څنګه کولای شو زیات زغم ولرو

له زغم نه وتل یا بی حوصله کیدل هغه وخت منځ ته راځي چې انسان له خپلو ورځنیو چارو او کړنو سره بې علاقه وي.
ژر په قهرکیدل یا غصه نه کابو کول په حقیقت که د ژوند په بیلابیلو برخو کې د ډاډ او اطمینان د نشتوالي په صورت کې را منځته کیږی.
دا له انساني غوښتنو څخه ده چې په خپلو کړنو او فعالیتونو که دوامدار تغیر او بدلون راولو. دماغی انډول یا توافق د دی سبب ګرځي چې مونږ نور له تکراري کارونو ځنې ستړي شو. دماغي توافق یعنې كله چې انسان په يوه روتين، ثابت، او پرته له تغییر كار كې بوخت شي. د مثال په ډول د یوه نوی تلفون له اخيستلو سره مینه او ذوق زیات وي اما وروسته له دوه میاشتو همدا تلفون بیا تکراري شی او هيڅ اهمیت نه لري. په همدی ډول د کورني ژوند روابط هم داسی دي.
باید په دې باندی وپوهیږو چې دا د انسان له غوښتنو ځنی دي چې په خپلو کړنو کی د تغیر غوښتونکی وي. هغه هم په پرلپسي توګه نو باید انسان په بعضو حالاتو کې له بعضو غوښتنو او غیري ضروری خواهشاتو ځني تیر شي که نه نو همیشه به بی حوصلی وي او روحي حالات به يې ښه نه وي او هیڅ کله به د ژوند په خوند ونه پوهیږي.
یو له هغه موضوعاتو څخه چې د ښځې او خاوند په ګډ ژوند کې د اهمیت وړ دي هغه دا چه خپلی ټولی ځانګړتیاوې باید یو ځل ښکاره نه شي. مثلاْ مهارتونه، اخلاقی ځانګړتیاوې، هیلې او امیدونه، راوزونه، راتلونکي هدفونه او نور. دا ځكه چې كه چیرې ښځه د میړه په راز او نیاز پوه شي نور نو هغه شوق او مینه چې پخوا د میړه سره موجوده وه نشته دا هغه فیلم ته ورته والى لري چې یوځل تر پایه وکتل شي د دوهم ځل لپاره بیا ډیر خسته کن تماميږی، که همدا فیلم د سریال په ډول سره وکتل شي نو بیا به په ډیر شوق او تلوار سره د فیلم د کتلو مینه زمونږ په وجود کې پیدا شي.
اما دا په دې معنا سره نه ده چې مونږ مقابل لوري ته د دروغو په ویلو سره حقیقت پټ کړو. باید داسې خپل ژوند په مخ بوزو چې د هر ملاقات او لیدنې وروسته مونږ خپل مقابل لوري ته یو نوی خبر او ښکلى مطلب ولرو.
د دې لپاره چې خپل زغم قابو کړى باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ
1.    کوښښ وکړئ چې په خپل ژوند کې تغیرات منځته راوړی که څه هم چې ناچیز وي.
2.    د زغم نه قابو کیدلو اساسي علت بې روزګاري او د فعالیت نشتوالی دى، په یوه کار ځان مصروفول د دې سبب ګرځی چې حوصله زیاته شي.
3.    بې معنا حس درلودل او یا د ځان سره دا احساس کول چې ژوند، دنده، او فعالیت مو بې هدفه دى… دا ټول د دې سبب ګرځي چې انسان د ځان وژنې تر سرحده پورې ورسوي. باید خپل ژوند بې معنی ونه ګڼو دا زمونږ دنده ده چې خپل ژند ته هدف وټاکو.
4.    هر ورځ یو نوی څیز زده کړئ او خپله پوهه زیاته کړئ.
5.    ځان ته تکلیف ورکړئ او په یوه فعالیت باندې مشغول شئ تر څو مو بدن ارامي احساس کړي. لکه لوبې او سپورت کول.
6.    باید په یاد ولرو چې هیڅ شى خسته کن نه وي. دا زمونږ بې حوصلی مغز دی چې هر شی را ته خسته کن ښکاري. بی حوصله ګي یو طبیعي شی دى چې مونږ ورسره مخامخ یو. خو مونږ باید خپلو تصوراتو ته تغیر ورکړو تر څو مو احساسات هم کابو شي.
7.    د خپل ځان سره باید بې تفاوته ونه اوسو او کوښښ وکړو تر څو له هر څه سره علاقه وښیو، خو باید متوجه اوسو چې د بل په شخصي کارونو کې دخالت ونه کړو.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب