څو غوره ویناوی ځوانانو او پیغلو ته

۱- هرکاردخدای (ج) په نامه باندی پیل کوی اوتراخره پوری یی سرته وروسوی .
۲- دخپل مور پلار خور ورور میرمنی او اولادوسره مینه ولری درناوی یی وکړی او دښه ملګری په شان ورسره اوسی .
۳- دهرچا مور اوخور ته خپل دمور اوخورپه شان په درنه سترګه وګوری اودرناوی یی وکړی .
۴- دبیکاری په وخت کی مطالعه اوسپورت مه هیروی چی ستاسو ذهن اوصحت ته ډیره ګټه لری .
۵ – دمخدره موادو داستعمالو څخه ځان وساتی چی ستاسو صحت اواقتصاد ته ډیر تاوان رسوی .
۶- دبد ملګری سره دوستی او ملګرتیا مه کوی اوخپل ځان ترینه وژغوری چی ستاسوپه شخصیت باندی هم بده اغیزه کوی .
۷- خپل دځان وجدان ایمان او کور نظافت تل پاک وساتي .
۸ -خپل داولادو سالمی روزنی او ښونی ته تل ښه پاملرنه کوی .
۹- انسان ته تل دانسان په سترګه ګوری اودرناوی یی کوی .
۱۰- په خپل کوراوټولنه کی تاوتریخوالی ظلم جهالت اونفاق ته دپای ټکی کښیږدی .
۱۱ – په مجلس کی کوښښ وکړی چی لږ خبری وکړی ښه خبری وکړی چی دخلګو خوښی سی اوپند ترینه واخلی .
۱۲- خپل دلاس دتڼاکو حلالی یوی روپی ته ډیر ارزښت ورکړی نسبت وهغه چاته چی میلونونه حرامی پیسی لری .
۱۳- دخپل مور پلار میرمنی اوخاوند ښه نظر ته تل درناوی کوی اور سره په هر کارکی مشوره کوی .
۱۴- خپل دمیرمنی اواولادونو سره تل ښه چلند کوی چی هغوی هم ستاسو سره ښه چلند وکړی او احترام مو وکړی او راتلونکی ګډ ژوند به مو په خوشحالی سره تیریږی .
۱۵- که دچا سره ښه نسی کولای نو بد هم هیڅکله چاته مه رسوی .
۱۶- خپل ځان او کورنی تل خوشحاله ساتی دطبیعت دښکلا نه تل خوند اخلی خپل ژوند اوصت ته پاملرنه کوی.
۱۷- دچابدو خبرو ته په خپل زړه کی ځای مه ورکوی دنفاق دښمنی او بدو څخه ځان وساتی .
۱۸- تل هڅه کوی چی خپل معلومات ډیر کړی او د نااهله ملګرو څخه خپل ځان
لیری وساتی .
۱۹- خپل داقتصاد سره برابر مصرف کوی اوخپل اقتصاد
ته تل پاملرنه کوی .
۲۰- هغه چاچی ستاسو سره ښه کړی وی دهغه چا ښه په ټوله ژوند کی مه هیروی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب