څه ډول يهودي او بيا مسلمان شوم؟ (د مسلمانېدو کیسه)

زه په اصل کې یو روسي یهودی وم. زما ازموینه په ۱۹ کلنې کې پیل شوه. زما باور به خدای باندې معلوم نه وه. زما د ژوند هدف دا وو چې مشهور شم. زه په یوه آپاتمان کې اوسیدم او د سکرتر په توګه مې کار کاوه.

یوه ورځ د پخلنځې پر لور روان وم، چې له یوه تور تبار مسلمان سره مې ولیدل. زما په یاد دي چې ورته مې ویلي وه چې “آيا زه دا ودكا (يو ډول الکولي مشروب) دلته ایښودلی شم؟” له هغه سره مې ستړې مشې وکړه او ورسته بیا ویده شوم. له هغې ورځې نه وروسته زما ژوند د ژور تغیر پر لور حرکت پیل کړ.

دا تور تبار مسلمان یوازنی مسلمان وو چې ما تراوسه لیدلی وو. زه ډیر د پوښتنو لیوال وم، له هغه څخه مې د هغه د دین په هکله وپوښتل. ورته مې وویل چې دا پنځه وخته لمونځ نو بیا څه شی دی چې هره ورځ روان دی؟ او د جهاد په هکله؟ او دا محمد (ص) بیا څوک دی؟

زموږ په خبرو اترو کې، زموږ د کوټې يو مسيحي ملګري د ویډ په نوم هم وو. موږ یو ځای د یهود، مسیحی او مسلمان خبرو اترو ډیالوګونه سره پیل کړل. په همدې خبرو اترو کې موږ د دې ادیانو په مینځ کې ډیر فرقونو او ډیر مشابهتونه وموندل.
اوس نو زما مینه له عیاشی، مخدره موادو او محفلونو نه د حقیقت لپاره د پلټنې پر لور بدله شوې وه. داسې یوه پلټنه چې باید بشپړه شوې وای. د خدای پلټنه. او د هغه د عبادت کولو د طریقې په اړه پلټنه.

د حقیقت پر لور د پلټنې په ازموینه کې ما له ځان څخه وپوښتل: “زما په آند څومره خدایان شته دی چې عبادت يې وشي؟” زما په آند خو یوازې یو خدای دی چې باید ورته عبادت وشي، د دې لپاره چې که خدایان څو دانې شې نو خامخا به د هغوﺉ په مینځ کې قدرت هم تقسیم شوی وي او پدې توګه به هریو خپل ضعفونه هم لري، دا خبره مې هم درک کړه چې که چیرته یو خدای له بل خدای سره مخالف شي، نو ممکن بعضې ستونزې او جنګونه هم د هغوی په مینځ کې د بعضې موضوعاتو په اړه را پیدا شي. اوس نو زما په آند خدای یوازې یو دی.

اوس نو چې زما ککره د خدای په شتون باندې قانع شوه، ما د خدای پیژندونکو او خدای نه پیژندونکې دواړه باورونه سره وارزول. خو زه د “هر صنعت ځان ته صنعتګر لري” خبرې دې ته قانع کړم چې باید دخدای پیژندوکو باور په ځان باندې ومنم. په داسې باور باندې ما ځان قانع کړلو چې خدای شته، که څه هم بیانولای یې نشم خو همداسې احساس مې مغز قبول کړ.

زما دې نوي فکر زه مجبورولم چې له یوه مذهب څخه باید پیروي وکړم. د مذهبونو په نړۍ کې سفر زما دوهم قدم بلل کیده.

اوس نو ما له ځان څخه وپوښتل: “له کوم ځای نه یې پیل کړم؟” مذهبونه خو په زرګونو دي. ماته داسې یوه لار پکار وه چې په دې زرګونو مذاهبو کې یوازې یو څو دانې غوره کړم. داسې یو کار مې باید څنګه ترسره کړی وای؟ “زما په ذهن کې راغلل چې هغه مذاهب باید پیدا کړم چې د یوه خدای عبادت کوي”. زما په آند دا خبره سمه ده، ځکه زه هم یوازې په یوه خدای باندې باور لرم.

ښه نو، دا قانون خو بودیزم او هندوییزم دواړه د شرک (څو خدای درلودلو) کې راولي. یوازني ادیان چې د یوه خدای عبادت کوي هغه زما په آند یهودیت، عیسویت او اسلام دي. ښه نو، تر دی ځایه چې زه د بنې اسرایل له قوم څخه یم نو له یهودیت څخه به یې پیل کړم. یو خدای، یو څو پیغمبران، لس الهې احکام، تورات، او یهودي ارواح…او، څه: “يهودي ارواح؟”

د تحقيق پر مهال مې داسې خيال ککرې ته راغی. هغه خبره (یهودي باور) چې وايي، “كه څوک یهودی دنیا ته راځي نو هغه یهودي روح لري، او هغه باید د یهودیت مذهب تینګ کړي.” اوهو هو…داسې خو نه کیږي…دا خو یو ډول تبعیض دی، ندی؟

ددې خبرې په اساس نو په حقیقت کې خدای یهودی روح جوړوي، مسیحي روح جوړوي، مسلمان روح جوړوي، او هندي روح هم جوړوي؟؟؟ ما خو فکر کولو چې ټول انسانان مساوي پیدا شوي؟ ښه نو، که څوک د یوه خاص دین لپاره خدای جوړ کړی نو باید هغه په هماغه دین پاتې شي…حتی که هغه فکر کوي چې دا دین غلط دی؟ داسې ده…زه خو پدې خبره باور نشم کولای.

او دوهمې خبرې چې زه په یهودیت کې حیران کړم هغه د دوزخ د شتون مسله وه…په یهودیت کې خو اصلاً د دوزخ د شتون په اړه داسې څه خاص نشته…که داسې ده نو ولې باید ښه واوسیږو؟ ولې ګناه ونکړو؟ که زه له یوه سخت غذاب نه ونه ډاریږم، نو ولې په اخلاقې قواعدو برابر ژوند وکړم، ولې ګناه او بدې چارې ترسره نکړم؟

پرله پسې تشرحات، معادلات، مقایسې، قیاسونه، تناسبونه، اوف…دا دین مې خوښ نشو.

مخکې به ولاړشو، د یهودیت نه مې وروسته مسیحیت د تحقیق لاندې ونیولو. ښه نو، یو خدای، یو پلار، یو زوی او یو پاک روح…اوس نو تاسو ووايئ، دا ټول څنګه یو خدای کیدای شي؟ ۱+۱+۱=۳ که څنګه؟ په داسې حال کې نو څنګه ویلاې شئ چې زه یوازې په یوه خدای باندې ایمان لرم؟
پرله پسې تشرحات، معادلات، مقایسې، قیاسونه، تناسبونه، اوف…دا دین مې خوښ نشو.

او بله خبره دا چې: عیسی (علیه السلام) زموږ د ګناهانو له سببه مړ شو (د مسیحت عقیده)، او هغه دا قربانې ځکه ورکړه چې موږ ټول په حقیقت کې “په اصلي ګناه لړلي یو”. ښه نو، عیسی (علیه السلام) د “خداي زوي” (د مسيحيت عقيده) العياذ بل الله،‌ باید مړ شوی وای ترڅو موږ ټول د دوزخ له اور څخه خلاصون موندلی وای او له هغې اصلې ګناه څخه خلاص شوي وای چې د آدم علیه سلام په واسطه موږ ته راپاتې شوې ده (د مسیحیت عقیده).

په دې خبر خو، د مسیحیت دعوا دا ده چې موږ ټول ګنهکاران دنیا ته راغلي یو؟ او د ګناه معنې دا ده چې کوم غلط کار دې کړی وي، که څنګه؟ او که داسې وي نو ته په حقیقت دا خبره کوې چې هغه یو کلن ماشوم چې نوی دې دنیا ته راځي هم ګنهکار دی؟ ښه نو دا یو عجیبه خبره ده، چې د یوه کس د ګناه له کبله دې ټول انسانان رنج او عذاب وويني؟ ددې خبرې معنې او فایده څه ده؟ یو کس دې ګناه وکړي، ته ټولو ته جزا ورکړه؟ خدای داسې قانون څنګه جوړولای شي؟ دا خبره خو زما منطق هم نشي منلای.

او تاسو خو وايئ چې عیسی علیه سلام څکه مړ شو چې هغه له “بشريت سره مينه درلوده”. ودریږه ودریږه، په انجیل کې خو داسې راځی::” پلاره، زه دي ولې خوشې پریښودم؟”  ددې خبرې خو ظاهراً معنې دا ده چې هغه (عیسی علیه سلام) خو حتې نه پوهیږي چې ولې دومره په ظلم او وحشت مړ شو. او تا خو مخکې وویل چې هغه “داوطلبانه” خپل ځان قربان کړ. په هر صورت، زه دا دین هم نشم قبلولای. ښه نو، بل کوم دین پاتې شو؟

اسلام! د اسلام معنې تسلیمدل.

مسلمان-کیسه
کعبه-اسلام

عمده اساسات یې په دې ډول دي: یو خدای، خدای ته په ورځ کې پنځه ځله عبادت وکړه، په کال کې ۲.۵ فیصده خپل د مال زکات ورکړه، د رمضان میاشت روژه ونیسه (ددې لپاره چې الله تعالې ته نږدې شې…د نورو لسګونو دلایلو ترڅنګ) او بلاخره د حج کول که چیرته څوک مالې توان ولري. ښه نو، تراوسه خو داسې کوم ځای نه وو چې پوهیدل کې ستونزمن وي.

او زما په آند، ظاهراً هیڅ څه هم غلط نه ښکاري. او قرآن پاک خو بیا داسې یو کتاب دې چې په زرګونو معجزات او نه خلاصیدونکې حکمتونه لري. د قرآن پاک ډیر علمې حقایق خو یوازې په دې ورستیو کې کشف شول، په داسې حال کې چې دا ټول حقایق ۱۴۰۰ کاله مخکې بیان شوي وو.

زه نو اوس دې قناعت ته ورسیدم چې باید د اسلام پیروي وکړم. او بیا ورسته مسلمان شوم. حقیقت مې لاس ته راوړلو. له تیارو نه ووتلم او تل پاتې رڼا ته مې مخه شوه…

هو، اسلام زما اساسې دینې ضروریات پوره کړل. خو ما غوښتل چې د دې دین په هکله یو څو بنیادې پوښتنې هم وکړم. آيا دا دین نړیوال دی (د ټولې نړۍ لپاره دی) که نه؟ هو، د اسلام په اساسې خبرو هرڅوک پوهیدلی شي…او نور هیڅ پوښتنې او مقایسې ته هم اړتیا نشته. آيا د ساینس سره موافق دی اسلام؟ هو، حقیقت خو دا دی چې د قرآن پاک هر آیت او هره کلمه ساینس او تکنالوژی ده.
یوه شي چې زما توجه یې ځانته جذب کړه هغه دا هم وه چې د اسلام نوم (د دین نوم) په قرآن پاک کې څو ځلې راغلی.

په داسې حال کې چې ما د مسیحیت او یهودیت کلمې (Christianity & Judaism) په انجیل او تورات کې ونه لیدلو. او دا خو یوه غټه خبره ده، ما ولې د دین نوم (تر ټولو مهمه خبره) په همدې کتابونو کې ونه موندله؟ دا ځکه چې په دې کتابونو کې خو دا (Christianity & Judaism) اصلاً نشته. له ډیر غور ورسته ماته دا خبره جوته شوه چې Judaism کیداې شي د Juda-ism او Christianity د Christ-ianity په بیلو بیلو کلمو وویشل شي.

ښه نو اوس دا Juda يا Judah څوک دی؟ کله چې تورات نازل شولو،هغه د عبرانیانو قومې مشر وو. ښه نو د دې دین نوم د یوه کس له نوم څخه اخیستل شوی دی. ښه نو اوس به دا پیدا کړو چې Christ څوک دی؟ هغه داسې کس دی چې د الله تعالی پیغام (انجیل) یې د الله تعالې بندګانو ته راوړلو. ښه نو د دې دین نوم هم د یوه کس له نوم څخه اخسیتل شوی دی.

ښه نو نتیجه دا شوه چې د دې دوه ادیانو نمونه په حقیقت کې د دوه کسانو نومونه وو او د دې ادیانو په آسمانې کتابونو کې دا نومونه اصلاً نشته. نو ددې مطلب دا ده چې ته د داسې دین پیروي کوې چې هغه اصلاً نوم نه لري. که څوک درڅخه پوښتنه وکړي چې د مذهب نوم دې څه ده، بیا؟ زما په فکر دا مسله خو ډیره سپکه ده.

ددې خبرو ترڅنګ، آیا د دین نوم باید موږ ته د الله تعالې له لورې رانکړل شي؟ هو، زما هدف هم همدا دی. د یهودیت او مسیحیت نومونه خو اصلاً د هغوﺉ په خپلو کتابونو کې نشته. دا ادیان د کسانو له لورې نومول شوي، نه د خدای له لوري. دا خبره چې خدای دې انسان ته داسې یو دین راولیږي چې هغه اصلاً نوم ونه لري، ماته اصلاً د منلو وړ نده.

اوس چې خبره داسې شوه، یهودیت او مسیحیت د پاک او تکمیل ادیانو په توګه خپل اعتبار له لاسه ورکړ، حد اقل زما په آند.
اسلام یوازنی دین دی چې نوم یې په الهې کتاب کې هم ذکر شوی دی. او دا خبره زما لپاره ډیره مهمه خبره ده.

اوس نو زه په پوره ډول قانع یم چې باید له اسلام څخه پیروي وکړم، اسلام ته راغلم او د رڼا خوند مې احساس کړلو، څکه عمرونه مې په تیارو کې تیر شوي وو، داسې رڼا چې تل پاتې ده او زما په شان په ملیونو کسان د دې رڼا په لټه کې دی.
ګرانو لوستونکو! هغه مسافرینو ته دعا وکړﺉ چې د اسلام پر لور یې سفر پیل کړی او غواړي د تل پاتې ژواندانه پر لور حرکت وکړي او د عمرونو تندې د اسلام په مینه ماتې کړي.

ليكوال: مايكل ديويد شاپيرو
‍ژباړه:
نثار احمد اسلام مل

اخیستنځای: آن اسلام ویبپاڼه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب