نودپورتنیونښويه څرګندیدوسمدستي له ډاکټرڅخه مرسته وغواړئ اوهم دخپلي پخوانۍ ناروغۍ څخه یی خبرکړئ چې دابه ستا سودلاښه تشخیص سره پوره مرسته وکړي .

که غواړئ تل روغ زړه ولرئ نولاندي ټکي په پام کې ونیسئ !

۱ : سګرټ اویا نور تمبا کو مه څکوئ
۲ : دورځې لږترلږه د ۳۰ دقیقولپاره سپورت کوئ
۳ : په خوړو کې میوه ، سبزي اوحبوبات ډیرکاروئ له زیاتوغوړینو ، مالګینواوغوښنیوغذاوو څخه ګټه مه اخلئ .
۴ : هڅه کوئ چې وزن مو زیات نشي
۵ : په منظمه توګه خپل معاینات کوئ ، لږترلږه په شپږومیاشتوکې یوځل دویني فشاراو دویني غوړګورئ په ځانګړي توګه هغه کسان چې دویني دغوړوالي اویا لوړفشارپخوانۍ تاریخچه ولري ، اویوه بله مهمه خبره مو هم باید په ذهن کې وي چې تل درسره دخپل معا لج ډاکټرد ټیلیفون شمیره سا تئ .

ډاکټر جمیل حامد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب