څيړنه: که غواړئ یوازې ۶۰ ثانیو کې په ژور خوب ویده شئ

د نړۍ زیات شمیر خلک د خوب له کموالي کړیږي چې د هغوي له جملې څخه زیات شمیر کسان بیا د خوب مختلفې ګولۍ استعمالوي تر څو وکولی شي ارامه خوب ولري.

روغتیايي کارپوهانو د خوب مختلف درمل د بدن مختلفو برخو ته خطرناک ګڼي او د خوب لپاره يي داسې یوه طریقه معرفي کړی چې په مرسته به يي انسان په ۶۰ ثانیو کې دننه په ارامه او ژور خوب ویده شي.

امریکايي ساینسپوهانو ویلي چې د دوي دغې نوی طریقې په مرسته انسان په ۶۰ ثانیو کې په ژور خوب ویده کیده شي چې له دې سره به انسان د خوب مختلفو درملو ته هم اړتیا نه لري.

ساینسپوهانو د ویده کیدو دغه طریقه د ۴، ۷ او ۸ ساه یا نفس تمرین نومولی کوم چې د انسان عصبي سیسټم لپاره د تسکین د غوره ګولۍ رول لوبوي په داسې حال کې چې دغې تمرین کې هیڅ ډول اوزارو ته هم اړتیا نه لیدل کیږي.

د ساینسپوهانو په وینا د دغې تمرین په پیل کې د خولې په واسطه یو مکمل ساه له پیاوړي اواز سره خارج کړئ، په دوهمه مرحله کې خوله بنده کړئ او ورو ورو د پزې په مرسته ساه واخلئ او په ذهن کې تر څلورو پورې حساب وکړئ له دې وروسته خپل ساه بنده کړئ او تر ۷ پورې حساب وکړئ او دغه اندازه وخت پوره کولو وروسته بیا پوره ساه خارج کړئ او بیا هم له ساه خارجولو سره پیاوړی اواز وباسئ.

your ads

د کارپوهانو په وینا دغه طریقه کې باید پام وشي چې هوا د پزې له لارې ورو واخیستل شي او د خولې له لارې له پیاوړی او اوچت اواز سره خارج شي. په دغه ټوله طریقه کې د ژبې د څوکې موقعیت ته باید تغیر ورنکړل شي او دغه عمل درې ځلي تکرار شي.

د ساینسپوهانو په وینا دغه طریقه د هندوستان پخواني طریقه «پرانایاما» څخه اخیستل شوې. د دغې طریقې په مرسته سږې په پوره ډول له هوا څخه ډکیږي چې په مرسته يي انسان د سکون او ارامۍ احساس کوي او په ارامه او ژور خوب ویده کیږي.

د امریکايي ساینسپوهانو په وینا خلک یوازې څو اونیو کې په دغه طریقه کې ځانګړی مهارت حاصلوي او یوازې یوه دقیقه کې په ژور او ارام خوب ویده کيږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب