څیړنه: د مور مینه د ماشوم درد اراموي

نوې څیړنې ثابته کړې چې د مور مینه د ماشوم درد تسکینولو سربیره په ماشوم کې د عصبي فعالیتونو لامل گرځي.

دغه څیړنه د نیویارک لانگون روغتیايي مرکز تر سره کړې. دغه څیړنه کې د موږک بچیانو اعصاب له مور سره یوځای والي او بیلوالي پر وخت څیړل شوی او یو له بل سره مقایسه شوی.

د موږک بچیانو ته برقی شارټ ورکړل شو چې له امله يي په هغه موږکانو کې چې له خپل مور څخه بیل وو په اعصابو کې زرگونه داسې جینونه تشکیل شول چې د درد خبر اعصابو ته رسوي چې دغه شمیر په هغو موږکانو کې چې له خپل مور سره یوځای وو په اوسط ډول له سلو څخه ټیټه وه.

د څیړنکو له ډلې څخه یو څیړونکي وویل چې د مور مینه نه یوازې دا چې د ماشوم خوي او عادت بدلوي بلکې په عصي سیسټم کې د بدلون سبب هم گرځي.

د څیړنکو دغه ډله په دې باور ده چې د دوی دغه څیړنه به د ماشومانو درملنې او درد کمولو کې د نویو طریقو معرفي کولو سبب وگرځي او ماشومان به له درده وژغورل شي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب