څوک دی، چې د اندېشمن فریاد واوري؟- مه خفه کېږه! ۱۵

هغه څوک دی چې د اندیښمن او مصیبت ځپلی فریاد اوری؟  کاینات همغه ته رجوع کوی، ټول مخلوق له هغه څخه خپلې غوښتنې کوی، د ټولو پر ژبو د هغه ذکر او په زړونو کې یې هم هغه وی.

هو !  هغه ذات یوازې الله تعالی دی.

له دې امله هغه پر موږ حق لری،  چې په سختۍ او اسانۍ، غم او خوښۍ دواړو کې هغه یاد کړو، یوازې د هغه پر وړاندې فریاد وکړو، د هغه نومونه وسیله کړو، او یوازې دهغه په در کې خپل سرونه ټیټ کړو، نو دغه وخت به هغه مرسته راشی او د نصرت دروازې به خلاصې شی:

(  أَمَّن یُجِیبُ اٌلْمُضْطَرَّ اِذَا دَعَهُ  )
”  څـــوک دی، چـــې د بـــې کـــس بــــې وس دعــــا اوری، کـــلـــه چـــې هـــغـــه یـــې وبـــولـــی؟  ”

یوازې الله تعالی دی، چې غرق کېدوونکی ژغوری، ورک راپېدا کوی، له مصیبتونو مو ژغوری، بې لارې ته هدایت کوی، ناروغ ته روغتیا ورکوی او د مظلوم مرسته کوی.

(  فَاِذَا رَکِبُواْ فِی اٌلْفُلْکِ دَعَوُاْ اللهَ مُخْلِصِینَ لَهُ اٌلدِّینَ  )
”  کـــلـــــه چـــــې دغــــــه خــــلـــــک پـــــه بـــــیـــــړۍ کـــــې ســـــپــــرېـــــږی، نــــــو لــــــه الله نــــــه پـــــه خــــالـــــصــــــې عـــــقـــــیـــــدې ســـــره دعــــــا غـــــواړی. ”

دلته د خفګان او اندېښنو د لرې کولو دعاګانې یادول ضروری نه ګڼم، ځکه د حدیثو په کتابونو کې شته، هلته یې وګورئ.

له الله تعالی سره مناجات وکړه، له هغه نه یې وغواړه، یوازې هغه ته ورغږ کړه، او له هغه نه هیله ولره، که هغه دې وموند، نو ګواکې هر څه دې مونده کړل، او که پر هغه دې ایمان کمزوری شو، نو پوه شه چې هر څه دې له لاسه ورکړل.

له الله تعالی څخه غوښتنه کول هم عبادت دی، او دا هغه ستر عبادت دی، چې په مشکله هر چاته ترلاسه کېږی، څوک چې په ښه طریقه دعا وغواړی، نو نه به څه غم ووینی او خفګان، ځکه چې د الله تعالی له رسۍ پرته نورې ټولې رسۍ شلیدونکې دی، د هغه له دربار پرته نور ټول دربارونه بندیدونکې دی، هغه نږدې دی، لیدونکی او اوریدونکي دی، کله چې یو اندیښمن هغه ته فریاد وکړی، نو فریاد یې اوری، هغه یوازېنی واکمن او غنی ذات دی، د بېوزلو او کمزورو خلکو لپاره امر دی، چې له هغه څخه وغواړی:

(  اٌدْعُونِی أَسْتَجِبْ لَکُمْ . )
”  مـــاتــــه غــــږ کــــړئ، ســــتـــــاســــې دعــــاګــــانــــې بــــه قــــبــــــولــــــې کــــــړم.  ”

ګـــرانـــه لــوســـتونــــکــــیه !  کله چې له کوم افت سره مخ شوې، نو الله تعالی رایاد کړه، له هغه څخه مرسته او نصرت وغواړه، هغه ته تندی پر ځمکه کېږده، نو بندګی به یې ترلاسه کړې.

لاسونه اوچت کړه، دعا وغواړه، د هغه په در پورې ځان ونښلوه، لطف او کرم ترې وغواړه، نېک ګومان پرې ولره، ټول پام دې د هغه لور ته ور واړوه، نوکامیابی او کامرانی به دې هر کلی وکړی.

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن  (مارزک)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب