څپه څه ته وايي؟ د څپې (هجا یا Syllable) تعریف

د څپې پېژندنه:

څپه په غږپوهنه کې د ملا تیر یا د زړه هومره ارزښت لري او هغه مهم توک دی چې پر مټ د فونولوژۍ ټول رغوونکی سیستم اوډول کېږي، نو له همدې کبله یې فونولوژیکي پدیده بولي. څپه په یوازې ځان ګرامري یا مانیز واحد نه ګڼل کېږي، خو کله چې له یوې څپې سره چې ښايي له یوه مورفیمه رغېدلې وي، یو غږ )خپلواک یا بېواک( ور زیات کړو نو په مانا لرونکو کلیمو او مورفیمونو کې مانیز توپیرونه رامنځته کوي. لکه (خان) یوه کلیمه ده چې له یوې څپې رغېدلې، خو که یو خپلواک غږ یا مورفیم پرې ورزیات کړو (خاني) نو یو څپیزه کلیمه به دوه څپیزه او هم به یې په مانا کې بدلون راشي. (Katamba، ۱۹۸۹: ۱۵۳)

د پښتو څپه د فارسي او عربي له هجا او انګلېسي له (Syllable) سره مترادفه کلیمه ده.

د څپې له پېژندنې څخه په کلیمو، شعرونو او وینا کې یې شمېرنه اسانه او د هر چا د وس کار دی. هر لوستی او نالوستی په راحتۍ سره کولی شي د خپلو وییونو یا د نورو کلیمو څپیزه شمېرنه وکړي، خو د فونولوژۍ له مخې بیا څپه په فونولوژیکي اصولو، قوانینو او په کلیمو کې رامنځته کېدونکي بدلون (زیاتونې او کمونې) کې رغنده او بنسټیز رول لوبوي. څپه په ټوني ژبو کې د کلیمو په مانیزه اوښتنه کې له ځانګړي ارزښت څخه برخمنه ده، یاني په ټوني ژبو (Tonal Language) کې که په دوه داسې کلیمو کې چې په یوه بڼه لیکلې او ادا کېږي، نو مانیز توپیر یې د څپې خجنوالی او نه خجنوالی څرګندوي. یاني که په دې ډول کلیمو کې لومړۍ څپه خجنه راشي نو یوه مانا ورکوي او که خج په دویمه کلیمه واقع شي نو د کلیمې مانا بیا په بشپړه توګه بدلون کوي. (Hayes،۲۰۰۹: ۲۵۰مخ)

څپه په غږپوهنه یا فونولوژۍ کې یو خورا مهم عنصر ګڼل کېږي. څپه او څپه ییز جوړښت او وېش د هرې ژبې د غږیزې شننې لپاره یوه مهمه پدیده ده. خپلواک یا واول غږونه د څپې په جوړښت کې د زړه حیثیت لري. څرنګه چې هېڅ کلیمه له څپې یا څپو پرته نه شي رغېدلی، دغه شان هېڅ څپه د خپلواک غږ له شتون پرته نه شي رامنځته کېدی. څپه د هجا یا سېلاب په مانا ده او هغه ژبنی واحد دی چې یا یو خپلواک وي او یا له یو خپلواک او څو بېواکونو څخه جوړه وي او په یو ځايي ډول له خولې څخه راوځي. خپلواک آواز د څپې په جوړښت کې اساسي رول لري، په دې مانا چې له خپلواک آواز پرته څپه نه تشکیلېږي. ( خوېشکی:۲۱ مخ)

یو، دوه ، درې یا تردې زیات پرله پسې غږونه چې یو یې پکې حتماً باید خپلواک وي او په یو ځل خولې خلاصولو سره تولید شي یوه څپه بلل کېږي. په بل عبارت هغه یو یا څو خپلواک، بېواک او نیمواک غږونه چې په یو ځل خولې خلاصولو سره په یوه ساه تولیدېږي یوه څپه جوړوي. څپه هغه ژبنی یوون دی چې یو خپلواک وي او یا له یوه خپلواک او یوه یا څو بېواکونو څخه جوړ وي او په یو ځايي ډول له خولې راوځي. یا څپه یوساده یا مرکب غږیز واحد دی چې له یوه یا څو زنځیري او یو یا څو نازنځیري واحدونو څخه رغېدلې وي. هر څومره بېواک آوازونه چې سره یوځای شي او خپلواک آواز ورسره د زړي په توګه ملګری نه شي، څپه جوړولی نه شي او نه هم ویل او تلفظ کېدی شي. په ژبني جوړښت کې هره څپه ماناداره نه وي، په دې مانا که یو څو څپیز ويي په څپو ووېشو، نو هره څپه به یې په جلا جلا توګه کومه مانا ونه لري؛ خو که یو ويي چې له څو فونیمونو او یوې څپې څخه رغېدلی وي بیا خپلواکه او ټاکلې مانا لري. لکه د کور/kor/ کلیمه چې له درې فونیمونو او یوې څپې څخه جوړه شوې خپلواکه مانا لري. (زیار:۳۱-۳۲ مخونه)

څپه په کلام او کلیمه کې د موقعیت له مخې راز راز بڼې غوره کوي. ښايي د کلیمې په پیل کې څپه یوه بڼه ولري، د کلیمې په منځ کې بله او په پای کې بیخي بله بڼه غوره کوي چې وروسته به په مثالونو کې راوړل شي. دا هرڅه په کلیمه کې د غږونو په ترتیب او یو په بل پسې راتګ پورې تړاو مومي. په کلیمه او څپه کې د غږونو ادلون بدلون، زیاتوالی او کموالی هم د څپې په جوړښت او د کلیمې پر مانا نېغ په نېغه اغېزه کوي او د کلیمې په وییزه بڼه کې هم توپيرونه زېږوي. د څپیز وېش پر مهال که یو څپیز ويي، غږیز او مورفولوژيکي بدلون ومومي نو د څپو شمېر هم ورسره زیاتوالی مومي او په جوړښت کې یې بدلون رامنځته کېږي.

 

کلیمې له څپو او څپې له خپلواکو او بېواکو غږونو څخه رغېدلي چې خپلواک آوازونه د څپې په رغښت کې د ملا تیر او د زړه حیثیت لري. یو، دوه یا څو غږونه چې یو یې باید خپلواک آواز وي په یوه ساه له خولې څخه رابهر شي څپه بلل کېږي. څپه په یوه ژبه کې مهم توک دی، ځکه چې کوچنیان مخکې له دې چې له خولې څخه یوه بشپړه خپلواکه کلیمه وپنځوي، یو غږیزه یا دوه آوازه څپې زېږوي؛ نو ځکه د څپې مطالعه او په هکله یې معلومات لرل د ژبپوهانو، ادیبانو او په ځانګړې توګه د فونالوجستانو لپاره اړین دي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب